له سولې وروسته نوې اندېښنې؛ آيا حکومت سقوط کوي؟

0 752

لیکنه : خوشحال آصفي-

په داسې حال کې د امريکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته د پخوا پرتله اوس هيله مندي زياته شوې؛ د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش اداره یا سیګار وايې له سولې وروسته به افغان حکومت له نړیوالو مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي. د سيګار په تازه خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که شااوخوا ۶۰ زره وسله وال طالبان په سوله ییز ډول په ټولنه کې مدغم نه شي، د سولې هر راز موافقه به له ګواښ سره مخامخ شي، ځکه هغه طالبان چې ډېر د سولې لېوال نه دي او یا له سولې د ګټې اخیستو تمه لري، ښايي بیا یا جګړې یا لوټ تالان ته مخه کړي.

جان سوپکو د افغان امنيتي ځواکونو معاشاتو ته هم اشاره کړې، د سیګار راپور زیاتوي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته ښايي ۳۰۰ زره کسیز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغه صورت کې چې معاشونه یې ور ونه رسېږي، د افغانستان ثبات له یو جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ويلي، پیسې خپله پیدا کوي او له هېواد څخه یې د چا وتل تاوان نه پېښوي. ولسمشر چې د جلغوزیو او اوسپنې ویلي کېدو فابریکو د پرانستې په پرمهال یې خبرې کولې؛ په ډاډ سره وویل چې له هېواد څخه یې د چا په وتلو سره تاوان نه ورپېښږي او د پیسو پیداکولو چل یې زده دی. غالباً د ولسمشر غني اشاره هم له سولې وروسته له افغانستانه د بهرنيانو وتلو ته وه.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آيا سيګار د ولسمشر غني خبرو ته په غبرګون کې وايې چې له سولې وروسته به افغان حکومت له نړیوالو مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي، او که رښتیا هم له سولې وروسته به افغان حکومت سقوط وکړي؟

آیا رښتیا هم له سولې وروسته حکومت سقوط کوي؟

دا چې سيګار په وروستي راپور کې له سولې وروسته په افغان ټولنه کې د څه باندې ۶۰۰۰۰ طالبانو مدغم کولو او د افغان امنيتي ځواکونو معاشونو ته اشاره کړې؛ او وړاندوینه يې کړې چې ممکن د بهرنيانو له مرستې پرته به افغان حکومت پايښت ونه کړي؛ یوه بېځایه او ډېره زړه بوږنوونکې اندېښنه نه ده. څو دلیلونه شته چې د سيګار اندېښنه او وړاندوینه بېځايه ثابتوي.

لومړی؛ له سولې وروسته په ټول هيواد کې ارامي راځي او کورني او بهرني پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي چې ورسره به په زرګونو بيکاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

دویم؛ اوس هره ورځ د جنګ په ډګر کې افغان امنيتي ځواکونه په لکونو افغانۍ زیان کوي، یعنې اوسمهال روانه جګړه افغان حکومت ته په لکونو افغانۍ ورځني تاوان تمامیږي. خو که چيري سوله کيږي نو دا جګړه به دريږي چې ورسره به موجوده مصارف هم ختم شي او له دغو پيسو به د افغان امنيتي ځواکونو په تمويل او تجهيز کې استفاده وشي.

درېيم؛ که سوله وشي نو امنيتي وضعیت کاملاً ښه کيږي او بيا به د کانونو غير قانوني کيندنه هم بنده او کانونه به کاملاً د حکومت تر کنټرول لاندې راشي. چې حکومت د دغو کانونو په قانوني کيندنې سره کولی شي کاملاً په ځان بسيا او د امنيتي ځواکونو د تمويل او معاشاتو د ورکړې تر څنګ به نور ولس ته هم د کار زمينه برابره شي.

د سیګار هدف څه دی؟

د سيګار د وروستي راپور څخه دوه ډول برداشت کيدلی شي. يو دا چې ممکن د سیګار وروستی راپور د افغان ولسمشر غني د هغه خبرو په غبرګون کې وي چې ويلي و؛ له هېواد څخه یې د چا په وتلو سره تاوان نه ورپېښږي او د پیسو پیداکولو چل یې زده دی. ممکن د سیګار هدف پر افغان ولسمشر د امريکا د فشار يوه هڅه وي چې غواړي د قطر خبرو د پرېکړو منلو ته يې اړ کړي.

دويم دا چې سيګار د امريکا پاليسي جوړونکو ته خبرداری ورکړي وي چې له سولې وروسته بايد افغانستان سره د شورويانو په شان اشتباه تکرار نه کړي. ځکه د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال هم چې کله شورويان له افغانستان ووتل نو افغانستان يواځې پاتې شو چې پاکستان له فرصت په استفادې په افغانستان کې کورنيو جنګونو ته زمینه برابره کړه. سيګار ممکن په دې خبر سره د امريکا پاليسي جوړونکو ته په ياد راوړي چې دلته د شورویانو اشتباه تکرار نه کړي. ځکه سيګار په وروستي راپور کې معلومیږي چې د امریکا پاليسي جوړونکو ته يې وړانديز کړی چې په افغانستان کې له سولې وروسته حالاتو او شرايطو ته بايد چمتو اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply