پوهاند ریښتین د پښتو نوې ژبپوهنې مشر پیلګړی

سرلوڅ مرادزی

560
دغه لیکنه د ارواښاد ریښتین د تلین په مناسبت په ۲۰۰۹ کال لیکل شوې، نن يي بیا د هغه د تلین په مناسبت خپروم:
د ارواښاد ریښتین نوم او دهغه د ځینو کتابونو په اړه مالومات مې د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې، لومړی په ۱۳۴۲ لمریز کال د پښتو ژبې د کورني لوی استاد ارواښاد یوسفزي مولوي شېرګل کاموي څخه چې د ښاغلي یقین یوسفزي پلار دی او د پښتو ژبې نامتو ګرامرپوه وو، اورېدلي وو.
د لوی استاد دا خبره مې چې په دېرشمو او څلویښتمو کلو کې يي پښتو ټولنه کې له ارواښاد ریښتین سره یوځای کار کاوه، اوس هم په غوږو کې کړنګیږي چې ویل يي:« کله چې به هغه مهال موږ په تلیفون کې په پښتو ژبه خبرې کولې، دري ژبو به ویلې چې په پښتو مه غږیږۍ چې د تلیفون مزي شلیږي!»
زه هغه مهال، د مرادعلي « رح » لیسې د شپږم ــ اووم ټولګي زده کوونکی وم. استاد به راته خبرو خبرو کې د پښتو ژبې د ګرامر د بېلا بېلو اړخونو په اړه، خپل نظر او په توپيري مسایلو کې د ارواښاد ریښتین نظر تشریح کاوه، هغه وخت ما ته په دغو مسایلو پوهه له ستونځو ډکه وه.
لږ وروسته « پښتو ژبښودنه » په نوم کتاب چې د ارواښاد ریښتین یو کوچنی اثر دی، زما لاس ته راغی. له دې کتاب څخه به ما خپلو ټولګیوالو ته د پښتو ژبې ساعت کې کله ناکله درس ورکاوه. کله داسې هم کېدل چې له هغه کتاب څخه به مې په نورو ټولګیو کې د پښتو ژبې د ښوونکي په سلا تدریس کاوه. هغه مهال د نورو ټولګیوالو تر څنګ ښاغلی محمد اصف صمیم هم زما ټولګیوال وو.
د « پښتو ژبښودنه » له کتاب وروسته، زه د ارواښاد ریښتین د نورو کتابونو او لیکنو زښت لیوال شوم. چیری چې به ما د نوموړي مقاله او کتاب ترلاسه کاوه، هغه به زما د لوست ملګری وو. ویلای شم چې زما د افکارو او اندیښنو په خټه او جوړښت کې د ډېرو نورو پشان، د ارواښاد لیکنو هم زیات اغیز ښندلی او د پښتو ژبې د ودې د یوه لیوال پتوګه د نوموړي دایمي دعاګړی او منندوی یم.
کله چې څوک له پښتو پښویه غږیږي تر څنګ يي له ریښتین بابا غږیږي. ریښتین، د پښتو ژبپوهنې سره تړلی نوم دی.
په پښتنو کې به داسې څوک چې لږو ډېر د ژبې په « پښویه » پوهیږي، کم پيدا شي چې د ریښتین له کتابو يي زده کړه نه وي کړي. ما پخپلو څو کتابونو کې د ارواښاد له اثارو زیاته ګټه اخیستې چې د کتابونو په پای کې مې د اخځونو په برخه کې هغو ته اشاره کړې ده.
پوهاند ریښتین په خپل وخت، د پښتو ژبپوهنې او همدارنګه د هغې د ودې په برخه کې له خپلې وسې ډېر څه ترسره کړي دي. اوس د زلمو پښتنو وخت دی چې د ریښتین او نورو پخوانیو ژبپوهانو کار ته ادامه ورکړي او پخپلو هڅو او نوښت سره پښتو ژبه لا وغوړوي او هغه د اوسني عصر په غوښتنو سمباله کړي.
زیات مهال زما ذهن یوې پوښتنې کړاوه او کله کله به سیالانو هم پوښتلم چې د ستر واکمن احمدشا بابا له پیره راهیسې پښتانه د واک پر ګدۍ ناست دي، خو پښتو د دولت او ادارې ژبه نه شوه او نه په پوهنتونو کې د زده کړې او لوست ژبه! ګرمتیا او ګنا ستاسو خپله پښتنو پر غاړه ده، دې کې د هېواد د نورو ایتنیکي لږکیو په تېره بیا د فارسي ژبو ګنا څه ده؟
ددې پوښتنې د ځواب نیمګړې بڼه مې د نورو په لیکنو کې لوستې وه، خو د ځواب پخه او بشپړه بڼه مې یوازې د پوهاند ریښتین د « پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه » نوم کتاب په سریزه کې پیدا کړه. دې سریزه کې ارواښاد ریښتین وايی «هر ملت او هره جامعه چې بیداریږی نو لومړی پکې د ادب او ژبې نهضت راپیداکیږي. که چیری دغه نهضت يي قوي او په صحیحو اصولو وي نو نورې سیاسي او اجتماعي بیدارۍ يي په برخه کیږي او که نه ــ نو دغه حرکت او بیداری بیا په خوب او چوپتیا بدلیږي. دغه د ادبي نهضت دورې ته د ویښتوب او رسانس دوره وايي»
د خپل کتاب په همدې « لومړنۍ خبرې » کې بابا زیاتوي «مګر د یو قام بیداري او ویښتوب هله قوي او پوخ وي چې پر ادبي بیدارۍ باندې بنا وي»
په دې توګه د کومې پوښتنې په ځواب پسې چې ګرځېدم، ترهغې مې زیات نور څه په اسانه او وړیا ترلاسه کړل. د ریښتین بابا په قول، د پښتنو دغه واکمنیانې د پښتنو د ادبي او ژبني غورځنګ په کومې پیاوړي پیلامې نه دي رامنځته شوې نو له دې کبله يي ریښې په پښتنې ولسونو کې غښتلې نه دي، په لږ باد او جکړ سره لړزېږي!
دا سریزه پوهاند ریښتین په ۱۳۲۶ کال او یا ښايی له هغې مخکې لیکلي وي. له دې نېټې ۶۲ کاله تېریږی، کله چې نن هم څوک دا سریزه لولي او روان حالات ګوري، سوچ کوي چې هغه ارواښاد پښتنو ته یوه معجزه لارښوونه کړې. دې لارښوونې نن هم په ټول ځواک خپل ارزښت ساتلی او پښتنو لپاره د کاڼي کرښه ده.
اوس چې خبره روښانه ده، پښتانه باید د خپلې ژبې غوړېدا او ودې ته ملا وتړي او د ادبي او ژبني پیاوړي غورځنګ په مټ او د سیاسي هوښیارۍ په ملتیا، دا ځل د پښتنو د واکمنۍ ستنې داسې ټينګې په پښو ودروي چې د زماني توپانونه او جکړونه يي ونه شي لړزولای.
که چیری د ژمنې سره سم، د ارواښاد د یولسم تلین په اړه لیکنې د یوې ټولګې په بڼه خپریږي زما وړاندیز دا دی چې نوموړې « لومړۍ خبرې » دې، د همدې ټولګې د سریزې پتوګه بیا ولیکل شي .
د ریښتین بابا دا څرګندونې د پښتنو لپاره تلپاتې ملي لارښوونې دي.
د ځینو لغتونو ماناوې:
پیلګړی = پیلوونکی ، پيلوال
دعاګړی = دعاکوونکی، دعاوال
ګړی:
یو روستاړی دی چې د نومونو او ستاینومونو « صفتونو » سره یوځای کیږی او نوي ستاینومونه جوړوي، لکه :
اومګړی ( اومغړی ، لکه : اومغړی تار )، بریدګړی، بېلګړی، پلمه ګړی، پورګړی، پيلګړی، ټينګړی ( لکه : ټينګړي ګامونه )، جنګ ګړی، چاره ګړی، چمتوګړی، ځانګړی، څارګړی، څنګ ګړی، دمه ګړی، درونګړی، دریمګړی، دویمګړی، ډېرګړی، رازګړی، ژرنده ګړی، سپینګړی، سختګړی، سرګړی ( همدارنګه سرګړی د غره د یو ډول وښو نوم هم دی)، سوله ګړی، شرمګړی، غبرګګړی ( غبرګړی )، غمګړی ، کرګړی، کروندګړی ، کښتګړی ( کرګړی ، کروندګړی او کښتګړی دریواړه د بزګر په ما نا دي )، لاره ګړی، لوستګړی، مرستګړی، منځګړی، نیمګړی، واره ګړی، وسګړی، وګړی (مخلوق )، ولسګړی، ویښګړی، ویشګړی، هڅګړی، همګړی، هېرګړی ( هېرغاړی، فراموشکار)، هیله ګړی ( متوقع ، یوګړی او ډېر نور
د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.