د حمدالله محب اعتراض مناسب و/ ګلرحمن رحماني

0 1,084

متل دی وایي که ریښتیا وایم ته مې نیسې او که دروغ وایم خدای مې نیسي . دا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر نیوکو رایاد شو. نوموړي چې په واشنګټن کې په افغان سفارت کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر زلمي خلیلزاد نیوکې وکړې او وې ویل چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې د کابل په بهر ساتلو افغان حکومت کمزوری او نامشروع کوي او دا هر څه یقینآ د سولې لپاره نه دي .

د امریکا لوړپوړو اشخاصو غبرګون وښود او وې ویل چې پر زلمي خلیلزاد نیوکه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت باندې یې چې غبرګون ښودلی وي .که د امریکا او طالبانو دریځ ته وګورو، نو له افغانستان سره یو ډول لوبه کوي. طالبان وایي موږ د افغانستان په اړه د سولې خبرې له امریکا سره کوو، خو امریکا وایي چې د سولې خبرې باید له افغان حکومت سره وشي، خو د پردې تر شا امریکا او طالبان دواړه د افغان سولې په رابطه خبرې کوي چې افغانانو ته دا ډول خبرې یو ډول معامله ښکاري ځکه د اوسنۍجګړې قرباني یواځې افغانان ورکوي .

له بلې خوا داسې اوازې دي چې د افغان سولې په نوم د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ځان په ګټه یو لنډ مهاله حکومت جوړوي چې خلیلزاد به پکې د وایسرای (کله چی برطانیه پر هند واکمنه وه نو هغه مهال مستعمرې انتظامیې مشر ته وایسرای ویل کېدل) حیثیت ولري، ځکه زلمی خلیلزاد په افغانستان کی د واک تږی دی او غواړي چې د غیر مشروع لارې په افغانستان کې حاکم شي له همدې امله غواړي چې اوسنی حکومت افغانانو او نړیوالو ته ضعیف وښیي تر څو د نړیوالو او افغانانو په زړونو کې د یو اتل په شان وځلېږي .

حمدالله محب  پوهېده چې  ځینې کړۍ د موقت حکومت د جوړیدو کوښښ کوي، نو نړیوالو ته یې واضح وویل چې په افغانستان کې هر ډول تصمیم یواځې د افغانانو صلاحیت دی او بل هیڅ هیواد یا سیاسیون حق نه لري چې د افغان حکومت په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي .

د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د سولې تر نامه لاندې خبرې د وخت ضایع کول دي ځکه تر هغو چې د سولې له مذاکراتو دمخه د دواړو لورو ترمنځ اوربند ونشي او افغان حکومت او وسله وال طالبان مخامخ د سولې مذاکرات ونه کړي، نو د سولې خبرې نتیجه نه ورکوي. که امریکا او طالبان واقعاً د افغان حکومت په څېر سولې ته ژمن وي، نو بیا دې د سولې لپاره معقولې لارې ولټوي.

د تعجب وړ خو دا ده چې طالبان اوسنۍ جګړه له افغان حکومت سره کوي او د جګړې قرباني هم یوازې افغانان ورکوي ، مګر د سولې خبرې بیا له امریکا سره کوي، له دې معلومیږی چی امریکا زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي او حمدالله محب حق درلود چې د امریکا له دغې پټې معاملې چې هیڅ افغان ته هم د منلو وړ نه ده پرده پورته کړي او د خلیلزاد کړنې نقد کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply