سالم غذایي رژیم او د ويټامینونو ارزښت

0 568

حمیدالله حمیدي-

سالم غذایي رژیم کولی شي د انسان د اړتیا وړ ويټامینونه پوره کړي. د هورمونونو بڼې او فیزیولوژيکي شرایطو ته په کتو، نارینه او ښځینه د ويټامینونو بېلابېلو ډولونو او کچې ته اړتیا لري. ويټامینونه د ښې روغتیا لپاره خورا حیاتي ارزښت لري. حیاتي ارزښت ځکه لري، چې له کبله یې د انسان بدن نورماله وده کوي، غذایي مواد په اسانۍ جذب مومي، له ناروغیو مخنیوی کوي او په ټوله کې د بدن مقاومت لوړوي. تر ډېره بدن خپل د اړتیا وړ ويټامینونه (DRI) په ورځني ډول له خپلو خوړو پوره کولی شي، خو ځینې بیا د هغوی د بدن جوړښت ته په کتو او یا هم د ځینو ناروغیو له کبله د اړتیا وړ ويټامین نه شي پوره کولی، نو هغه ده چې بیا د ويټامینونو بستو ته اړتیا لري.

د انسان بدن ټولو ويټامینونو ته اړتیا لري، خو ځینې یې بیا ډېر ضروري دي. د بېلګې په توګه، وېټامین (اې) د سترګو د لید او د بدن د مقاومت د لوړوالي لپاره اړین دي. ويټامین (بي ۱) له سلولونو سره مرسته کوي، څو کاربوهایدرېټونه پر انرژۍ بدل کړي. ويټامین (بي ۳) د هاضمې سیسټم له حرکاتو او عصبي سیسټم سره مرسته کوي. ويټامین (سي) د اوریو او غاښونو د کلکوالي او د زخم له ژر جوړېدو سره مرسته کوي او وېټامین (ډي) بیا په وینه کې د کلسیم کچه نورماله ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply