د افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا

0 590

سید عبدالله پاچا-

وروسته له هغې چې طالبانو د افغان ځواکونو د بنسټونو د له منځه وړلو خبره وکړ افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا څو چنده زیاته شوې او په ځینو ولایتونو کې ځوانان د جلب او جذب مرکزونو مخې ته قطار په نوبت ولاړ دي.

دا چې اردو او پولیسو لیکو کې د ځوانانو جذب او دنده داوطلب ده، په همدې اساس په داوطلب ډول ځوانان مراجعه کوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له نورو ځوانانو سره اوږه په اوږه دنده ترسره کړي او هېواد ته خدمت وکړي.

دا په تېرو اولس کلونو کې لومړی ځل دی چې په دومره زیاته کچه ځوانان د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته مخه کوي او لیواله دي چې د هېواد د دفاع او قانون د تطبیق لپاره دندې ترسره کړي.

که څه هم طالبان په دې هڅه کې دي چې د پاکستان تګلاره عملي او د سولې په بدل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سکتور له منځه یوسي، افغانان به هيڅکله اجازه ور نه کړي او طالبانو ولیدل چې د ملي اردو او پولیسو د منحل کولو په څرګندولو طالبان د افغان ولس له کلک غبرګون سره مخ شول.

د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي دې څرګندونو له یوې خوا د طالبانو نیت افغانانو ته مالوم کړ او له بلې خوا د افغان ځواکونو ملاتړ زیات او په ولس کې یې محبوبیت پورته لاړ.

طالبانو کلونه جګړه کې زیات شمېر افغان سرتېري شهیدان کړل او د دې په بدل کې یې له ایران، پاکستان او روسیې څخه پيسې او امکانات ترلاسه کړل، خو د ونه توانیدل چې دا مهم بنسټ له منځه یوسي.

پاکستان یو ځل د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې دې هدف ته رسیدلي و، خو دا چې تاریخ هر څه ثابت کړل، افغانان نه غواړي چې یو ځل بیا د پآکستان په خوښه امنیتي او دفاعي ځواکونه له منځه یوسي.

له اوږدې جګړې او افغان وژنې وروسته چې د سولې خبرو ته تمې زیاتې شوي، افغانان سوله غواړي، خو دا سوله په دومره قیمت نه غواړي چې افغانان یو ځل بیا شاته لاړ شي.

افغانانو په زیاتو قربانیو باندې بنسټونه جوړ کړي او په قربانۍ یې ساتي، خو دا چې دا بنسټونه اوس د سولې د خبرو په قیمت له منځه ځي، هیڅکله داسې سوله نه غواړي چې د جګړې یې قیمت لوړ وی او یوې بلې جګړې ته لار پرانیزي.

افغان ځوانان په هېوادنۍ مینه اوس د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته دننه کیږي او له دې درکه غواړي د افغانستان له ملي حاکمیت، عرضي تمامیت او ناموس څخه دفاع وکړي او د طالبانو کلونه جګړې افغان ځوانان له دې لیکو  را و نه ګرځول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply