غزل/ عزت الله ځواب

0 1,364

ملګرو شور په څه دی؟ کړنګ په څه دی؟
چې دا زمونږ د خلکو جنګ په څه دی؟
اسلام اباد کې اسلام ولې نه شته؟
او کابل بيا په وينو رنګ په څه دی؟
خلک په حسن باندې لولپه شول!
سوی په شمع دا پتنګ په څه دی؟
ډالۍ کولو مې ګل، خوښ دې نه شو!
تا غوندې ښکلی دی، بدرنګ په څه دی؟
د جنرالانو جنازې جيګوي!
پاچا په ملا رامات شو، ړنګ په څه دی؟
لکه د بنګو لېونی يې کړمه!
حيران يم خوږ لکه لونګ په څه دی؟
چې غاړه راکړي، خولګۍ نه راکوي!
د ښار په وړکو مې قلنګ په څه دی؟
د درخو زلفې يې تارونه، نه شول!
د ادم خان د رباب ترنګ په څه دی؟
جينۍ د صبر ونه، هسکه غاړه!
هلک چينار په شانې دنګ په څه دی؟
چې حلواګانې ورته نه رسېږي!
ملا نيولی د خان څنګ په څه دی؟
د ايمل خان په خوا کې ودرېده!
خوشال ولکه کې د اورنګ په څه دی؟
د کلي غېږه د جنت په څېر ده!
خو دا زما زړه په کې تنګ په څه دی؟
زه د ولس په منځ کې لوټ شوم په کې
د پښتنو مالت کې ننګ په څه دی؟
چې عمران خان سره نکاح نه تړي!
نو خليلزاد وهلی لنګ په څه دی؟
ما په رڼا ورځې ليدلی نه و!
جانان مې تور دی، غنمرنګ په څه دی؟
د کتابونو دوکانونه لري!
اوس دا ځواب شاعر ملنګ په څه دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply