د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرون او نن

مطیع الله سحر

0 749

پنځه کاله وړاندې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ګڼو ستونزو کې وو، له یوې خوا د دوی حقوق او امتیازات د مفسدو چارواکو له لوري حیف او میل کېدل، له بل لوري ولسمشر کرزي طالبان وروڼه بلل او دې کار د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روحیه بد اغېز کاوه. دوی ته هغسې پاملرنه کېده چې څنګه ښاېدله. له دې امله یې هم ګڼې ستونزې لرلې او هم یې د تلفاتو کچه لوړه وه، ولس هم چندان زیات باور نه ورباندې کاوه، مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته رسېدلی دی، نو د نوموړي د ځانګړې پاملرنې له برکته د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو پام وړ پرمختګ کړی دی.

د دوی مسلکي وړتیاوې روزل شوي، د دوی له لیکو فساد ورک شوی، د دوی حقونه او امتیازات څوک نشي تلف کولی، طالب ته اوس د رهبرۍ له لوري د ورور نه، بلکې د دښمن خطاب کېږي. د دوی اعاشه، اباطه، درملنه، معاش او امتیاز کې پام وړ بدلون راغلی دی او تر ټولو مهمه دا چې د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري بدله شوې، ضوابط پر روابطو حاکم شوي ، شفافیت راغلی او دې هر څه هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه پیاوړې کړې او دا مهال دښمن د دوی پر وړاندې ځان کمزوری حس کوي او له بل لوري د ولس باور تر بل هر وخت ورباندې زیات شوی او له همدې امله یې ولسونه پراخ ملاتړ کوي.

کلونه وړاندې مونږه ټول شاهدان یو چې همدغو امنتي ځواکونو کومې ستونزې درلودې خو هيچا یې غم نه خوړله. د دښمن پر وړاندې به ورته د جنګ کولو غلط پلان جوړ شو او د همدغه غلط پلان په نتیجه کې به دوی له ماتې سره مخامخ شول. او بل د دوی لویه ستونزه دا وه چې له دوی سره جنګي وسایل نه ول لکه څنګه به چې له دوښمن سره ول.

خو په دې تېرو پنځه کلونو کې ولسمشر محمد اشرف غني چې کوم کارونه وکړل بل ولسمشر به یې ورته په پنځوسو کلونو کې هم ونکړي. ښاغلي غني له خپلو امنیتي ځواکونو سره په خپله مخامخ خبرې وکړې او هغه ستونزې چې دوی درلودې هغه یې په ښه غور سره له دوی څخه په خپله خوله  واورېدې او د دوی د ټولو ستونزو په تړاو یې اړوند مسوليونو ته دا وظيفه وسپارله چې ژر تر ژره د دوی د ستونزو غمه وخوري او هر څه ته چې اړتیا لري هغه ټولې باید ورته تر سره شي. ځکه چې همدغه زړور امنتي او دفاعي ځواکونه دي چې نن مو په هر کور کې هر یو نفر په ارامه سره ويده کېږي او سبا په ارامه غوږو او سړو مغزو سره خپلې وظیفې ته ځي. او که چېرته دوی نه وای نو نن به مونږ هم نه وو.

د ښاغلي غني ملاتړ له امنیتي ځواکونو څخه د هغوی په وجود کې وينه نوره هم په جوش سره راوستله او په خپلو دندو باندې یې ویاړ کوي. او تر پخوا اوس ورته ډېر ځوانان هم دې دندې ته زړه ښه کوي غواړي چې یوه مړۍ حلاله روزي خپلې کورنۍ ته وګټي او هم دخپل وطن حق ادا کړي او له وطن څخه ساتنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply