پوه خلک باید ټاکنو ته چمتو واوسي

0 461

احسان الله ارینزی/

په دې اونۍ کې، د افغانستان د ولسمشریزه ټاکنو د بهیر یو مهم پړاو پیل کېدونکی دی. په دې پړاو کې به ښاغلي اتلس نوماندان په دوو میاشتو کې د غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، عامه رسنیو، ټولنیزه رسنیو، مېلمستیاوو او جرګو مرکو له لارې، له خپلو ټاکنیزه ټیمنو سره یو ځای، خپلې سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي موخې او تګلارې د افغانستان د خلکو مخې ته ږدي او په هغه وسایلو او امکاناتو به رڼا اچوي چې دوی هغه لوړو مقاصدو ته رسولی شي.

که څه هم چې د ولسواکۍ د کلونو د تېرو څو ټاکنو تور تاریخ، په ډاګه وایي چې نه دولت، نه سیاسیون، نه تنظیمونه، نه ګاونډیان، نه د ټاکنو کمېسیونونه او له بده مرغه نه د افغانستان ډېر خلک په رښتیانیو، عادلانه، سراسري، رڼو او قانوني ټاکنو باور لري او ټول د تیاتر د لوبغاړو په څېر، په درواغو نندارې جوړوي او د افغانستان د سترو ملي ګټو په ځای، په کمکیو قومی، تنظیمي، سمتي، ژبنیو، مذهبي او حتی استخباراتي ګټو او غلاوو پسې لالهانده دي؛ خو بیا هم ځینې خبرې شته چې باید له هغه هېوادپاله افغانانو سره مطرح شي چې لا تر اوسه د وطن د مور پړوني ته درناوی لري او ځانونه د ملي فرایضو په ځای کولو ملزم بولي.

 لومړنۍ پوښتنه دا ده چې آیا د ټاکنیزه کمپاینونو په درشل کې، کومو نوماندانو یا ټیمونو خپلې کړنلارې خپرې کړې دي؟ آیا دا ښاغلي په خپلو منځونو کې پوره فکري او ایدیالوژیکې یووالی لري؟ او که (هر کله بر خیال) یوازی د ټاکنو او ګټو له پاره په موقتی توګه سره یو ځای شوي!

که داسې وي؛ نو د هندې فلمونو په هکله هغه پخواني تبصره یو ځلې بیا سمه ښکاري چې په هند کې لومړی فلم جوړېږي، بیا سناریو لیکل کېږي!!

که چېرته یو ټیم لیکلې تګلاره ونه لري، د دې مانا به دا وي چې هر ځای یې چې زړه شو، د خلکو د خوښې له پاره به یو څه وایي! مشر به په هرات کې یوې خبرې ته یو ډول حل وړاندې کوي، لومړی مرستیال به په بامیانو کې بل څه وایی او دویم مرستیال به په پکتیا کې دا خبره اصلاً په ځای او منطقي نه بولي!

د افغانستان خلک باید یوازي همغه ټیمونو ته وخت ورکړي چې منظمې لیکل شوې تګلارې ولري او هلته دې هم ښه ځیر شي چې دا خلک له هغه پخوانیو سره څه توپیر لري؟ دوی راتلونکي افغانستان څنګه غواړي؟ آیا دوی د سترو بدلونونو پلان لري؟ که دا خبره سمه وي؛ نو بیا دې خلک دې ته وګوري چې دا نوماندان یا ټیم د دومره لویو بدلونونو او پرمختګ وړتیا او ظرفیت لري؟

خلک دې دا هم وګوري چې دا ټیم له دې خونړي بحران څخه د وطن د ایستلو له پاره څه پلان لري؟ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ، سیاسي خپلواکي او اقتصادي پرمختګ په مانا پوهېږي؟ ملي بنسټونو لکه اردو، پولیس، امنیت، قضا، څارنوالۍ او نورو ته په درنه سترګه ګوري؟ د خپلواکه یا پیاوړي بهرني سیاست پوهه، واک او ځواک لري؟ د ګاونډیو په څلوېښت کلن خیانت پوهېږي؟ او داسې نورې سترې پوښتنې چې باید فکر پرې وشي!

او د افغانستان خلک باید د هر نوماند یا ټیم ذاتي شخصیت ته ځير شي چې دې کس په تېرو څلوېښتو کلونو کې څه کړي؟ لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي که نه؟ د پردیو د غلامۍ تاریخچه لري که یه؟ غل او خاین او غاصب دی؟ د کورنیو جګړو له اتلانو څخه شمیرل کیږی؟ په مذهبي افراطیت کې نوم لري؟ د افغانستان د سترو ملي ګټو په ځای د خپل ځان، کورنۍ، قوم، سمت، مذهب، تنظیم یا ګوند ګټو ته ترجیح ورکوي؟

که خلک په دې پوه شي چې دا نوماند یا ټیم همدا منفي صفات لري، باید نر غوندې ځواب ورکړي او ځانونه د دنیا او آخرت له شرم څخه وژغوري او هغه چا ته رایه ورکړي چې د دې رنځېدلي او بېوزله ولس ماته بیړۍ د ژغورنې ساحل ته رسولای شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply