که چېرته ښځه/خاوند د يو بل په خيانت پوه شول څه سره وکړي؟

0 1,208

له خيانت کار مېړه/ښځې سره ژوند کول تر ټولو سخت کار دی، کېدای شي د دې لپاره ځانګړی تصميم نه وي چې څه وکړئ څه مه کوئ روښانه ځواب نه‌شته؛ نو هره چاره چې لرئ دا هڅه وکړئ چې له هغې/هغه سره اړيکې جوړې کړئ، د زړه په غوږونو يې واورئ چې دا اړيکه مو ښه رول لري که يا؟
سپکاوی مه کوئ
دا يوه طبېعي ځانګړتيا ده چې يو څوک ښکاره يا پټ خيانت درسره کوي او پرې پوه شې په تېره بیا ښځه/خاوند کېدای شي غبرګون يې ډېر بد وي دا ځکه په دې وخت کې هسې وينه په جوش راځي او له چا لاس لوېږي؛ نو که په خيانت يې پوه شئ کېدای شي دا فکر درسره پيدا شي چې ترې بېل شئ، يا په يوه خونه کې هره ورځ ليرې سره پرېوزئ، خو بايد په دې وپوهېږئ که هر رنګ عکس العمل یې پر وړاندې کوئ د دې وړ و نه ګرځي چې تاسې هم په خيانت پیل کړی، يا هغه/ دا مو داسې منفي ګرا او ورانوونکی و نه ګڼي.

درېيم کس له احساساتو مه خبروئ

که غواړئ ژر لېوني شئ، په زرهاوو پوښتنې له هغې ښځې وکړئ. په ساعتونو ساعتونو يې د فېسبوک پروفايل وګورئ، که فکر وکړئ په دې هکله د نورو خلکو له نظره خبرېدل ستاسې په پوهاوې کې مهم رول لري چې کوم شي مو ژوند خراب کړی، خو په واقعيت کې دا کار هم پوره ستونزې نه هواروي.

خاوند/ښځه که له بل چا سره اړيکه لري

کوم وخت چې مېړه/ښځه له درېیم کس سره اړيکې لري، مګر په داسې وخت مو خاوند/ښځه بد نه ګڼي چې يوه ماناداره او غوره اړيکې لري، خو که ډېر دوام وکړي کېدای شي د مقابل لورې ښځه/خاوند په ناراضايي او کرکه بدل شي، تر ډېره په کورني ژوند کې هغه مهال چې واده يې کړی وي په کار نه ده چې له درېیم کس سره يې ډېره پالي، که څه هم اړتيا وي خو که دوامداره شي د دواړو مينه کمېږي او ژوند يې بېلېږي.

‎ ښځه/خاوند ته مجازات مه ورکوئ

بې‌رحمه چلند په ټوله کې د دې وړ ګرځي که تاسې خپله غوسه ښه پرې سړه کړئ، خو د مقابل کس په ذهن کې کرکه پيدا کوي او د خوښې احساسات يې ټول مړه کېږي، دا ډول چلند هيڅ کله ستونزه نه‌شې حلولای، بلکې نوره يې هم ژوندئ ساتي؛ نو که هر څومره مو په منځ کې فاصله راشي تر دې ښه ده چې په يوه وار کورنۍ فضا ټوله په غم ولړئ او ستاسې په ليدو هغه يو د ډار احساس وکړي.

خپلې غوښتنې ترې وغواړئ

تر ټولو خبرو وړاندې له ښځې/خاونده چې کوم څه غواړئ ورته وواياست

په تېره بیا که کومه ګیله ترې لرئ، د خپلې ژړا او خيانت چې درسره کړی يې دی ژر يې شروع کړئ، خو هغې/هغه ته هم وخت ورکړئ چې له تاسې څه غوښتنه لري.

ازموينه واخلئ

که هر څومره شرم وي خو يوازې په دې نيت يو بل و ازمويئ چې خيانت لوی وي او ترې خبر شئ، مګر دې ته مو پام وي چې فاصله مو خرابه نه‌شي، تر ډېره کېدای شي په دې نه پوهېږئ چې درېیم کس څه ستونزه لري او يا په ځان کې د هغه ناروغې وينئ، که هغه مو ښځه/خاوند هر څومره په دې ټينګار وکړي چې دا کار ښه نه دی، ځکه دواړه بايد په دې وپوهېږي چې درېيم کس مو ژوند نه خرابوي. که څه هم دا ازمويښت پر مهال له مقابل لورې ښه درانه غمونه وهل او ښکنځل ووينئ.

ورځ تر بلې اړيکې ښې کړئ

مثلاً که هره ورځ د خيانت په اړه له خاوند/ښځې سره وغږېږئ ممکن اړيکې مو ښې شي، صادق اوسئ ښې برابرې خبرې وکړئ؛ خو که د دې وس مو لاره په مهمو ځايونو کې په غوسه ښه کنټرول ولرئ يا د مقابل خبره برداشت کړئ، که څه هم د خيانت برداشت لوی کار دی، خو که غواړئ اړيکې مو لا ښې شي غوسه پرېږدئ او د پخوا په څېر مينه در ياد کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply