حکومت د ښوونکو د استخدام اومسلکي زده کړو پلان لري

0 1,203

اېمل پیاوړی-

په دې کې شک نشته چې د هیواد ابادي، ثبات او پرمختګ په ښوونه او روزنه پورې اړه لري. په دې پرخه کې د ښوونې او روزنې کمیت او کیفیت دواړه مهم دي. لومړی باید ټول ماشومان او په شرایطو برابر ځوانان زده کړو ته لاسرسی ولري او په دویم قدم کې د زده کړو کیفیت نهایت مهم دی او ولسمشر غني دې برخې ته ځانګړې توجه لري.

نوموړي د نوي ښوونیز کال د پرانیستې مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: ”در بخش معارف یک خبر خوش دیگر این‌است  که برای استخدام هزاران معلمین جدید زمینه فراهم شده است، جناب نادری صاحب، ۱۱۰۰۰ افراد جدید توسط امتحان کمیسیون اصلاحات اداری کامیاب شده اند، در این هفته تعیین شان به حیث معلمین شروع می شود و به زودترین فرصت تکمیل می شود. به تمام این استادان من تبریکی می‌دهم و به خانوادۀ معارف.

د ۱۱۰۰۰ زره نویو ښوونکو استخدام د پوهنې د کمیت له پلوه ځکه ښه زېری دی، څومره چې د ښوونکو او ښوونځیو شمېر زیاتېږي، نو همغومره ورسره ډېرو ځوانانو او زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابرېږي، مګر د دې ترڅنګ ولسمشر غني د معارف کیفیت ته هم توجه لري. هغه وایي: ”یک خبر خوش دیگر در خصوص ارتقای ظرفیت معارف دارم. در نتیجۀ همکاری مشترک میان وزارت‌های تحصیلات عالی خواجه‌عمری صاحب و معارف، در مدت پنج سال تمامی معلمین، دارای تحصیلات عالی خواهند شد. در این‌مدت تقریبا ۱۰۰هزار معلم چهارده‌‌پاس در جریان  خدمت، مدرک لیسانس می‌گیرند، در حدود ۵۷ هزار معلم دوازده‌‌پاس در جریان خدمت، حد اقل تحصیلات شان را تا صنف چهاردهم خواهند رسانید. مرحلۀ اول این برنامه پنج‌ساله آغاز شده است و امسال هزاران معلم از آن استفاده می کنند.

په دې کې شک نشته چې د ښوونکو د ظرفیتونو لوړېدل د هیواد د زده کړې پر سیستم نېغ او مثبت اغېز لري، خو د ښوونکو او زده کوونکو چلند او مناسب چاپیریال هم په دې برخه کې بې اغېزې نشو ګڼلی، ځکه نو ولسمشر غني د تاوتریخوالي په مخنیوي ټینګار وکړ او وې ویل:  دلته غواړم یوې بلې خبرې ته هم اشاره وکړم او هغه په مکتبونو کې د خشونت موضوع ده. معین صیب ارشد امنیتي سادات صیب له تاسې نه مننه کوم او د ټولو امنیتي او دفاعي قواو دوامدراه قرباني موږ ستایو او پرې ویاړ کوو اما یوه بله موضوع موږ ته مهمه ده چې اوس زموږ د ملي امنیت یوه اساسي موضوع ده، دا خبره باید په وضاحت سره وکړم چې په ښوونځیو کې نه له زده کوونکو او نه له استادانو سره خشونت د تحمل وړ دی.

والدین باید په مکتبونو کې د خپل اولاد د پوره مصئونیت احساس ولري. موږ سږ کال د دې وضعیت د بدلانه لپاره عملي اقدامات په نظر کې لرو. د شاګرد ځورول یا د ناحقه نومرو د اخیستلو لپاره د استاد او مدیر تهدیدول باید، زموږ په مکتبونو کې ختم شي. هر څوک چې استادان یا محترم مدیران یا د معارف د کورنۍ غړي تهدیدوي ما شخصا تهدیدوي او دا ماته د منلو وړ نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply