د وطن دښمنان/ همایون دوست

0 900

په بل غشی توپک ویشتلی نه یم٭٭٭ که ویشتلی یم خو بیا په خپل توپک یم
«خوشال بابا»
۱۵۴۰م.کال مي په ۱۷ د ګنګا سیند غاړی «قنوج» څیرمی ته په یوی برخه لیک ټاکونکې مخامې نښتی کې، پښتنو د پښو لاندی د مغلو څلویښت زره کسیزه وحشی لښکر لویه برخه هلاکه او پاتیشونو ته یی شیرشاه سوری یو کال مهلت وټاکه چې د ده د واک لاندی سیمو څخه خپل ټغر ټول کړی.
په دی فرمان «همایون بابر» سره د مات شوی پوځ ته یی، ان پنجاب او کابل کې ورنو هم د نوموړی امپراتور له ویری زړه ښه نه کړ چې پناه ورکړی، مغلوب مغول پادشاه پارس پلازمینی اصفهان ته وتښتید، څه د پاسه لسو کلنو پوری د هند نیمه وچه د مغول ټبر پاکه وءساتل شوه، دا چې څنګه د سوریانو ځواکمنه امپرتوری ړنګه او مغول په څټ هند ته ستانه شول، هغه د دی بحث موضوع نه ده، خو یادوړ ده چې د افغانانو او مغلو دښمنی شالید لا د «ظهیرالدین بابر» په پیر کې نه پخلاینې پړاو ته اوچته او بیا دوی ورسته د مسیحی انګریز په ملتیا له یوه سنګره په ګډه، پرله پسې پیړی، پیړی له جسمی اړخه د پښتنو وژلو، رټلو، کمزورلو او له ذهنی اړخه، د پیر، اخوند، خادم دین… په مټ د خرافاتو په ارخټ کې نښلولو په موخه له هیڅ ډول طریقی او نیرګ څخه دریغ وء نه کړ، پاکستان په پیدایښت «نصرالله بابر» چې د مجاهدینو او طالبانو معنوی پلار ګڼل کیږی، د همدی خصومت د لړۍ غځولو په موخه له بده مرغه وءتوانده چې وراسته فکره اخوانیان د بوغه‌ ي سګ بازو لنډغرو سره په ګډه، د ملا، طالب، اخوندزاده، عالم دین یا په ټوله کې د مجاهد په نامه چوپړ ته وءګوماری، وءروزی او پایله کې د دوی په ترو د پښتنی ټولنی اقتصادی جوړښت پوښتی ماتی او په ذهنی راغه کې د جهالت ګړنګ کې ښکیل کړی، برسیره په دی نوموړی مغول
ګڼشمیر په نړیوالی کچې ارزښتناکه نایابه تاریخی اثار افغانستان د موزیمونو څخه د مجاهد رهبرانو په لورینی او سخاوت د سوغات او ډالۍ په نامه پاکستان ته یوړل، پاتی د بامیانو تاریخي اثارو په ګډون په خپلو روزل شو اولادونو (مجاهدینو او طالبانو) په لاس لوټ او ویجاړ کړل؛ ده ګرچې افغانانو څخه د قنوج د ماتی کسات واخیست، خو بچیانو یی لا تر دم شیبی پوری د نعری تکفیر بغاری په جاري ساتلی.
فخری افغان لیکی« «پېرګیانو: په هندوستان کې د نورو له پاره ابتدایي تعلیم په مورنۍ ژبه کې ورکولو، خو یو پښتون بد قسمته قام ته په پردۍ ژبه ورکولو، د دې د پاسه یې ملایان ور پسې لمسولې ؤ، که دا قام تعلیم وکړي ستاسو قدر به کم شي … بیدار شی ،چې د پښتون بچي درنه علم ونکړی، ملایانو به پراپېګنډه کوله، چې پښتو دوزخي ژبه ده او دوزخ کی په پښتو خبرې کیږی، د ملا صاحب نه هیچا دا پوښتنه وه نه وکړه، چې هلکه ته د دوزخ نه راغلي یي که کوم دوزخي تا ته دا خبر رارسولې دي… عجیبه خبر خو دا وه چې ملایانو به د دین په نامه خلک د علم نه پاتې کول…نتیجه دا شوه چې یواځی علم څه،چې هر څیز کې د دنیا نه ورسته پاتې شو.»
(زما ژوند او جد و جهد د « فخری افغان غفعار خان» اثر )۱۴ـ۱۵ مخونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply