سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې

0 982

د باولیووډ سلطان خپلې نوې ملګرې ته د ګوتمۍ ډالۍ په ورکولو سره یو ځل بیا د خبرونو سرټکی شوی دی او د دې تر څنګ د هغه ۲۵ کلنه پخوانۍ پېښه یو ځل بیا را تازه شوه.

له ننه ۲۵ کله مخکې په ۱۹۹۴ مېلادي کال کې د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان خان او د دې سېنما پخوانۍ مشهورې ستورې سنګیتا بجلاني د واده پرېکړه دې حد ته رسېدلې وه چې کارتونه یې هم چاپ شول.

د دې جوړې په واده د سلمان خان پلار سلیم خان او د هغه مور هم په دې واده ډېر زیات خوښ وو او د واده بلنلیکونه هم چاپ شوي وو، خو په دې مهال کې یو ځل سنګیتا بجلاني پر سلمان خان د بې‌وفا تور پورې کړ او له هغه سره یې د واده انکار وکړ.

بجلاني سلمان‌ خان په دې تورن کړ چې پاکستانۍ نژادې بالیووډ اداکارې سومي علي سره د مینې اړیکې لري، په همدې اړه یې ورته د بې‌وفا خطاب وکړ او وروسته مالومه هم شوه چې د بجلاني تور رښتیا و.

سنګیتا بجلاني هغه وخت وویل، له سلمان ‌خان سره واده کول څه چې په وینا یې په ملګرتیا کولو هم نه ارزي او له دې پېښې وروسته سلمان خان له هيڅ نجلۍ سره د مینې تار نه و غځولی.

خو اوس به وخت مالومه کړي چې سلمان خان له خپلې نوې ملګرې لولیا وانتر سره د هغه د واده ډول غږول کېږي او که نه‌.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply