دویم بنګله دېش د جوړېدو په حال کې دی

0 2,029

اېمل پیاوړی

پاکستان چې د جوړېدو له ورځې څخه د توطیې او دسیسې په تیورۍ باور لري او تل د نورو پر وړاندې له همدغې تیورۍ کار اخلي او په دې وروستیو لسیزو کې یې بېخي افراطیت، تشدد او حتی ترهګرۍ ته مخه کړې، ځکه موږ وینو چې له تېرو شلو کالو راهیسې له جنګي، وسله والو او تروریستي ډلو او ګروپونو سره نه یوازې مرسته کوي، بلکې پټنځایونه یې ورکړي، روزنه او مهمات ورکوي، د جنګ تکتیکونه ور زده کوي او هره ورځ یې په افغانستان کې بریدونو، جنګ او وحشتونو او جنایتونو ته هڅوي.

پاکستان سره له دې چې د توطیې، دسیسې، تشدد، افراطیت او ترهګرۍ پدیدو څخه د فشار وسیلو په  توګه کار اخلي، مګر لا یې هم په دې برخه کې کومه شومه موخه او پلان نه دی عملي شوی او نه یې هم د زور او فشار  او دغو ناوړه پدیدو د کارولو له لارې کومه موخه ترلاسه شوې ده، بلکې برعکس دوی تل د ګټې پرځای تاوان کړی دی.

موږ او تاسو د دې شاهدان یوو کله چې بنګالیانو له پاکستاني مقاماتو څخه د خپلو حقونو غوښتنه وکړه، نو د هغه وخت پاکستاني چارواکي د دې پرځای چې هغوی ته خپل حقونه یا قناعت ورکړي، له اعتراضونو څخه یې په سوله ییزو لارو راوګرځوي، منطق او استدلال ورسره وکړي او قانع یې کړي، برعکس یې د هغوی پر وړاندې له زور او تشدد څخه کار واخیست، په لاریون کوونکو یې ډزونه وکړل او هغوی یې شهیدان کړل.

د پاکستان د دغه تشدد پر وړاندې بنګالیان لا وخشمېدل او د پاکستاني مقاماتو پر وړاندې یې کرکه او نفرت راوپارېده او ټینګ عزم یې وکړ چې دوی به یا خپل حقونه اخلي او یا به جلا جمهوریت جوړوي. ورځ تر بلې د دوی لیکې پیاوړې شوې او بالاخره په دې وتوانېدل چې د بنګله دېش په  نوم جلا هیواد جوړ او دولت تشکیل کړي.

نن سبا پاکستان بیا د بنګله دېش همغه ترخه او ناکامه تجربه تکراروي، ځکه په دې وروستیو کې چې د قبایلي سیمو پښتانه د سوله ییزو لاریونونو په بڼه خپلې غوښتنې مطرح کوي، نو پاکستاني مقامات یې د اورېدلو زغم نه لري او د هغوی د اورېدو پرځای د دوی د پاشلو، تیتولو او خاموشه کولو پرلپسې هڅې کوي. څو ځله یې د دی پر وړاندې له تشدد څخه کار واخیست. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او ملاتړي یې ونیول، وې ځورول، تهدید یې کړل او ان په مرګ یې وګواښل، مګر هغوی لا هم له خپلو حقه غوښتنو څخه نه اوړي.

په دې وروستیو کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر نیولي او زندان ته اچولي دي او د ځینو نورو د نیولو هڅې روانې دي، نو که پاکستاني مقامات همداسې خپلو  ظلمونو، وحشتونو، زور او تشدد ته ادامه ورکړي، نو لیرې نه ده چې د ازاد پښتونستان او یا هم لوی افغانستان په بڼه دویم بنګله دېش هم جوړ او په دې ډول د تل لپاره د پاکستاني فوج او مقاماتو له ظلمونو او وحشتونو څخه ځانونه خوندي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply