ډاکټر عبدالله بیا پخواني خوبونه تکراروي

0 544

که څه هم تر اوسه د ولسمشري ټاکنو لپاره نږدې دوه‌نیمې میاشتې وخت پاتې دی، خو یو شمېر نوماندان له وخت مخکې د دغو ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

اجراییه رییس او د ولسمشري یو نوماند عبدالله عبدالله وايي، خلک د ۲۰۱۴ کال د ولسمشري ټاکنو د ناورین تکرار نه‌شي زغملای او په‌ کار ده د ولسمشري راتلونکې ټاکنې په بشپړې روڼتیا سره وشي.

ده چې نن په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو د ونډې زیاتوالي په اړه جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې ویلي، افغانان د ټاکنو له کولو پرته بله لار نه لري او ان هغه ډلې او کسان چې پر ټاکنو باور نه لري، هم باید ټاکنو ته غاړه کېږدي.

عبدالله د افغانستان خیر د ولسمشري له ټاکنو سره تړلی بللی او ویلي یې دي، که بیا هم د تېرې دورې ولسمشري ټاکنو تجربه تکرار شي، هېواد به له داسې کړکېچ سره مخ شي چې افغانان به یې بیا کابو نه‌شي کړای.

د عبدالله دغو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به هم د تېرو هغو په څېر له لانجو سره مل وي او ښايي هېواد یو ځل بیا د کړکېچ پر لور بوځي یا هم د ملي یووالي حکومت په څېر د یوه ګډ حکومت جوړولو ته لار جوړه شي.

عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم په ډېرې سپین‌ سترګې او د جان‌کېري په منځکړیتوب په‌ دې نوم چې په افغانستان کې به ناورین را منځ ته شي، له ولسمشر غني سره په حکومت کې ور ګډ او د ملي یووالي په نوم حکومت یې جوړ کړ.

اجراییه ریاست د حکومت له جوړېدو تر اوسه نه یوازې د هېواد په هيڅ برخه کې ګټور تمام شوی، بلکې لا هم د حکومت او ولسمشر غني لپاره په سرخوږي بدل شوی دی.

اجراییه رییس ته اړوندو وزیرانو او نورو لوړپوړیو چارواکیو پر لوړو لوړو څوکیو ناست دي، خو په تېره شاوخوا پنځه کلنه دوره کې یې هيڅ داسې کار نه‌ دی کړی چې افغانان او هېواد دې پرې وویاړي، ښه بېلګه یې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح‌ الدین رباني دی. سره له دې چې هغه د ولسي جرګې له لورې رد شوی، خو بیا هم د ملي یووالي حکومت له پیله تر اوسه پر خپلې څوکۍ ناست دی، خو ګټورتوب یې نه‌ دی مالوم. د عبدالله عبدالله په ګډون، د ولسمشري ټول نوماندان باید قانون او ولسواکي ته غاړه کېږدي، د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو مشروعیت چې د هېواد راتلونکی ورسره تړلی، مخکې له مخکې تر پوښتنې لاندې را نه ولي او نه هم د ټاکنو پر دې مهمې پروسې د خلکو شته باور ته زیان ورسوي.

دوی چې ځانونه د ولسمشري لپاره نومولي، باید پوه شي چې په ټاکنو کې ټول نه بریالي کېږي، افغانان به د دوی تر منځ یو کس خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي او دوی باید د خلکو ارادې ته په درنښت سره خپله ماتې ومني او د ولسواکي اصل په پام کې نیولو سره بریالي کس ته مبارکي ورکړي او تر څنګ یې ودرېږي یا یې هم په مقابل کې اپوزېسیون جوړ کړي.

خو که عبدالله یا د ولسمشري ټاکنو کوم بل نوماند ځان نوماند کړي او د خلکو رایې غواړي، خو په پای کې بیا د هغوی پر ارادې پښه ږدي او په لوی لاس د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره د ټاکنو ملي پروسې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او هېواد له کړکېچ سره مخامخ کوي، بیا ښه ده چې له ټاکنو تېر شي او په زور ځان ولسمشر اعلان کړي.

د ټاکنو پروسه یوه ملي پروسه ده چې په افغانانو پورې اړه لري او هيڅ نوماند حق نه لري چې د خپلو اغراضو او ګټو لپاره مخکې له مخکې پر دې پروسې تور داغ ولګوي، په اړه یې د خلکو باور کم کړي او په ټوله کې د افغانانو د اندېښنو لامل شي.

که نوماندان غواړي ښې او رڼې ټاکنې وشي، لومړی باید خپله د درغلیو له کولو ډډه وکړي او بیا پر دغې پروسې خپل قانوني او مشروع څار وساتي، خو که درغلي هم خپل نوماندان یا د دوی پلویان کوي، خو سبا چې بریالي نه‌شي، بیا د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره خلک وېروي او هېواد له ناورین سره مخ کوي، دا نو بیا غټ ظلم او سوچ کفر دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply