د هند ټاکنې پر افغانستان څه اغېز لري؟ / ايمل جلال

0 512

د هند له پارلماني ټاکنو داسې ښکاري چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن «بې‌جېپي» ګوند ښایي یو ځل بیا بریالی شي.
هندي رسنۍ له رایه اچونې وروسته د خلکو نظرپوښتنې پر بنسټ وایي، د ښاغلي مودي ګوند پر خپلو سیالو ګوندونو برلاسی ښکاري، خو د ټاکنو چارو کارپوهان بیا وایي، تر رسمي پایلو وړاندې دغسې اټکلونه پخوا ډېر ځله ناسم ثابت شوي دي.
هند یو له هغه هېوادونو يو دی چې سیمې او افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې پراخې اړیکې لري.
د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي هم په تېره پنځه کلنه دوره کې په دې هڅه کې و چې سیمې او افغانستان سره ښې اړیکې ولري او د هند اقتصادي وضعیت وغوړوي.
د نړیوالو چارو شنونکي وایي، نریندرا مودي که بیا واک ته راځي، دا به د سیمې او افغانستان لپاره په هره برخه کې خورا اغېزناک وي.
د دوی په خبره، د هند نور ګوندونه نسبت «بې‌جېپي» ته د سیمې او افغانستان په اړه خپل جلا لیدلوري او دریځونه لري چې ممکن د هغوی واکمنېدو سره شته اړیکې وننګول شي.
د نړیوالو چارو شنونکی انتظار خادم وایي، د افغانستان او سیمې لپاره اوس‌مهال د «بې‌جېپي» ګوند کړنلاره خورا سوله‌یزه ده. هغه په دې اړه وویل؛
«هند په تېرو پنځو کلونو کې د نریندرا مودي تر واک لاندې نه یوازې افغانستان، بلکې نورو هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې درلودې، خو په نورو ګوندونو دا باور بیا نه‌شې کېدای ځکه هغوی به په ‌دې ډګر کې نوې کړنلارې لري او ممکن د دوی نوې کړنلارې وخت وغواړي.»
انتظار خادم همدا راز دا هم وویل، اتیا سلنه امکان شته چې «بې‌جېپي» ګوند یو ځل بیا واک ته راشي.
امریکایي ورځپاڼې نیویازک ټایمز هم په یوه مقاله کې لیکلي، مودي اوس هغه مودی نه دی چې نړیوالو رسنیو به یې په اړه لیکنې خپرولې او دی به یې یو کیڼ اړخی سخت دریځی نشنليسټ باله.
د ورځپاڼې په نظر ښايي، داسې به شوي وي چې په ټاکنو کې د ده منډو ترړو هندوان چې اکثریت دي د مسلمانانو پر ضد چې لږکي دي پارولي وي، خو په اقتصادي برخه کې ده داسې میراث پرېښی چې د امکان تر حده یې یو هندی مشر پرېښودلی شي.
د هند پارلماني ټاکنې په اووه پړاوونو کې شوې، او «بېجې‌پي» او کانګرېس ګوندونو په کې له نورو مخالفو ګوندونو سره کلکه سیالي وکړه.
خو په ورته وخت کې دواړو ګوندونو د ټاکنیزو کمپاین په بهیر کې نږدې هره ورځ پر یوه بل لفظي بریدونه هم کول او یو بل یې په فساد، خپلوي پالنه او جعلي ملت‌پالنه تورنول.
د ډېرو په اند دا ټاکنې په خپله د لومړي وزیر مودي د واکمنۍ په اړه هم یوه ټول‌پوښتنه وه. د هغه ګوند د ۲۰۱۴مېلادي کال ټاکنې په لوی اکثریت ګټلې وې او پنځه کاله یې حکومت وکړ.
د هند په پارلمان کې یو ګوند یا یوه ټلواله باید د حکومت جوړولو لپاره ۲۷۲چوکۍ ولري.
د رایه اچوونکو د ځوابونو پر بنسټ داسې اټکل کېږي چې د لومړي وزیر مودي د ګوند په مشري جوړ شوی ملي ډموکراټيک اتحاد به د ۲۸۰ او ۳۱۵ تر منځ چوکۍ خپلې کړي.
خو یو شمېر رسنیو بیا داسې اټکل کړی چې «بېجې‌پي» ګوند ښایي یوازې ۲۶۷ چوکۍ وګټي او په دې حساب به د حکومت جوړونې لپاره غوڅ اکثریت و نه ‌لري.
د هند پارلماني ټاکنې تېرې اپرېل میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وې، خو د امنیتي او لوژيسټيکي خنډونو له کبله په ۷ پړاوونو کې بشپړې شوې.
په هند کې تر ۹۰۰ ميليونه ډېر خلک د رایې اچونې جوګه دي او په دې حساب دا ټاکنې په نړۍ کې د ډموکراټيک بهیر تر ټولو لویه بېلګه بلل کېږي.
په خپله واکمن «بېجې‌پي» ګوند او نورو مخالفو ګوندونو تر دې دمه د پایلو او اټکلونو په اړه څه نه‌ دې ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply