وروستۍ چاودنې /عبدالباري جهاني

2 713

د تاند په ویبپاڼه کي مي سهار وختي د زړه دردوونکو پېښو رپوټونه ولوستل. د رواني جولای د میاشتي پر پنځه ویشتمه، د پنجشنبې په ورځ، د کابل ښار، یو ځل بیا، چاودنو ولړزاوه او د معمول سره سم تر هر چا یې بېګناه ملکي کسانو ته زیات تلفات واړول. یوه چاودونه د کانونو د وزارت د کارکوونکو پر موټر باندي وسوه. بله چاودنه، لږ وروسته، په همدې ځای کي وسوه او دریمه چاودنه هم د کابل په نهمه حوزه کي سوې ده. د خوګیانو په اولسوالي کي د واده پر موټر باندي د ماین په چاودنه کي ښځي او ماشومان وژل سوي دي. په همدغه وخت کي په تخار کي، د طالبانو په حملو کي، ۳۳ سیمه ایز پولیس وژل سوي دي. د ننګرهار په ولایت کي، د سورلیو پر یوه موټر باندي په حمله کي، د یوې کورنۍ دیارلس تنه وژل سوي دي. دا د یوې ورځي غمیزي دي.

په دې کي شک نسته چي دا پېښي نه لومړنۍ او نه به وروستۍ وي. حکومتي مقاماتو او منورینو به ، چي مایې عکس العملونه نه لوستي او نه مي اورېدلي دي، حتما دا حملې محکومي کړي، په کلکه غندلي او دا به یې د هیواد او اسلام د دښمنانو کار بللی وي. حقیقت هم دا دی چي په دې روانه غمیزه کي، چي پای یې هیچا ته نه معلومیږي، تر بل هر چا ملکي کسانو ته زیات تلفات او زیانونه رسېدلي دي. که څه هم چي عسکر او پولیس هم زموږ بچیان دي او د هر یوه له وژل کېدلو سره د کونډو او بې سرنوشتو یتیمانو شمېر زیاتیږی.

په دې وروستیو څه کم پنځه لسو کالو کي، چي دغه راز حملو او جنګونوزور اخیستی دی او د پای ته رسېدلو درک یې هم نه معلومیږي، د حملو مسوولین، د جنګ مسوولین او د امنیت د ساتلو مسوولین ټول معلوم دي. له بده مرغه چي زموږ د یوه ګرېوان ته هم لاس نه رسیږی او یا یې نه رسوو. حملې کیږی، غندل کیږي او سبا له بلي حملې سره او یا له حملې څخه لږوروسته ټولي پیښي، که هر څونه خونړي هم وي، بیرته هیریږي.

که دا لېونی او بې هدفه حملې د نړۍ په هر ځای کي سوي وای نو تر هري پيښي وروسته به یوه یا څو مسوولو کسانو له خپلو وظیفو څخه استعفاوي کړي او یا به، د بې کفایتی له امله، برطرفه سوي وای. په افغانستان کي، چي له بده مرغه، هیڅ کار یې پر بین المللی معیارونو برابر نه دی، تر اوسه پوري نه چا استعفی کړې او نه څوک برطرفه سوي دي.

دا پوښتنه هم چنداني څوک نه کوي چي اصلي مسوول څوک دی؟ که موږ په دې څه کم پنځه لسو کالو کي، په دونه اږوده غمیزه کي، چي ټول هیواد یې له بدخشانه تر کندهار او هرات پوري د غم پر کمبله کښېنولی دی، تر اوسه پوري اصلي مسوول نه وي پېژندلی نو تر موږ به ویده او بېکاره ملت نه وي. او که مسوول پېژنو او هیڅ نه وایو نو بیا خو یا ډېر بې انصافه او یا ډېر ډارن خلک یو. چي البته د ډار مفهوم زموږ له پنځه زره کلنو تاریخي افتخاراتو او له مېړنیو ډک تاریخ سره نه جوړیږي.

طالبان او داعش له جنګه لاس نه اخلي. له داعش سره ځکه خبري نه سي کېدلای چي هغه یوه بین المللي ټرویسټي ډله یا یوه بین المللي دسیسه ده او باید چي ټول هیواد یې په مقابل کي یو موټی سي او له خاوري یې وشړي. له طالب څخه، چي زموږ د هیواد اوسېدونکي  او پلرونه او نیکونه یې معلوم دي، موږ چاره نه لرو. که د هغوی نظام ورسره منو او که یې نه منو، خبرو کولو ته ځکه مجبور یو چي په زور یې له منځه نه سو وړلای. دا لاپه یوازي د ټرمپ په وس پوره ده چي وايی که وغواړي دا جنګ په یوه هفته کي ګټلای سي. دا پوښتنه هیچا ونه کړه چي ګټلای یې سې نو څه ته ګورې؟

د دې جنګ د ختمولو مسوولیت، په هره توګه چي کیږي، د افغانستان حکومت ته راجع کیږي. د افغانستان حکومت، د دې تباه کونکي جنګ د پیل کېدلو راهیسي، بیا تر اوسه پوري دا سي اقدام او عمل نه دی کړی چي سړی دي هغه صادقانه وبولي. د سولي د مسخره شورا له جوړېدلو څخه نیولې د سولي دپاره د دولت د وزارت تر جوړېدلو، چي ټوله له فاسدو عناصرو څخه تشکیل سوی او د جمهورریس له خوا د سولي دپاره د ارشدو مشاورینو تر ټاکل کېدلو پوري، چي د هیواد فاسد ترین عناصر ورته انتخاب سوي دي، ټول د دې شاهدي ورکوي چي حکومت سوله نه غواړي. ځکه چي د سولي د ټینګېدلو په صورت کي حتما قدرت له لاسه ورکوي او د داسي قدرت پرېښودل چي هره شپه او ورځ یې له امتیازاتو او ناروا مالي نعمتونو سره ملګرې وي لېونتوب دی.

زه نه وایم چي خلک دي د حکومت ګرېوان ته لاس واچوي او له هغوی څخه دي سوله وغواړي ځکه چي دا غوښتنه په هغه صورت کي کېدلای سي چي په هیواد کي د اوسني فاسد نظام په مقابل کي کوم اپوزیشن یا قوت موجود وي چي هغه له اوسني فاسد نظام څخه د بهترو اشخاصو څخه جوړ وي. له بده مرغه چي په اپوزیشن کي یو داسي انسان نسته چي سړی دي زړه ورپوري وتړي او د سبا او یا نن چاري دي وروسپارلای سي.

خو زه ګومان کوم چي موږ د باسوادو او منورو خلکو په حیث خپله وظیفه، په سمه او مناسبه طریقه سرته نه ده رسولې. که موږ ټول منورین او یا زیات منورین په یوه سلا په ملي او بین المللی مطبوعاتو کي یوه چیغه پورته کړو که نن نه وي سبا نتیجه ورکوي. خو موږ په فیسبوکونو کي د واه واه مشره! په نارو هم خپل ځانونه غولوو، هم د خلکو په سترګو کي خاوري شیندو او په دې توګه د هغو انسانانو او وطندارانو وینو او مړو ته سپکاوی کوو چي د دې بېرحمانه او لېوني جنګ قرباني سوي او نور به هم قرباني کیږي. په بهر کي اوسېدونکي افغانان خو د دې بېرحمانه اور له لمبو څخه بېغمه دي. هغوی ځکه څوک خپلو مسوولیتونو ته متوجه کولای نه سي چي نه د جنګ په دوام کي شخصي تاوان ویني او نه د سولي ګټه ورته رسیږي. خو په داخل کي اوسېدونکي کسان، به یوه ورځ نه یوه ورځ، حتما پکښي سوځي.

په بهر کي افغاني ټلوېزیونونه، ویب سایټونه، فیسبوکونه او اخبارونه د یوه بل پرضد په تبلیغاتو لیګا دي او منورینو مو د یوه بل غاړو ته لاسونه اچولي او د یوه بل په ښکنځلو او سپکولو یې زړونه نه سړیږي. نورو ثبوتونو ته هیڅ حاجت نسته. فقط د تېري شپې ټلوزیوني خپروني او د نن ورځي ویب سایټونه وګوری. د دې ملت دي خدای ملګری سي.

وما علینا الالبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

2 Comments
  1. Baryali Khalil says

    احساس مو لوړ دی

  2. Baryali Khalil says

    احساس مو لوړ دی خو پدي وطن کې همدا حال دی

Leave A Reply