ولسمشر؛ پر طالب بندیانو خبرې کېدای شي

0 459

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیساري ګام کې د شاوخوا ۲۰ زره طالب بندیانو د برخلیک په اړه طالبانو ته د خبرو وړاندیز وکړ. هغه پلان شوي او محتاطانه له طالبانو سره د سولې لپاره د باور جوړولو په موخه د لویې جرګې په دننه کې د جرګې د ۳۲۰۰ استازیو غوښتنې ته په درناوي او د روژې د را رسیدو په خوښې کې د ۱۷۵ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان هم وکړ چې له کلونو کلونو راهيسې د افغان حکومت په زندانونو کې بندیان دي.
ورسره سم یې دا هم وویل چې د دغو بندیانو د خوشې کولو لپاره به په کابل کې یولړ مراسم جوړ کړي چې د ښه نیت یوه هڅه ښکاري. ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې خپل رسمي استازي دغو مراسمو ته ور واستوي چې په درناوې دغه خوشې کېدونکي بندیانو ور وسپاري. د ښاغلي غني له دغه وړاندیزه ښکاري چې موخه یې د سولې د خبرو د پیل لپاره د لارې هوارول او مخامخ د طالبانو له استازو سره خبرو ته زمینه برابرول دي.

حکومت وتوانېد چې د لویې جرګې له لارې ملت، طالبانو او د ټولو حکومت مخالفو ذهنونو ته د سولې په تړاو خپل هوډ په ډاګه کړي چې لومړی ګام به یې د خوشې کېدونکو بندیانو لپاره برابرېدونکي مراسم وي.

ولسمشر غني پر ټولو طالب بندیانو د خبرو د کېدو له وړاندیز سره له طالبانو وغوښتل چې د بندیانو خپل د کمېسیون استازي کابل ته واستوي چې د افغانستان په زندانونو د پرتو زرګونو بندیانو پر سر له دولت سره خبرې وکړي. دا لومړی ځل دی چې افغان ولسمشر طالبانو ته دا ډول امتیازي وړاندیز کوي چې د ډېرو په باور د سولې د خبرو د پیل لپاره خورا مهم ګام بلل کېږي. ښاغلي غني هڅه وکړه چې د ملت پر وړاندې د سولې په تړاو خپله رښتینې اراده افغانانو او نړۍوالو ته په ډاګه او هغو ګنګسو ته د پای ټکی کېږدي چې ځینو د خلکو د ذهنونو د بې‌لارې کولو لپاره حکومت او ولسمشر د سولې مخالف او د واک د غزېدو لېواله باله.

ښاغلي غني ډېر دقیق او بریالی خپل ګول وکړ او اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی چې کوم خوا ته شاټ پرې وهي. ولسمشر غني طالبان وننګول چې که یې د سولې اراده رښتینې وي؛ نو ښه پیل یې د بندیانو د خوشې کولو مراسمو ته د خپل پلاوي استول او تر هغه وروسته په کابل کې د نورو طالب بندیانو د احوال اخیستو او خلاصون په خبرو سره کېدای شي. د افغانستان په وروستیو څلوېښت کلنو جګړو کې هیڅکله یوه اړخ بلې جنګي ډلې ته دا ډول وړاندیز نه دی کړی چې د خپلو بندیانو د احوال اخیستو او د دوی د خلاصون پر سر خبرو ته رامخې ته شي.

دا ډول چارې په جګړه کې ښکېلو هېوادونو کې تر ډېره د سره صلیب او ملګرو ملتونو له خوا شوي او کېږي، خو افغانستان کې ولسمشر مخامخ له طالبانو ته دا امتیاز اعلان کړ چې کولای شي د خپلو ملګرو د لیدنې او خلاصون لپاره ځانونه او لیسټونه تیار کړي.

د خپلو بندیانو په اړه د طالبانو نظر او غوښتنې ته په کتو ممکن هغوی د ولسمشر اشرف غني دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او کېدای شي له دې طلايي فرصته سمه ګټه وکړي.

طالبان به په لومړي ځل د دې چانس پيدا کړي چې خپل ملګري له کلونو کلونو وروسته په خپله وویني او د دوی د فراق تنده پرې ماته شي. د خبرو اترو په دې پیل شوي بهیر کې دا د طالبانو لپاره هم ښه بری دی چې د خپلو بندیانو کورنیو ته وښيي چې د خپلو ملګرو د خلاصون مساله د دوی د خبرو اترو په لومړیتوبونو کې ځای لري. بل خوا به د طالبانو په لیکو کې د نیول شویو څه باندې ۲۰ زره کورنیو د بندیانو هیلې را ټوکېدلې او د سولې د خبرو اغیز به هم په ډاګه شوی وي. طالبانو له سره صلیب سره په وروستیو کې له همدې کبله ستونزه پیدا کړې چې د دوی د بندیانو پوره حال پر وخت نه ورکوي او هيڅ پروا يې نه لري.

په لویه جرګه کې د ولسمشر له خوا د طالب بندیانو د خوشې کولو له اعلان سره سم د جرګې تر نیمايي ډېر غړي له خپلو څوکیو پورته او ودرېدل او د ولسمشر دغې ژمنې ته یې خپل تود غبرګون وښود. دا ښيي چې د افغانستان ولسونه د سولې د خبرو د پیل لپاره څومره لېواله او پر طالب ځوانانو یې څومره زړه خوږېږي.

په لویه جرګه کې د ولسمشر له خوا د بندیانو د خلاصون په تړاو وړاندیز شوي مېکانیزم ته په کتو چې ډېرو یې په کابل کې هم تمه نه درلوده وښودله چې د ولسمشر په لاس کې داسې ډېر انتخابونه شته چې د سولې بهیر ته نوی لوری، نوی رنګ او نوی خوځښت ورکولای شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply