غني د شانګهای غونډه کې سولې ته د حکومت د ژمنتیا یادونه هم وکړه

0 510

محمدبشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني نه یوازې سولې ته ژةن نه دی، بلکې د نوموړي د پاملرنې، هڅو او پلانونو له برکته افغان سوله چې یوازې د یو شعار تر کچې موجوده وه، په ملي او بین المللي بحث او عملي هلو ځلو بدله شوه، مګر د دې ټولو باوجود لا هم د ولسمشر  سیاسي مخالفین حکومت او ولسمشر غني له سولې سره په مخالفت تورنوي.

لکه څومره چې د افغانستان جنګ پېچلی دی او بېلابېل ابعاد لري، نو همدغسې د دې جنګ پایته رسول او د سولې پروسې بریالي کول هم پېچلي دي، مګر د دې ټولو پېچلتیاو باوجود ولسمشر غني د سولې لار نقشه، برنامه او سیاسي اراده لري او تر دې مهاله یې زیات تمرکز یوازې او یوازې په سوله ده، ځکه هغه پوهېږي چې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ جنګ او ناامني ده او تر هغو چې جنګ ونه درېږي، نو د تروریستانو د فعالیتونو او د بهرنیانو د لاسوهنې مخه په اسانه نشي نیول کېدلی.

ولسمشر غني د شانګهای سازمان غونډې ته په وینا کې وویل، ”له طالبانو سره زموږ د سولې منډیټ د اپریل له ۲۹ څخه د می تر ۲ پورې د مشورتې لویې جرګې د پرېکړه لیک پر اساس دی. د دغې جرګې ټول ۳۲۰۰ منتخب غړي چې څه باندې۳۰ سلنه  یې ښځینه او ۶۰ سلنه یې ځوانان وو او د هېواد له مختلفو ولسوالیو څخه راغلي وو، د افغان دولت د راتلونکي لپاره یې یوه ۲۳ ماده یي د لارې نقشه جوړه کړه. د افغانستان خلک او حکومت په خورا جدیت سره د لارې دا نقشه تعقیبوي. “

سره له دې چې یو شمېر سیاسیونو د دغې جرګې مخالفت وکړ او دلیل یې هم دا وو چې دوی په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دي، ځکه چې ګټې یې په جنګ او ناامنۍ کې تامین دي، دوی فکرکاوه چې د دوی له مخالفت سره به جرګه ناکامه شي، مګر برعکس په بریالیتوب سره جرګه وشوه، دولت او وسله والو طالبانو ته یې خپلې سپارښتنې د پرېکړه لیک په بڼه وړاندې کړې چې حکومت یې تود هرکلی وکړ او د تطبیق ډاډ یې ورکړ، مګر وسله والو طالبانو یې برعکس مخالفت وکړ.

ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، ”د ځان بسیاینې په ډګر کې، موږ خپل عایدات ۹۰ سلنه لوړ کړي او پیسې مو په معقول ډول لګولي، د بېلګې په ډول په تخمیني توګه یوازې سږ کال په امنیتي مصارفو کې یو میلیارد امریکایي ډالر سپما لرو او د ۴۰۰ قوانینو او مقررو په تصویبولو سره  مو د معدنونو په شمول د خپلې پراخې طبیعي پانګې انکشاف لپاره قوي حقوقي بنسټ اېښی.“

هغه زیاته کړه، موږ د مرکزي او جنوبي آسیا، ایران او خلیج ترمنځ د انرژۍ د لېږد د څلورلاري او د ټرانسپورټي کوریډور په ډګر د بدلېدو په حال کې یوو. خلاصه دا چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله، د آسیا په زړه کې د یو مصئونه او په ځان بسیا هیواد په توګه د افغانستان اساسې ستنې د پخېدو په حال کې دي.“

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply