پي ټي ام: د کشمیر مسله کې به هېڅکله د پنجاب په غوښتنه د هند ضد لاریون ونه کړو

0 886

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړیو د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه چې د کشمیر مسله کې باید د هند پر ضد لاریون ته راووځي، په کلکه رد کړې ده.

د پاکستان حکومت تېره ورځ د خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان زیات شمېر مسوولینو ته لیک لېږلی چې باید د کشمیر مسلې غبرګون کې د هند حکومت پر ضد واټونو ته راووځي او د نوې ډیلي خلاف شعارونه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان پښتنو د حکومت دغه وړاندیز ته کلک غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې دوی به هېڅکله د کشمیر مسله کې د هند پر ضد د لاریون په هدف واټونو ته را ونه وځي.

دې منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړیو ته هم ورته یو لیک لېږل شوی دی، لیک کې غوښتنه شوې چې دغه حرکت باید د کشمیر په مسله غلی پاتې نه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو او خیبر پښتونخوا کې نورو مېښتو پښتنو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:

” هندوستان تېرو ۱۵ کلونو کې یوازې ۳۶۲ کشمیریان له منځه وړي دي، په  داسې حال کې چې د پنجاب حکومت له شلو کلونو راهېسې د پښتنو ۱۲۰۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي. هندوستان کشمیر کې ۱۰۰۰ کورنۍ نه دې بېځایه کړي دي، خو د پاکستان حکومت د پښتنو ۱۰۰،۰۰ کورنۍ بېځایه کړې دي. هند په کشمیر کې مارکېټ نه دی ویجاړ کړی، خو د پاکستان حکومت یوازې  وروستیو کلونو کې فاټا کې ۲۵ لوی مارکیټونه له منځه وړي دي. د هند استخباراتو کشمیریان نه دي برمته کړي، خو د آی اس آی وروستیو کلونو کې یوازې له شمالي  وزیرستان او خیبر پښتونخوا ۳۳۰۰ پښتانه ځوانان په یوه او بل ډول تري تم کړي  دي.”

اعلامیه کې د پاکستان حکومت تورن شوی چې حق غوښتونکي پښتانه مدني فعالین په نښه کوي او له منځه يې وړي، په  داسې حال کې چې هند یوازې پر هغوی اوبه پاشي.

اعلامیه کاږي:

” تېر پنځلس کاله به کشمیر کې ۵۰۰۰۰ مړي پیدا نه کړې، خو په شمالي وزیرستان، خیبر پښتونخوا او ځینو نورو پښتون مېشتو سیمو کې د ۵۰۰۰ پښتنو جسدونه موندل شوي دي. هند له کشمیر سره زور زیاتی نه دی کړی، خو پاکستاني حکومت په پښتنو اف شپاړس الوتکې وکارولې او کورونه يې ور ړنګ کړل.”

پښتنو د پاکستان حکومت ته پېغور ورکړی چې له هند دې زده کړي.

اعلامیه کې راغلي:

” د هند حکومت نه یوازې د کشمیریانو ښوونځی ړنګ نه کړ، بلکې د زده کړو زمینه يې ورته برابره کړه، خو پاکستان څه  وکړل؟ یوازې فاټا کې يې د پښتنو ۱۲۰۰ ښوونځي په بمونو  الوزولي دي. د هند حکومت د کشمیر ماشومان ښوونځی کې شاملوي چې هغوی ته وفادار پاتې شي، خو پاکستان څه کوي؟ پښتانه له ښوونځي محروموي او بیا ترې طالب او ترهګر جوړوي.”

د پاکستان د پارلماني غړي هم تازه ویلي چې  افغانستان کې سوله او امنیت نه شي زغملی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply