د مشورتي لویې جرګې یوازینۍ موخه سوله ده

0 582

ګلرحمن رحماني

د افغان سولې لپاره د افغانانو تر څنګ ، همسایه ، نړیوالو هیوادونو او د سولې په برخه کی نړیوالو سازمانونو خپلې هلې ځلې وکړې، خو بیا هم په افغانستان کې سرتاسري سوله رانغله ، ځکه سوله رانغله چې په افغانستان کې هر هیواد داسې سوله غواړي چې د دوی په خوښه راشي او د هغه هیواد ګټې پکې خوندي وي .

په همدې هدف افغان ولسمشر محمد اشرف غني موده وړاندې د افغانستان له سیاسیونو ، مدني فعالانو ، جهادي رهبرانو ، والیانو ، ښاروالانو ، مېرمنو او په ولایاتو کې له استاذانو او عامو خلکو سره د لیدنې او د افغان ولس د پیشنهاداتو په صورت کی دا لازمه وګڼله تر څو افغانان د افغان سولې لپاره خپل تصمیم پخپله ونیسي  .

په همدی هدف افغان ولسمشر محمد اشرف غنی یو کمیسیون جوړ کړ تر څو د سولې لپاره لویه مشورتي جرګه جوړه کړی ، په مختلفو ولایاتو کی هغه اشخاص راوغواړی چی د خلکو د رایو په صورت کی یی دغی جرګې ته لار پیدا کړی وی ، د دغی جرګې د جوړیدو لپاره د امنیت خوندیتوب په نظر کی ونیسی او د جرګې ټاکلی نیټه مشخصه او معلومه کړي .

د دغې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو اصلی هدف لکه څرنګه چی افغان ولسمشر ته د افغانستان د اساسی قانون (۶۵ مي) مادی دا اجازه ورکړې چی (جمهور ریس کولی شی په مهمو ملي سیاسي ، ټولنیز او یا اقتصادي چارو کې د افغانستان د خلکو ټولپوښتنی ته مراجعه وکړي) په همدی هدف افغان ولسمشر لازمه وګڼله چی باید د سولې لپاره عام افغانان خپل نظر ورکړی تر څو په افغانستان کی د عامو افغانانو لخوا تل پاتی سوله راشی .

عام افغانان د دی لپاره نظر ورکوی تر څو طالب سره سوال پیدا نه شی ځکه هر کله به چی افغان حکومت د سولې لپاره هلی ځلی شروع کړی نو طالبانو به ویل چی موږ له افغان حکومت سره د سولې خبری نه کوو ځکه دلته بهرنی ځواکونه حضور لری هر کله چی بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووتل بعد له هغه موږ له افغان حکومت سره سوله کوه اوس موږ لازمه ګڼو چی له امریکا سره د سولې خبری وکړو ، په همدی هدف افغان حکومت دا لازمه وګڼله چی د سولې لپاره د عامو افغانانو نظرونه راټول کړی . د دغې جرګې اصلي او یوازینۍ موخه سوله ده.

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون په افغانستان کې ځینو افرادو او کړیو د دغې جرګې مخالفت وکړ او د هغې د ناکامولو هلی ځلی یې شروع کړې، ځکه دوی په افغانستان کی داسی سوله غواړی چی هر څه د دوی په خوښه وشي او د دوی ګټې پکې خوندي وي .

اصل خبر دا ده چی د جرګې مخالفین یا هغه اشخاص چی ځانونه یی ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان کړی دوی په ولس کی خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کی ځانونه بریالی نه ګوری په همدی هدف افغان حکومت ته په هره برخه کی ستونزی او مشکلات پیدا کوی .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply