له داسې معشوقو ليرې ګرځئ

0 473

د مینانو په ورځ عاشقان او معشوقې یو بل ته بېلابېلې ډالۍ پېري، خو په چین کې یو عاشق خپلې معشوقې ته د دې ورځې په مناسبت ډالۍ نه ‌وه اخيستی چې له سختې سزا سره مخامخ شو.
پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د چین په بېجينګ ښار کې یوه معشوقه خپل عاشق له پنځوسو زیاتې څپېړې د دې لپاره پر مخ وهي چې د عاشقانو په ورځ یې ورته ولې نوی موبایل نه ‌دی پېرلی.
په چین کې هر کال د مې میاشتې په شلمه نېټه د عاشقانو ورځ نمانځل کېږي او عیني شاهدان وايي، کله چې پولیسو له دې هلکه وپوښتل چې خپلې ملګرې د څه ګناه لپاره په عام محضر کې وواهه، هغه ورته په ځواب کې وايي چې موبایل نه پېرل یې ستره تېروتنه ده.
پولیسو د دې پېښې په تړاو دواړه عاشق او معشوقه د نورو څېړنو لپاره محکمې ته وړي، خو لا مالومه نه ‌ده چې دوی لا هم په بند کې دي او که خوشې شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply