د رسنیو او ځینو مدني فعالانو لړې -دوهمه برخه/ شاه محمود میاخیل

0 726

د ښې او شفافه حکومتولۍ مهم اصل، د ولسونو سره معلومات شریکول او حساب ورکول دي. د ښې حکومتولۍ د اصل په اساس، ټولې غیر دولتي ادارې، مدني ټولنې او رسنې ولس ته د حساب ورکولو او شفافیت مسوولیت لري.
فساد څه ته وایې؟
د ځان په ګټه د قدرت نه سؤ استفادې ته فساد وایې. که دولتي چارواکي، منختب افراد، د رسنیو غړي، مدني فعالان او یا نور د خپل قدرت او ادرس نه سؤ استفاده د شخصي ګټو په خاطر کوي، دې ته فساد وایې. مدني فساد د تروریزم او تودې جګړې نه خطرناکه دی ځکه دوی فکرونه وژنې او ویره خپروي.
داچې د ننګرهار فزیکي او بشري جغرافیه راته تر یوه حده ښه معلومه وه، د ننګرهار د والي په حیث، د لومړې ورځې نه مې د ټولینزو رسنیو له لارې خپلو لیکنو ته د پخوا پشان دوام ورکړ. ځینې دوستانو تشویش درلود او یوازې ګران دوست مشتاق رحیم، زما لیدو ته راغې او راته یې وویل چې زه باید خپلو لیکنو او یاد داشت ستاتلو ته دوام ورکړم او د ټولنیزو رسنیو له لارې، ولس باید د واقعیتونو نه همیشه با خبره وساتم.
د یو ژورنالست او لیکوال په حیث، زه د بیان په ازادي کلک یقین لرم اما بیان ازادي دې ته نه وایې چې واقعیتونه څوک تحریف کړي، بهتان ووایې او د شخصي ګټو په خاطر توهین وکړي. مدني حرکت همیشه باید پاک او هدف اصلاح وي نه باج اخستل.
په ننګرهار کې د ځینو رسنیو او مدني ټولنو په نوم افرادو تکتیک په تیرو کلونو کې دا و چې نوی والي اویا د کومې ادارې مشر به چې په ننګرهار کې مقرر شو، نو دوی به سمدستې د هغه ادارې پورې منفي تبلیغات اویا غیر معیاري راپورونه او معلومات خپرول پیلول. دوی به د ادارو زیادتره پخوانې نیمګړتیاوې‌په ګوته کولې او په دې توګه به یې د ځینو والیانو او یا د عایداتي ادارو د مشرانو نه باج اخیسته. ځینې د دوی نه اوس هم ادارو ته د باج اخستنې، او یا د غیر قانوني غوښتنو په خاطر ورځي او که تقاضا یې ونه منل شي، بیا یو څه زاړه او نوې مواد راپیدا او د هغې ادارې او شخص پر ضد پوستونه کوي. ډیر مثالونه یې شته. دا چې د ځینو مدنیانو په نوم خبرې اوس د ننګرهار ولسونو ته خاص ارزښت نه لری، یوازې غواړم چې په دې دویم قست کې په رسنیو فوکس وکړم.
دې کې هیڅ شک نشته چې هره اداره په هر وخت او زمان کې خامخا نیمګړتیاوې لري. که څوک په فساد کې دخیل نه وي، د نیمګړتیاو په ګوته کولو نه ویره نه لري. که هرڅوک زما او یا زما د ادارو نیمګړتیاوې په ګوته کړي، زه پرې خوشالیږم او د اصلاح لپاره به د خپلې وسې او امکاناتو په چوکات کې کار کوم. البته اولویتونه د چا په خوشه نشم تعینولاې ځکه اصلاحات وخت او ظرفیتونه غواړي او زه به اولیتونه د اصلاحاتو د خپلې کارې اجندا مطابق تعینوم.
د پورته مقدمې نه وروسته باید ووایم چې په ننګرهار کې یو څو کسه کرایې ژورنالستان او مدني فعالان هم د مافیایې کړیو مهمه برخه ده. دوی واقعیتونه نه خپروي او همیشه غواړي چې محلي اداره یرغمل ونیسي او یا ترې باج واخلي. یو شمیر یې مستقیم د ځینو حویلیو له خوا تغذیه او رهبرې کیږي.
زما د راتګ په دویمه ورځ چې جلالتماب جمهور ریئس غني خیلو ته تشریف راوړ، دریو تلویزونې شبکو خبریالانو، اشنا، شمشاد او طلوع منفي تبلیغات پیل کړل او اشنا خو ځان دومره نااشنا کړ چې په ټول خبرکې یې زما تصویر هم وانه چوه او نه یې زما د خبرو کوم ټکې رانقل کړ او حتی ویې وویل چې جمهور ریئس د والي نوم یاد نه کړ یعنې والي ته یې هیڅ ارزښت ورنه کړ. د اشنا نا اشناتوب لا دوام لري. د ریحان صیب د جنازې مراسمو رپورت مې چې ولید، نه یې زما عکس په رپورت کې خپور کړې و او نه یې زما کومه خبره رانقل کړې وه. دوی به هره ورځ کوښښ کاوه چې څنګه داسې کسانو نه عکس العمل واخلي چې زما د کړنو پر ضد وي. حتې دوی به کوښښ کوه چې کابل ته د بحثونو لپاره داسې کسان په ګوته کړي چې زما پرضد تبلیغات وکړي. د یو والي او هر مامور کړنې په اوله ورځ نه معلومیږي او لااقل شپږو میاشتو ارزونه پکار ده.
اما د لومړۍ ورځې نه ما د دوی د منفي تبلیغاتو پروا ونه کړه او د ننګرهار ټولو ژورنالستانو او مدني ټولنو سره مې په لومړیو کتنو کې دوی ته وویل چې زما صفت مه کوي، خو خپل اعتبار باید پورته یوسي ځکه ستاسي اعتبار هم په ټولنه کې ډیر خراب دی. لکه چې په دې عکس کې ښکاري، دوی ته مې په یوه سپينه صفحه تور داغ په نښه کړ او ورته مې وویل چې په دې سپينه صفحه کې تاسي څه ګوري؟ ټولو راته وویل چې دوی یو تور داغ ګوري. ما ورته وویل چې ایا تاسي د ننګرهار په دغه لویه سپینه صفحه کې، نور څه نه ګوري؟ اویوازې یو ټکې چیرته پیدا کړې، هماغه ګورې. دوی ته مې وویل چې زه خپل تبلیغ او د ولسونو سره معلومات شریکول د فیسبوک او ټویټر له لارې کولې شم او ستاسي منفي تبلیغات په ما کوم اثر نه لري.
څو ورځې د مخه د اینې تلویزیون خبریال، په ننګرهار باندې مستند رپوټ غوښته چې جوړ کړي، په اخره کې یې د ماسره مرکه وکړه او د تګ په وخت کې راته وویل چې مونږ ته خو یو څه خرچه راکړه. ما یې خبره تیره کړه او فکر مې وکړ چې ټوکې کوي. زما سکرتر راغی چې دا کسان بیرون منتظر دي او یو څه خرچه غواړي. ما ورته وویل چې زه هم پخوا ژورنالست وم. نه مې د چانه خرچه اخستلې او نه زه چاته خرچه ورکوم، نو ښه به داوي چې زما مرکه بیرته له منځه یوسي. که زه دې مدني فعالانو او د دې رسنیو استازو ته باج ورکړم او یا د دوي نامشروع غوښتنې ومنم، په حقیقت کې زه د دوی سره په فساد کې شریکیږم. د دوی بل تاکتیک دا دی چې دوی د یو چا مسله درته رامخه کړي، خو بیا چې ګوري، دوی به د هغوي سره شخصي اړیکي او یا شخصي ګټې لري.
لکه چې د لومړې ورځې نه مې د ځینو رسنیو او مدني فعالانو منفي تبلیغاتو ته ارزښت ورنه کړ او خپل کار ته مې دوام ورکړ،‌همداسې به خپل کار ته دوام ورکوم. وایې نیت صاف منزل اسان. زه او هم د ننګرهار ټولې ادارې به د ښې حکومتولۍ مهم اصل ته چې معلومات شریکول او ولس ته حساب ورکول دي، د ټولنیزو او هغه رسنیو له لارې چې معیاري ژورنالیزم ته وفاداره دي، دوام ورکوو.
د ځینې مدني ټولنو د افرادو نومونه ځکه نه اخلم، هغوي انفرادي کسان دي او ډیر اهمیت نه لري، اما د رسنیو نومونه مې ځکه واخستل چې دوی مسوولیت لري او همدې رسنیو د ناسمو او غیر معیاري معلوماتو خپرولو له امله د عوامو ذهنیت خراب کړیدی. نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply