د سفر نړیوال ریکارډ

0 454

د لندن ښار دوو اوسېدونکیو ایډم لیټون او د هغه ملګري کرس فلیټچر د ټاکل شوي ټرانسپورټ له لارې په ۲۴ ساعتونو کې نهو هېوادونو ښارونو ته سفر کړی او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
دې دواړو ملګرو له ۲۵ نه تر ۲۶ نومبر پورې د اورګاډي په وسېله له لندنه خپل سفر پیل کړ او وروسته امسټرډام بیا پاریس او بروکسل ته ورسېدل.
بروکسل ته له رسېدو وروسته په الوتکه کې برلين ته لاړل، له برلینه په بس کې پراګ ته لاړ او له هغې وروسته د یوې بلې الوتکې په وسېله براټسلاوا ته ورسېدل.
دې دواړو ملګرو د نړیوال ریکارډ جوړولو په موخه وینیا ته سفر وکړ او له هغه وروسته بډاپسټ ته ورسېدل چې د دوی اخري هدف هم ټاکل شوی و.
ایډم لیټون او کرس فلیټچر دا ټول مزل په په ۲۳ ساعتونو او ۵۰ دقیقو کې طی کړ او په دې سره یې خپل نومونو د نړۍ عجایبو کتاب ګنیز کې ثبت کړ.
ایډم وايي، له دې وړاندې یې په همدومره مهال کې تر ټولو ډېر هېوادونه هم لېدلي او په خبره یې په دې سفر له ډېرو ستونزو سره هم مخامخ شوی وو، خو بیا یې هم له دې سفره ډېر خوند واخيست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply