غازي امان الله خان او کوز پښتانه/سرلوڅ مرادزی

0 1,086

کوز پښتانه د بارکزیو له ځینو مشرانو ښه خاطره نه لري او وايی چې د تېر تاریخ سختو شېبو کې يي یوازې پریښي او جفا يي ورسره کړې، خو ددې پښتنې قبیلې په منځ کې غازي امان الله خان بیا هغه شخصیت دی چې کوز پښتانه يي په اړه داسې ګیلې او نېوکې نه لري او دوی سره يي دبرو پښتنو افغانانو د یووالي او یو موټیتوب لپاره هلې ځلې کړې دي.

لومړی سکانو او وروسته انګریزانو سره د پېښور ښار او د پښتنو سیمو د برخلیک په اړه غفلت او جفا، هغه نېوکه ده چې کوز پښتانه يي د بارکزومشرانو په تړاو لري او د غازي امان الله خان له سلطنت وروسته هم د دې قبیلې د نورو مشرانو او واکمنانو په اړه ورته انځور لېدل کیږي.

په دې غفلت کې د پېښور سردارانو چې وروسته په تاریخ کې د مصاحبانو په نوم هم یاد شوي، زیات لاس لرلی. سلطان محمد خان طلايي او د هغهنور وروڼه لکه یارمحمد خان، پیرمحمد خان او سید محمد خان تر نورو مخکې د پېښور او کوزو پښتنو په اړه لوبېدلي او د پېښور وروستی غمجنبرخلیک د دغو وروڼو د لنډ لید او ځانپالنې سره نږدې تړاو لري.

دغه وروڼو په تېره بیا سلطان محمد خان طلايي په ختیځ کې د سکانو او انګریزانو په وړاندې سستي او بې پروايي کړې او په لویدیځ، یانې کابل کېيي د خپل میرني ورور امیر دوست محمد خان سره چې هغه مهال د کابل واکمن او امیر وو، سخته نا ځواني کړې ده.

«ده، (سلطان محمد خان طلايی) یوازې پېښور او خپله کورنۍ غوښته. ده فکر کاوه چې سکان بری مومی نوځکه يي سکانو سره ځان وتړه. دا دحیرانیتا وړ نه ده چې د پېښور سردارانو دا ډول کارونه کول. ابوټ Abbott د هزاره په خاطراتو کې لیکلي دي چې پښتونخوا کې له سکانو څخه زیاتهله درانیو څخه کرکه کېده. ځکه پښتنو ته دوی معلوم شوي ول چې د قوم احساس ورسره نه وو. دوی یوازې د خپلې کورنۍ ښېګڼې غوښتي. سید احمدبرېلوي د دې لپاره مبارزه کوله چې وطن او سیمه د رنجیت سنګه له ظلم څخه ازاده کړی. دی(سلطان محمد طلايي، لیکونکي) له خپل کشر میرني وروردوست محمد خان سره جوړ نه وو او د دوی تر منځ پوره دښمني وه….. حقیقت دا دی د پېښور سرداران همیشه د سکانو سره ول چې له خپل کشرورور دوست محمد خان څخه مستقل پاتې شي او که وکولای شي د کابل له تخته يي راوپرځوي»(۱ )

ترسلطان محمد خان طلايي مخکې د هغه مشر ورور یارمحمد خان په ۱۸۲۹ کال د سید احمد شا برېلوي سره په جګړه کې ټپي شو چې وروستهنوموړی له دغه ټپونو ومړ او پرځای يي د چارو واګې سلطان محمد خان طلايي ته ورسېدې. فخر افغان پاچا خان لیکي«د هندوستان له هغه سر څخهسید احمد برېلوي او اسماعیل شهید په دوی یانې پښتنو ننګ او غیرت کوي او د سهکانو د مقابلې لپاره د پښتنو خاورې ته راځي. د هغه وختحکومت افغانستان لخوا(منظور يي د پېښور سرداران دی، لیکونکی) د ده سره مرسته ونه شوه بلکې د یارمحمد خان لخوا ورسره جګړه وشوه لکه څنګهچې د پښتو له دې زړې چاربیتې څرګندیږي:

روان شو یار محمد، سید اوباسي د پنجتاره

سید له بری ورکړې الهي پروردګاره »(۲ )

د پاموړ دا ده، سید احمد برېلوي د سکانو په وړاندې د پښتنو په ننګ او ملاتړ دریږي، خو د پېښور واکمن سرداران بیا د سهکانو پرځای د پښتنو دملاتړي برېلوي په وړاندې جنګیږي چې په پای کې داسې کړه وړه د سکهانو د لا پیاوړتیا او د هغو د وروستیو بریو لپاره لار اواروي!

پوهاند عبدالحی حبیبي هم په دې اړه لیکي«امیر بې له ځنډه ( امیر دوست محمد خان، لیکونکي) خپل ټول زامن په سیمو وټاکل، خو رنجیت سنګ دافغانستان له کورنیو شخړو ګټه واخیسته او ګرد پنجاب يي تر پېښوره ونیو. سردار سلطان محمد خان هم د بالا کوټ په جګړه کې سید احمد خانبرېلوي او مولوي اسماعیل په مشرۍ د مجاهدینو په شهادت او د پېښور په صوبه کې د خپل ورور یار محمد خان په مړینه کمزوری شوی وو، دا وېرههم وه چې رنجیت سنګ به په خیبیر یرغل وکړي، نو ځکه امیر دوست محمد خان د یوه لیک په مټ د هند د ګورنر جنرال لاردینتک څخه د پېښور د بیرتهنېولو په چار کې مرسته وغوښته او د باسول له لارې يي د شپیته زره لښکر سره د پېښور په لوري حرکت وکړ، خو سلطان محمد خان د امیر لښکر تارپه تار کړ او امیر بیرته ناکام له پېښوره خیبر او جلال اباد ته راستون شو. په دې توګه اشنغر تر کوهاټ او ټله د امیر ورور سلطان محمد خان ته پاتېشو.(۳)

د تاریخ لیکونکي په دې همغږي دي چې دغو سردارانو د ژمنۍ پلازمینې پېښور او په کابل کې د امیر دوست محمد خان د واکمنۍ په وړاندې نه یوازېد سکانو سره لاس یو کړی، بلکې وروسته يي د پېښور او کابل په اړه انګریزانو سره هم، ورته تګلار مخې ته بیولې ده.

فخر افغان پاچاخان پخپل کتاب، زما ژوند او جدو جهد، کې لیکي«کله چې پیرنګیانو د بونیر د نېولو په غرض په بونیر حمله وکړه او د سورکاوۍ غزا وه، نور خانان د پیرنګي ملګري ول او سیف الله خان بابا(د پاچاخان نیکه) د قام مرستې ته ورغی، دا رنګه زما غور نیکه عبیدالله خان بابا ازاد خیال،پیاوړی او منلی مشر وو چې د هغه وخت د درانو حاکم سلطان محمد خان طلايي د لاسه پهانسي شو« په پیاوړي ګومان عبید الله خان به هم دسکهانو سره د دښمنۍ په وجه پهانسی شوی وي، لیکونکی). د درانو حکومت په عیاشۍ، په خپل قوم د زور زیاتي، د کورني اختلافاتو او جنګونو پهوجه ختم شو او د دې نه وروسته د سکهانو حکومت راغی، درانو چې واورېدل سکهان راروان دي شپه په شپه کابل ته وتښتېدل او پښتانه يي سکهانوته پریښودل»(۴)

همدارنګه پاچا خان زیاتوي«د سکهانو نه پس د پیرنګیانو وار راغی. پیرنګی خو خپله د سمندر له غاړې راغلی وو، خو دا ورته معلومه وه چې دهندوستان د تاریخ ټولې حملې د قطب نه شوې دي او د خپل برتانوي هندوستان سلطنت ساتلو لپاره هغه د پښتنو خاورې ته راپوریوت چې پر هغه درو،لارو او سیندونو قبضه وکړي چې په کومو د بهر نه حملې شوې وی»(۵ )

شاشجاع هم لومړی سکانو او وروسته انګریزانو سره د کابل د نېولو په تمه، د پېښور برخلیک په اړه ورته ناوړه لوبې کړي.

غازي امان الله خان چې د پېښور د سردارانو پر ځای، د کابل د سردارانو سره تړاو لري او د امیر عبدالرحمان خان او افضل خان له لارې ييپښتلیک امیر دوست محمد خان ته رسیږي، یوازیني واکمن دی چې کوزو پښتنو کې ښاغلی او منلی یادیږي. د افغانستان په خپلواکۍ سره نوموړي نهیوازې په کوزو پښتنو، بلکې د لوی هند په ولسونو کې هم د خپلواکۍ سا ورپوو کړه. د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ چې افغان زلمیانو د غازي امانالله خان او محمود طرزي په لارښوونه پیل کړی وو، برتاوي هند ته لاره وکړه او هلته د انګریزانو په وړاندې د پښتنو او هنديانو د ویښتوب او پاڅونلامل شو.

«کله چې په ۱۹۱۹ کال فبرورۍ کې د خپلواکۍ اعلان کیږي او د همدي کال اپریل کې د برتانوي هند د برید کرښې په لورخوځښت ترسره کیږي، سره له دې چې د جګړې اعلان نه دی شوی او د دولتونو سفیران ( سردار عبدالرحمان خان ) په ډهلي او ( حافظ سیف الله خان ) په کابل کې استوګن دي، تر ټولو ړومبی د ازاد سرحد ( پښتونستان ) په اوږدو کې په زرګونو پښتانه وسلوال جګړې ته چمتو کیږي او مشران يي لکه حاجي ترنګ زی او د چکنورې ملا سیب د ډیورند له کوزي غاړې جلال اباد ته راځي. په محکوم پښتونستان کې د خدايي خدمتګارو د هغه مهال مشر فخر افغان پاچاخان په مشرۍ ملي احساسات راپاریږي. بلخوا پېښور کې ۳۲ کسیزه جرګګۍ د خپلو ۹۰۰ تنو ملګرو په ګډون د افغانستان د پوستې د چارواکي میرزا غلام حیدرخان پرشاوخوا راټولیږي او د مۍ میاشتې ترپایه په ټول پېښور کې د انګریز په ضد پآڅون کیږي. پښتني رضاکارو ډلو لخوا د افغانستان دولت اعلاميي او د غازي امان الله خان مکتوبونه د انګریزانو په پوځي چوڼیو کې لاس پلاس ګرځي او د جبهې شاته د انګریز پر ضد د یرغل لپاره چمتووالي نیول کیږي. حتی شجاع الملک د چترال د چارو پازوال د انګریز د دولت ګوډاګی ( انګریزانو نوموړي په کوشنیتوب کې چې ۱۲ کلن وو، د چترال په پازوالۍ ګمارلی وو ) هم د غازي امان الله خان له ولولو ډکو مکتوبونو څخه په خپلواکۍ میین شوی وو.

بلخوا د اپریل له نیمايي روسته، د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ انګازې په ټول هند کې له یوه سره تربل خپریږي. په لاهور کې خلک عمومي پاڅون کوي او د انګریزانو پر وسلوالو پولیسو یرغل وروړي. له ډهلې څخه تر لاهوره د اورګاډي پټلۍ تر هغه بنده پاتیږي چې پوځي حکومت اعلان او خلک ټکول کیږي(۶ )

د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ او په هغې کې د کوزو پښتنو ونډه، د سیمې د ټولو خپلواکۍ غوښتونکو ولسونو لپاره په یوه الهام بدلیږي. دا چې وروسته انګریزان اړوځي له هندوستان پښې سپکې کړي، د افغان خپلواکۍ غورځنګ څخه يي بې اغیزې نه شو ګڼلای.

غازي امان الله خان چې د ۱۹۲۸ کال د جون په ۲۳ مه، د ۱۲ اروپايي او اسیايي هېوادو د ۷ میاشتني سفر بیرته هېواد ته راستون شو، په کور دننه(لکه سقاویان او مجددي خېل) او له بهر(لکه انګریز جاسوس لارنس) د ده پر ضد پروپاګیند زور اخیستی وو. د دې پروپاګیند په سر سر کې لوی تور دا وو چې تګلار او کارونه يي اسلام سره په ټکر کې دي.

په دغه تبلیغ کې ې ثریا د اروپا د سفر پر مهال (ډسمبر۱۹۲۷- جون ۱۹۲۸) اخیېېدل چېښودل شي،څ مخ او سر ګرځي.

په همدې مهال د برو هېوادپالو افغانانو تر څنګ کوزه پښتونخوا کې هم د فخر افغان او نورو پښتنو مشرانو په مشرۍ، د غازي امان الله خان په ملاتړ پراخ غورځنګ رامنځته کیږي.

دوی په پېښور او شاوخوا سیې د چندو یا بسپنو له لارې پیسې او دارو درمل راټړل چې افغانستان ته یې یوسي. دی وايي چې د ډېښښونو سره سره د انګرېی نه پرېښودل چې افغانستان ته ولاړ شي.

«په پېښې نامتو دیۍ مبارز، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴)، هم د شاه امان الله خلاف دسیسو باندېړ لپاره یې دی.

د دې تر څنګټځېږړي نامتو پښتو ولسي شاعر او د امان الله خان خواخوږي ديني عالم، ملا عبدالسلام (۱۸۸۱-۱۹۷۴)، خپله نژدې ټوله شاعري د امان الله خان ملاتړ او د انګرېزانو مخالفت ته ځانګړېړې وه. د خلګو د پوهولو په لړې د ۱۹۲۸ې په میې، په پېښې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) د “پښتون” مجلې په لومړۍ ګڼېیورپ لباس” تر سرخط لاندې یو مضمون چاپ شو.

د عبدالحمیې لیېې ثریې د فساد پیکوښښ چې “د زمانې د رنګ نه نااشنا دي(۷ )

غازي امان الله خان سره د کوزو پښتنو مینه، د خپلواکۍ له غورځنګ او وروسته له نوموړي غازي ویاړلی ملاتړ، هغه څه دی چې د تېر تاریخ ناخوالو په هېرولو کې مرسته کولای شي.

ټینګ دې وي د لر او برافغان یووالی او پیوستون!

تل دې وي خپلواکي

ژوندۍ دې وي د غازي امان الله خان د وطنپالنې خاطرې!

اخځونه:

(۱ ) پښتانه (پټان)، لیکوال سراولف کارو، پښتو ژباړن شیرمحمد کریمي، (۴۶۷ مخ)

(۲ ) زما ژوند او جدوجهد، پاچاخانمخ)

(۴) د افغانستان لنډ تاریخ، پوهاند عبدالحی حبیبي(۳۰۶ مخ)

(۴) زما ژوند او جدو جهد، پاچا خان  مخ)

(۵) زما ژوند او جدو جهد، پاچا خانمخ)

(۶) معاصر افغانستان، د سردار اقبال عليشا لیکنه، لندن چاپ ۱۹۳۸

(۷) د امان الله خان  د واکمنۍ او جلاوطنۍ په اړه نوې څېړنې او موندنې، ډاکټر داود BBC

د ۲۰۱۹ کال د اګست ۵ مه

سرلوڅ مرادز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply