کابلیان په ډېپو کې ژوند کوي

0 729

کابل چې شاوخوا ۶ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، نږدې هر کور له یوې تر لس میله ناقانونه وسلې لري چې هره شېبه د ښار نظم ګډوډوي او د خلکو ژوند ګواښي.
دا وسلې چې په هر لحاظ خلکو په کورونو کې ساتلې، خو په یو ډول نه یو ډول د ښار د وضعیت او د عامو وګړیو لپاره یو ګواښ بلل کېږي او که خدای مه کړه کوم سیاسي، قومي، ژبنی او سمتي کړکېچ پېښ شو، همدا نامسووله وسله‌وال او ناقانونه وسلې به د افغانانو د ژوند اخيستو او پر کنډواله باندې یو ځل بیا د کابل ښار د بدلېدو لامل کېږي.
پرون شپه د کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه او د افغان اتلانو تر بریا وروسته د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د مرمیو باران شو چې له کبله یې نه یوازې پر هېوادوالو ژوند نارامه کړ، ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله هم واړوله.
کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو ډزو له کبله په کابل، ننګرهار او خوست کې ۱۰ کسان ژوبل شوي چې د یوه روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې پولیسو یې په تړاو په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په ننګرهار کې هم ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
دا لومړی ځل نه‌ دی چې په کابل کې خلک هوايي ډزې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم یوشمېر نامسووله وسله‌وال او لنډغر د بېلابېلو مناسبتونو، په تېره بیا د احمدشاه مسعود، عبدالعلي مزاري او ځینو نورو توپکیانو د تلین نمانځلو پر مهال پر کابلیانو ژوند تریخ کړی، هغوی یې وېرولي، له ځینو یې ژوند اخيستی او ځینې نور یې ټپیان کړي دي.
که څه هم امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د نیولو لپاره څه‌ نا څه اقدام کړی، خو هغو کسانو ته یې هيڅکله داسې سزا نه ‌ده ورکړې چې نه یوازې دوی یې له بیا کولو تېر شي، بلکې نورو وسله‌والو او لنډغرو ته هم عبرت وګرځي.
اوس د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ، د کابل نږدې ټول اوسېدونکي هم شخصي وسلې لري او هر مهال چې وغواړي د هرې موخې لپاره ترې کار اخلي او اخيستلای شي.
دغه ناقانونه وسلې نه یوازې په ښار کې عامه نظم ګډوډوي، بلکې د هېواد سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ته په کتو هره شېبه د خلکو لپاره ګواښوونکې دي او په ‌کار ده چې امنیتي ادارې دې لويې او جدي ستونزې ته پام را واړوي او د ناقانونه وسلو په ټولولو سره ښار نظم جوړ او خلکو ته د ارام ژوند کولو اسانتیا برابره کړي.
هغه کسان چې ناقانونه وسلې لري او په هر مناسبت په ښار او خلکو کې وېره خپروي، ډېر یې د پخوانیو توپکیانو، نامسووله قومندانانو، لوړپوړیو حکومتي، په تېره بیا امنیتي چارواکیو، د ملي شورا د غړیو او نورو زورواکیو زامن، خپلوان او د کورنۍ غړي یا هم دوی ته اړوند کسان دي.
دغه راز وسله‌وال غله، انسان‌تښتوونکي، قاچاقیان او لنډغر هم په‌ دې ډله کې دي چې له دا ډول ځانګړیو مناسبتونو په استفادې ښار ته را وزي، ډزې کوي، په ښار کې وېره خپروي او خلک ارام ژوند ته نه پرېږدي.
امنیتي ادارې که له یوې خوا د وسله‌والو ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي، تر څنګ یې باید نامسووله وسله‌وال وځپي او له هغو ټولو خلکو نه ناقانونه وسلې راټولې کړي چې اړتیا ورته نه ‌لري، خو په کورونو کې یې ساتلي او هر وخت یې چې زړه وغوښتل د اسمان پر لور یې ډزوي.
که اندېښنه دا وي چې په ښار کې امنیتي وضعیت سم نه‌ دی او خلک اړ دي چې د ځان، کورنۍ او مال ساتلو لپاره په خپلو کورونو کې وسلې وساتي، خو پر دغو وسلو باید یوازې ځان وساتي، نه دا چې د نورو خلکو ژوند پرې وګواښي او په ښار کې ګډوډي جوړه کړي.
خو په ټوله کې باید د قانون له مخې، له عامو خلکو وسلې راټولې شي او په عوض کې یې امنیتي ځواکونه د هغوی ژوند خوندي کړي. په ښار کې د وسله‌والو غلاوو، انسان تښتونو، د خلکو د کورونو لوټلو او نورو جنایتونه مخه ونیسي او عاملان یې وځپي چې خلک هم ارام ژوند وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply