باعزته سوله!/ مطیع الله سحر

0 533

امریکايي سرتېري د تروریزم د ځپلو او له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي او همدغه موخه تعقیبوي او تر هغو چې د تروریزم تهدید او خطر نه وي دفعه شوی، نو دوی به همدلته وي او که له دې دمخه وځي، نو بیا به سیمې او نړۍ ته د پوښتنې وړ وي.

امریکايي پوځیانو افغان ملي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړي تمرینات ورکړل. هغوی یې دې ته چمتو کړل چې تر څو خپل وطن او د وطن له بچیو څخه دفاع وکړي. او له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د هر ډول سپکو او درنو وسلو او مالي مرستې وکړې. له همدې امله د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو محاربوي وړتیاوې ښې شوي.

د ولسمشر غني په وینا د سولې راتګ سره به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول او مسوولیتونه لا زیات شي، ځکه د امنیت د تامین او د قانون د حاکمیت او تطبیق ترڅنګ به د لویو پروژو د تطبیق لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کول د دوی له مهمو مسوولیتونو څخه وي.

طالبان سولې ته زړه نازړه دي، لکه یا یې چې خوښه نه وي او یا هم د نورو په واک کې وي، مګر هر څومره ژر چې وسله وال طالبان سولې ته چمتو شي او په دې برخه کې صادقانه او عملي او د افغانستان له ګټو سره مطابق اقدام وکړي، نو همغومره به ورسره په افغانستان کې د امریکایانو او نورو بهرنیو د حضور اړتیا کمه شي. نو که وسله وال طالبان په رښتیا هم د امریکایانو خلاف وي، نو د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته دې راوړاندې شي چې د سولې د تړون له تطبیق وروسته دلته د بهرنیو سرتېرو اوسېدو ته هیڅ پلمه او دلیل پاتې نشي.

وسله والو طالبانو هم دا درک کړې چې په روانه جګړه کې دواړو لورو ته افغانان وژل کېږي او د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي. اوس د دې اړتیا ده چې دغه بدمرغه جګړه باید د تل لپاره ختمه شي، خلکو ته د هوسا ژوند زمینې زیاتې شي او وسله وال طالبان چې کوم شکایتونه او مسایل لري، نو د مذاکراتو له لارې دې حل او فصل کړي، ځکه چې جګړه نه د کوم لوري په ګټه ده او نه هم د ستونزې اساسي حل دی.

د جګړې په سبب افغانستان له خپلو منابعو څخه ګټه نه شي اخیستی، تعلیمي او تحصلي وضعیت ژوبل دی، ځمکنۍ بشپړتیا خطر سره مخ شوي دي،  هره ورځ په لسګونو ملکي او غیر ملکي افغانان  خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا ټول د سولې په نه موجودیت کې تر سره کېږي.

د اوسنیو ټولو ناخوالو او ستونزو د حل یوازینۍ لاره تلپاتې او باعزته سوله ده. داسې سوله چې حکومت او وسله وال طالبان په کې په جدي ډول په خپلو مسایلو بحث وکړي او بالاخره داسې نتیجې ته ورسېږي چې د هیواد، هیوادوالو او د ملي ګټو په نفعه وي. دواړه خواوې له جګړې د تل لپاره خپله کرکه څرګنده کړي او دا تعهد له خدای او ولس سره وکړي چې له دې وروسته به داسې تشدد نه کوي چې د هیواد او ملي ګټو په زیان وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply