ټاکنو ته د امنیتي ځواکونو پوره چمتووالی

0 773

 مطیع الله سحر-

مونږه ډېر بختور یوو چې په یوه افغانه ټولنه کې خدای پاک پیدا کړي یوو چې ډېره مهربانه او زړه سواندې ټولنه ده. او بیا یې د همدغې ټولنې مشرانو زمونږ د سر او مال د ساتنې لپاره داسې مهربانه  مينه ناک  او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه مقرر کړي دي چې په هره لحظه او هر ډول حالاتو کې دوی له خپل وطن او ولس څخه ښه په مېړانې ساتنه کوي او تر څو چې دغه زړور امنیتي ځواکونه وي تر هغې به دا هیواد، ملت او ټولنه وي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. او دښمن هم دا کوشش کوي چې په راروانو ټاکنو کې خپلې ورانکاریانې او وحشتونه تر سره کړي، تر څو افغانان پرېنږدي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل ځان او هیواد لپاره یو وطن پرست او پر ولس مئين شخصیت واک ته ورسوي. خو زمونږ د هیواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا د دې ورځې لپاره د هیواد په څلور دېرش ولایتونو کې پوره چمتووالی نيولی دی چې تر څو هیواد وال خپل راتلونکي لپاره داسې یو شخص انتخاب کړي چې هم ولس ته او هم هیواد ته خدمت وکړي.

او دښمن ته د دې اجازه نه ورکوي چې له ولس څخه د هغوی د راتلونکي انتخاب واخلي او د دوی د ورانکاریو د تر سره کولو له وجې د افغانانو راتلونکی ژوند ورته په دوزخ بدل کړي. په همدې خاطر زمونږه امنتي او دفاعي ځواکونو خپلې دندې سختې او خپل کاري وخت یې هم زیات کړی، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې ده او په هر تلاشي کې هر یو موتړ او هر نفر ښه په زېر سره ګوري تر څو دښمن مو هیواد ته انفجاري توکي داخل نکړي او خپلې ورانکاري تر سره نکړي.

او هغه ځایونه چې په هغه کې ټاکنې تر سره کیږي چې زیاتره یې ښونځي دي، د هغو ځایونو یې پوره امنیت نیولی دې له څو ورځو وړاندې دوی په دغو ځایونو باندې پوره نظر دې او دغو ځایونو ته کوم څوک چې نابلده او مشکوک کس وويني ورنه پوښتنه کوي چې خدای نه خواسته کوم ناوړه کار تر سره نکړي.

زمونږ په هیواد کې چې همېش ټاکنې تر سره کېږي، نو ډېرې ناخوالې ورسره رامنځته کېږي. عام ولس مو ډېر په تکلیف وي، خو بیا هم مجبوره وي چې خپله رايه وکاروي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي او د ښاغلي غني هم زیات تاکيد په همدې دی چې هر یو نفر په ارامه سره خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي. ځکه خو یې امنتي او دفاعي ځواکونو ته دا دنده سپارلي دي چې تر څو د هیواد او د رایې اچونې مرکزونو امنتي تدابير په سمه توګه ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply