خلک غولوو که لاره ورکه ده؟ /عبدالباري جهاني

0 548

د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ، هم پخوا او هم قدرت ته له رسېدلو وروسته، په لېونیو خبرو او دروغ ویلو مشهور دی. هغه د جولای پر دوه ویشتمه د پاکستان له جمهورریس عمران خان سره په خبرو کي، د نورو اوتو بوتو ترڅنګ، وویل چي که دی وغواړي د افغانستان جنګ په یوه هفته کي ګټلای سي، هغه هیواد د مځکي له مخ څخه محو کولای سي؛ خو نه غواړي چي لس میلیونه انسانان قتل کړي.

ټرمپ څه باندي یو کال مخکي پر سوریه باندي د هوايی او سمندري حملې د کولو اعلان وکړ، ورځ نه وه تېره سوې چي فیصله یې بدله کړه. لږه موده مخکي چي اېران، د بین المللي اوبو پر سر، د امریکا ډرون الوتکه را غورځوله؛ ټرمپ پر اېران باندي د ستري هوايی حملې امر وکړ او لا یې خبر تر خپلو قوماندانانو نه وو رسېدلی چي خپله فیصله یې ځکه بیرته بدله کړه چي ویل یې پوځي سلاکارانو یې ورته وویل چي په دې برید کي تر پنځوسوکسانو پوري وژل کېدلای سي. سبحان الله!

په دې څه باندي اته لسو کالو کي چي پر افغانستان باندي د امریکا د ړندو بمباریو او د شپې د عملیاتو په نتیجه کي څه باندي سل زره بېګناه ملکي کسان وژل سوي دي او لا هم وژل کیږي، هغه خو هیڅ. نه افغانستان مالک او نه یې اولسونه مشران لري. د داسي بېچاره خلکو آواز او فریاد به، له لویه خدایه پرته، بل څوک واوري؟ څوک خو دي نر سي؛ د اېران بېګناه ملکي کسان دي ووژني. سړي ته د هغه لاپوک دوست کیسه ور په یادیږي چي په قصاب یې زور نه رسېدی ویل یې زه د پینه دوز پزه درته ماتوم.

ښه په هر صورت، دا خو د ټرمپ خبري دي. زموږ له ټرمپ سره زور په وس نه دی پوره. هغه د امریکا جمهور ریس دی او حساب به د امریکا اولسونه ورسره کوي. زما خبره له خپلو وطندارانو سره ده. دوی هم، د ټرمپ په څېر، د خلکو له غولولو او دروغ ویلو سره عادت کړی دی.

 د افغانستان اولسمشر د امریکا څخه د ټرمپ د دې خبرو په باب توضېح غوښتې ده او ویلي یې چي د افغانستان هیواد به ژوندی او باقي وي. لومړی خو سړی نه پوهېږي چي دا حکومت په کومه پزه له خپل بادار څخه توضېح غواړي. دا نظام خو، د خپل اساسي قانون څخه په څرګنده سرغړونه، د امریکا د وخت د خارجه وزیر جان کیري په امر منځته راغلی او تر اوسه پوري چلیږي. او که تر دې خبري را تير سو نو د ټرمپ خبري په کوم ځای کي توضېح ته ضرورت لري؟ که څوک ریشتیا هم افغان وي نو دا خبري باید وغندي او محکومي یې کړي. تو ضېح د داسي خبرو په باب غوښتل کیږي چي مفهوم یې سم افاده سوی نه وي. البته د افلغانستان اوسنی حکومت نه دا صلاحیت او نه دا جوهر لري.

وايي آسونه یې نالول چنګوښو هم پښې پورته کړې. د افغانستان پخواینو او اوسنیو سیاسي مشرانو هم د ټرمپ ورستی خبري او تهدیدونه غندلي دي. د افغانستان د خلکو قتل عام خو د بوش د زمانې راهیسي، چي د دوی میلیونونه ډالر شته منی او قدرت د هغه د توري محصول دی، بیا تر اوباما او تر نن ورځي پوري روان دی. دلته خبره یوازي په عدد کي ده. په داسي حال کي چي، د خدايی عدالت او مدني قوانینو او عدالت په کتاب کي د پنځو بېګناه انسانانو قتلول او د یو میلیون انسانانو وژل دواړه جنایت دی. هغه ورځ چي د بوش حکومت، د مزارشریف په قلعه جنګي کي، څه باندي درې زره تسلیم سوي جنګي بندیان قتل عام کړل دوی چیري وه؟ هغه په زرګونو کسان چي یې د افغانستنان مشهور جنایتکار رشید دوستم ته وسپارل او هغه د هیټلر په څېر قصابي کړل دوی چیري وه؟ هلته چي امریکايی هیلي کوپټرونو له کابله تر کندهاره مخ په تېښته طالبان لکه کاکروچ او حشرات داسي ښکارول او ویشتل دوی چیري وه؟ هلته چي امریکا په توره بوړه او شاهي کوټ کي، پر انسانانو او سمڅو باندي، نوي نا آزمیېل سوي وسلې استعمالولې دوی چیري وه؟ هلته چي د برهان الدین رباني زړه د بي دوه پنځوس الوتکو په بمباریو نه سړېدی او نارې یې وهلې چي« غتي غتي بمونه واچوی» دوی چیري وه؟ په دې اته لسو کالو کي چي پر ښوونځیو، روغتونونو، هدیرو، ښادیو او غمونو باندي ړندې یا قصدي بمباری رواني دي دوی چیري وه؟ په دې اته لسو کالو کي د سل هاوو زرو وژل سویو بېګناه ملکي انسانانو، زموږ د زلیمو عسکرو او پولیسو، د طالب جنګیالیو، ماشومانو او ښځو خونونه زموږ د مشرانو په غاړه دي. تاریخ او خدای تعالی به دواړه بازخواست ورڅخه کوي. دا جنګ که دوی پیل کړی نه دی نو د ختمولو لپاره یې هم هیڅ اقدام نه دی کړی.

په دې کي هیڅ شک نسته چي دا غیرعادلانه او ظالمانه جنګ د امریکا د خپلو پالیسیو محصول دی او افغانانو به یې په پیل کولو کي یا ډېریا لږ او یا هیڅ لاس نه وي پکښي درلودلی. مګر دوام د افغانستان مشرانو ورکړی دی. که یې دوام نه دی ورکړی او یا یې دوام هم تر وس او صلاحیت لوړ وو نو لږترلږه د ختمولو او یا ژر ختمولو لپاره یې هم هیڅ اقدام نه دی کړی. موږ له امریکا او ټرمپ څخه نه ګیله لرو او نه مو زور ورسره رسیږي. موږ له خپلو مشرانو سره، چي د افغانستان خلکو ته مستقیم مسوولیت لري، حساب کوو. د افغانستان مظلومو، بېدفاع او بې رهبره مشرانو نه د جنګ پیل او نه یې دوام غوښتی دی. هغوی هره ورځ غواړي چي دا جنګ هر څونه چي ژر ختمېدلای سي ختم سي. خو له بده مرغه چي، چي د جنګ د ختمولو توان او صلاحیت له سیاسي مشرانو، قوماندانانو او جنګ سالارانو سره دی. د جنګ ختمول د هغوی په تاوان دی. د جنګ له ختمېدلو سره د هغوی پاچهي او غیرمشروع او ناروا امتیازات ختمیږي. تر هغه وخته چي دا مشران په قدرت کي وي جنګ به روان وي. ګاونډیان به مېلې او چړچې کوي او د ټرمپ لېونۍ تبصرې به خوله پر خوله ګرځي او د اخبارونو سرخط به وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply