په غچ اخیستلو دولت نه جوړېږي – د نیلسن منډیلا بېخي نادره کیسه

0 1,729

د جنوبي افریقا د ازادۍ نوموتی اتل نیلسن منډیلا پخپلو یادښتونو کې لیکلي: زه چې ولسمشر وټاکل شوم، خپلو پیره دارانو ته مې وویل: راځئ په ښار کې پیاده چکر ووهو. ښار کې د چکر په مهال یوه هوټل ته ننوتلو، په یوه مېز راتاو شوو او هر چا د خپلې خوښې خوراکونه راوغوښتل.

موږ چې د خوراکونو راوړلو ته په انتظار وو دا مهال مې زموږ څنګ ته په یوه سړي سترګې ولګېدلې، هغه هم خوراک ته انتظار و، ما خپل یوه پیره دار ته وویل: ورشه! هغه سړی راوله چې دلته زموږ سره ډوډۍ وخوري. هغه ورغی او سړی یې راوست.

سړی چې راغی زما څنګ ته مې کېنوه، خوراکونه راغلل او موږ یې په خوړلو پیل وکړ، خو د هغه سړي له تندي خولې روانې وې او لاسونه یې رېږدېدل، دومره چې ګوله یې په سمه توګه خولې ته نه شوی رسولی. ډوډۍ مو وخوړله او دا سړی پخپله مخه ولاړ.

ما ته زما شخصي ساتونکي وویل: هغه سړی ما ته ناروغ ښکاره شو، لاسونه یې سخت رېږدېدل او ډېره کمه ډوډۍ یې وخوړله. ما ورته وویل: نه، نه، ستا ګومان سم نه دی، دا سړی زما د انفرادي زندان ساتونکی و، هلته چې زه تر تعذیبونو لاندې وم، له تعذیب وروسته به مې چې له ده نه وغوښتل لیږ اوبه راته راوړه، دا سړی به راغی، زما په سر به یې بولې راوکړې! او دا کار به یې هر ځل راسره کوه.

نیلسن منډیلا زیاته کړه: نو دا سړی رک روغ دی، اوس زما نه وېرېدی او ترهېدی چې بندي او تعذیب به یې کړم او خپل غچ به ورنه واخلم، خو زما داسې اخلاق نه دي. ځکه په غچ او انتقام اخیستلو دولت نه جوړېږي، بلکې په تسامح او بښنه سره امتونه جوړېږي.

د نيلسن منډیلا دا وروستۍ خبره څومره پخه او کره ده: «په غچ او انتقام اخیستلو دولت نه جوړېږي، بلکې په تسامح او بښنه سره امتونه جوړېږي» دا خبره زموږ موجوده حالاتو کې د هر چا په ښمر کېږي. خصوصا زموږ د سیاستوالو د زیات غور او پوره توجه وړ خبره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply