کتابونه لولم، خو ټکی مې په ذهن کې نه کېني، څه وکړم؟

0 1,055

 _ امین رحمان

زموږ او ستاسې ډېر ملګري شکایت کوي او وايي چې ټول کتاب يې ولوست خو ان په دې هم نه پوهېږي چې د دې کتاب اصلي موخه څه وه؟ کوم مهم ټکې پکې وه؟
ځینې دوستان خو چې د ښوونځي او پوهنتون ازموینو ته تیاری نیسي؛ نو یوه یوه پاڼه درې ځلې لولې او بیا يې هم په ذهن کې څه نه وي، ستونزه څه شی ده؟ علت يې دا نه دی چې ګنې ستاسې حافظه کمزورې شوې ده، بلکې علت يې دا دی چې ستاسې د لوستلو طریقه ناسمه ده.

تر ټولو لومړۍ خطا مو دا ده چې موږ ډېر کله له کتاب لوستلو د هغې ختمولو ته بېړه کوو. له ځینې پراګرافونو ټوپ اخلو، ځینې عنوانه بېخی نه لولو. دا ډېر ناسم کار دی، ځکه په دې له موږ د کتاب اصلي تصویر ګډوډېږي او نه شو کولای چې اصلي تصویر ومومو. په دې کار هغه څه چې مو لوستي وي په ذهن کې نه‌شې پاتې کېدلای.
ځینې نور خلک بیا یوازې هغه کتابونه لولي چې مینه ورسره لري او که کوم بل کتاب ورکړئ، یا خو يې لولي نه او یايې هم په ذهن کې څه نه پاتې کېږي.

د ذوق مطابق کتابونه لوستل او له نورو صرف نظر کول زموږ پوهه محدودوي. ښه دا ده چې هر ډول کتابونه ولولو، خو پوښتنه دا ده چې څنګه څه چې لولو په یاد کې مو پاتې شي؟!
موږ دې پوښتنې ته ځواب لرو. مخکې له دې چې تاسې کوم کتاب لوستل شروع کړئ، څو پوښتنې په خپل ذهن کې ولرئ او یايې هم په یو کاغذ درسره ولیکلئ. د کتاب له لوستلو وروسته هماغه پوښتنو ته ځواب ورکړئ. په دې کار هغه څه مو چې لوستي وي ژر به مو نه هېرېږي.

موږ دلته تاسې ته «۷» پوښتنې درکوو چې د مطالعې په وخت کې يې له ځان وکړئ. د دې «۷» پوښتنو حل له تاسې سره مرسته کوي چې هم ته مطالعه درته جالبه کړي او هم په مو زهن کې هغه څه پاتې شي چې لوستي مو دي.

لومړۍ پوښتنه؛

که له دې کتابه زه درې شیان زده کوم، هغه به څه وي؟! څنګه به يې په ورځني ژوند کې عملي کوم؟ کتابونه د مالوماتو ټولګه وي. ګڼ‌شمېر مسایل پکې رانغښتې وي، خو مهمه نه ده چې تاسې د کتاب هره خبره زده کړئ. زموږ خافظه ډېر کم وخت له دریو زیات پیغامونه په یوه وخت کې اخیستلای شي. کوښښ وکړئ چې درې اصلي پیغامونه چې ستاسې د ورځنې ژوند سره هم تماس ولري، پکې ولټوئ. که مالومات ستاسې له ورځنې ژوند سره ارتباط و نه لري باور دا دی چې دا ډول مالومات به مو هم ژر له ذهنه ووځي.

دويمه پوښتنه؛

د لیکوال منطق او وړاندیزونه څه دي؟ هر لیکوال د یوې موخې له مخې لیکل کوي. د دوی د لیک تر شاه یو هدف وي. ځینې کتابونه هڅوونکي وي، ځینې مالوماتي وي، نور بیا له ځان سره پیغامونه لري. تاسې د لیکوال په موخه ځان پوه کړئ. بیا يې د موخې لپاره د لیکوال منطق او وړاندیزونه پیدا کړئ.

درېیمه پوښتنه؛

لیکوال غواړي چې کومې ستونزې حل کړي؟ تقریباً هر کتاب د یوې یا زیاتو ستونزو د حل په موخه لیکل شوی وي. له ادبیاتو واخله بیا تر انجینري او طب پوري ټول کتابونه د ستونزو حل لارې وړاندې کوي. هڅه وکړئ، څو ومومئ چې کتاب د کومې/کومو ستونزو د حل لپاره لیکل شوی دی.

څلورمه پوښتنه:

لیکوال د کلیدي نظریاتو په وړاندې کولو کې د کومو سټراټېژیو او روشونو کار اخیستی دی؟ کله چې د لیکوال د لیکنې په سبک وپوهېږئ، نه یوازې دا چې یاداښت به مو ښه شي، بلکې ستاسې د لیکوالي هنر او مهارت به هم لوړ شي.

پنځمه پوښتنه؛

له ځانه وپوښتئ چې د کتاب د عنوان په اړه څومره پوهېږئ؟ کتاب ستاسې له مالوماتو سره سره اضافه نور کوم مالومات لري؟ له موږ ډېر کله د کتاب لوستل د دې له امله پاتېږي چې زموږ له پخواني مالوماتو سره سر نه خوري. کوښښ وکړئ چې کله هم کوم کتاب یا موضوع لولئ د موضوع په اړه خپل پخواني مالومات په یاد راوړئ.

شپږمه پوښتنه؛

ایا په کتاب کې داسې څه شته چې زه پرې له دې وړاندې نه پوهېدم؟ دا چاره ګرانه ده چې زموږ سر دې د کتاب په هره برخه له سره تر پایه خلاص شي. ولې مهمه خبره دا ده چې موږ باید په کتاب کې داسې څه په ګوته کړو چې زموږ لپاره بلکل نوي وي
اوومه پوښتنه؛

د کتاب کومه برخه مو خوښه يا ناخوښه شوه؟ که غواړئ چې ګټوره مطالعه وکړئ؛ نو له ځان دا پوښتنه ضروري وکړئ چې د مضمون په اړه مو څه خوښ شول او څه نا خوښ شوو. دا چاره له تاسې سره د موضوع په یاد ساتلو کې مهمه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply