په شرعي نصوصو کي د جبر او اختیار مسله

0 888

زبیر افغان/

د جبر او اختیار په اړه یوازي شرعي نصوص بحث نه کوي، بلکي د مذهب له دایرې دباندي فلاسفه وو هم بحث پر کړی دی. مسله له پخوا څخه ډېره جنجالي ده، خو کله چي د مذهب په نصوصو کي په دې اړه ظاهرا متفاوت نصوص راځي او له دې څخه بیا ځيني داسي کسان د خپل لید له مخې تعبیر وکړي چي یوازي او یوازي په الفاظو پسي مښلي نور نه معقولیت ته ګوري او نه منطقیت ته، نو خبره نوره هم جنجالي او ډېره پسي ورانه سي.

دا مسله باید په پوره دقت روښانه سي او ټول هغه شرعي نصوص يې په اړه وپلټل سي چي له دې موضوع سره اړه لري او داسي یو تعبیر يې وړاندي سي چي خلګ پکي ورک نه سي، دونیوي ژوند کي د ستونزو سبب نه سي، نصوص تر خپل منځ سره ټکر نه سي او د خلګو د لا بې لارۍ سبب نه سي.

دې مسلې له ډېری کسانو سخت لټان جوړ کړي دي، دوی ته چي کله د انساني هڅو خبره ور یاده کړې نو وايي؛ خدای چي څه لیکلي وي هغه کېږي! په داسي حال کي چي نه يې د خدای مطلب درک کړی دی او نه د دونیاوي ژوند په اصولو پوه سوي دي. څوک چي نه دین فهمولای سي او نه د ژوند اصول، نو په دې خدای ملامت دی؟ زموږ مشکل دا دی چي د خدای مسوولیتونه خلګو په خپل لاس کي اخیستي دي او خپله وظیفه يې خدای ته ایله کړې ده. موږ ته باید زموږ دونیاوي کارونه خدای را جوړ کړي او موږ به د خدای دین ورته ساتو! دلته مو ټول کارونه د خدای د ارادې برخلاف کړي دي.

انسان ته په ژوند کي دا مهمه ده چي خپل مسوولیتونه مالوم کړي، هغه څه چي د بشر په وس کي وي د هغو په اړه خپلې هڅې دوامداره کړي، په دې هم باید پوه سي چي دلته هيڅ شی هم په معجزانه توګه نه بدلېږي، بلکي د هر بدلون او تغییر تر شا ځيني لاملونه دي چي له انساني اعمالو سره رابطه لري. موږ باید په هيڅ صورت له خپله مسوولیته تيښته ونه کړو، دا بې همتي ده چي انسان تر وس لاندي کار د خدای پر تقدیر ور اړوي او بس ټوله مسله په دې خلاصه کړي چي همدا مو نصیب وو. دلته نصیب څه مانا لري؟ همدا مو د خپلو کمزورو او نه هڅو نتیجه وه. ولي د خپلو کړنو په اړه خدای تر سوال لاندي راولو او ولي د خپل عمل ملامتیا پر بل مخلوق ور اړوو؟ دلته موږ نه یوازي دا چي له خدای سره ظلم کوو، بلکي له خپل ځان سره هم ظلم کوو او تر دې بله بدتره يې دا هم ده چي ټول ځمکني واقعیتونه پټوو او هر وخت هم خپل ځان او مو ایینده نسلونه په خیالي دونیا کي پرېږدو چي دا موږ ته د بدې ایینده او تر دې لا هم د خراب اخرت زیری را کوي، ځکه څوک چي په خپل لاس د دونیا په شته امکاناتو دونیا نه سي رغولای نو هغه به د اخرت د سترو نعمتونو تمه څنګه وکړي او هغه شرایط به يې څنګه پوره کړي؟

زه دلته د قران او حدیثو له ذخیرې په دې پوري مربوط ټول ایاتونه او احادیث نه را اخلم ځکه دا ټول مقاله نه سي ځایولای. یوازي به څو ظاهرا متعارض نصوص را نقل کړم او تر هغه وروسته به د هغو د تطبیق او په دې مسله پوري اړوند هغه دريځ روښانه کړم چي په دې اړه د نصوصو، مطالعې او مشاهدې له مخې ما خپل کړی دی.

د اختیار په اړه قراني ایاتونه:

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ (الکهف: ۲۹)

ژباړه: او ووایه چي حق ستا د رب له خوا دی، نو که د چا خوښه وي ایمان دي راوړي او که يې خوښه وي انکار دي وکړي.

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (الانفال: ۵۳)

ژباړه: دا له دې امله چي الله پر یوه قوم خپله کړې پيرزوینه نه ترې اخلي ان چي هغوی په خپل لاس تغییر ور نه کړي؛ او بېشکه الله اورېدونکی پوه دی.

إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ (الرعد: ۱۱)

ژباړه: بېشکه الله د یوه قوم حالت نه تغییروي ان چي هغوی يې په خپله تغییر نه کړي.

وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (39) وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى (40) ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى (41) وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى (النجم: ۳۹- ۴۲)

ژباړه: او انسان ته یوازي هغه څه دي چي ده يې کوښښ کړی وي او د خپلې هڅې پایله به ژر وګوري، بیا به ده ته پوره جزا ور کړل سي او د هر څه په اړه وروستۍ پریکړه ستا د رب له لوري کېږي.

دا او دې ته ورته ایاتونه په قران کریم کي نور هم سته. اما د نجم سورت کي دا تګلاره روښانه سوې ده چي انسان ته د هغه د هڅو پایله ور کول کېږي او د خپلو کړو اعمالو بدله به يې تل په برخه کوي. تر انساني هڅو او پلانو وروسته فیصله د هغو اصولو ده چي خدای له لوري ټاکل سوي دي او هغوی د انساني هڅو پر بنسټ منصفانه پريکړي کوي. موږ ګورو چي ویښ او خواریکښ ملتونه نه یوازي دا چي خپل ژوند جوړ کړي بلکي له نورو ملتونو سره هم د ژوند په سمون کي کومک کوي، اما لټ او بیده ملتونه نه ځان ته ښه سوکاله ژوند برابرولای سي او نه يې نورو ته خیر رسېږي. یو لور ته انسان هڅې وکړې او د ټاکلو اصولو له مخې يې پایله بریالۍ وه او بل طرف ته انسان لټي وکړه او نتیجه يې هم د هغه په زیان وه. ځکه دا نړۍ د داسبابو کور دی، کله چي څوک له اسبابو پورته کارونه غواړي نو یوازي د اوبو پر ځای به سراب ويني او څوک چي دلته هر څه په خپل لاس او امکاناتو غواړي وکړي او د دې لپاره تل هڅاند هم وي، نو موږ او دوی په ګډو هغه نړۍ وینو چي زموږ لپاره يې تصور هم ګران وو.

یو بل لنډ او ساده مثال به يې بیان کړم: یو څوک که له غره ځان ایله کړي نو پایله يې حتمي مرګ دی، ځکه دلته الهي اصول همداسي تعین سوي دي او که څوک له غره پر یوه لار کښته سي نو سالم او روغ به ځمکې ته ولاړ سي. یو کس د ښيښي کوپ یا ګیلاس را اخلي له ډبرې یې وهي، نتیجه ښکاره ده چي ماتېږي او که يې په کراره را واخلي په پتنوس کي يې کښېږدي جوړ روغ ګیلاس یا ګوپ به وي چي د چای یا اوبو لپاره به کار ځني اخلي.

یاني زموږ پر بشري اراده پورته بله هيڅه اراده داسي حاکمه نه ده چي موږ يې وچ یو کار ته مجبور کړي يو. که داسي وي نو بیا د جزا او سزا پريکړي بې عدالتي ده. که یو انسان په ماشوم یو ناسم کار په زور وکړي او بیا ماشوم ته سزا ور کوي نو ایا دا عدالت او انصاف دی؟ که انسان د الهي مقرراتو له مخې پر هر ښه او بد عمل مجبور وي نو بیا د جزا او سزا ور کول ځکه بې ګټې دي چي په دې یوه کار کي هم د انسان لاس په خپله اراده نه وو، بلکي ورته اړ ایستل سوی وو، نو سزا یا جزا ولي باید ور کول سي؟

بلکي دلته خدای ځيني اصول ټاکلي دي، هغوی د انسان د اعمالو له مخې هر ډول پريکړي کوي. مثلا: دوه کسه پر بام ولاړ دي، یو کس د ځينې(زینې) په وسیله ځمکې ته کښته کېږي او بل بیا ټوپ اخلي. ماشوم هم په دې پوهېږي چي لومړی به روغ کښته سي او دویم که مړ نه سي نو د بدن کوم غړی خو به يې حتمي ماتېږي. دا د هغو مقرارتو پریکړه ده چي په دې نړۍ کي خدای تعین کړي دي. له دې امله خدای ویلي دي چي هيڅ پاڼه د هغه له ارادې پرته نه رژېږي، یان د رژېدا لپاره لاملونه سته، کله چي هغه عامل رامنځته سي نو پاڼه په خپله لوېږي، دلته خدای پر هره پاڼه د لوېدو امر نه کوي، بلکي اصول دي چي خدای ټاکلي دي نو ځکه يې خدای ځان ته نسبت هم کوي.

د جبر په اړه ځيني ایاتونه:

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (التوبه: ۵۱)

ژباړه: ووایه موږ ته یوازي هغه څه رسېږي چي الله راته لیکلي وي، هغه زموږ مرسته کوونکی د ی او مومنان دي یوازي پر الله توکل وکړي.

(وَمَا تَشَاءُونَ إِلا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ [تکویر/ ۲۹] 

ژباړه:

په دې ايت کي له لیکلي څخه هماغه مقرارت هدف دي چي الله په دې دونیا کي وضع کړي دي او دا نظام د هغو اصولو له مخې روان دی. انسان ته په کار دي چي له دې اصولو سره ځان برابر کړي هغه څه وکړي چي په ګټه يې وي نه داسي کړنې چي زیان ورته لري، او نه دي هم د تقدیر و قضا له امله لاس تر زنې کښينې.

د قضا او قدر په اړه له ایمان سره سره پر دې حقیقت هم سترګې نه سو پټولای چي شریعت انساني واک یا اختیار محدود کړی نه دی او نه يې انسان مجبور کړی دی. قران کي د قدر په اړه راغلي:

وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ (الحجرات: ۲۱)

ژباړه: او له موږ سره د هر شي پریمانه خزانې دي او موږ هر شی په مالومه اندازه نازلوو.

نه پر هر شي تر پيدایښت یا وجود مخکي الهي علم له اختیار سره ټکر دی، قران وايي:

وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (الانعام: ۵۹)

ژباړه: او له ده د پټو کیلۍ دي چي یوازي دی علم پر لري، دی د وچې او سمندر په شیانو هم علم لري او هيڅ پاڼه نه لوېږي مګر دی پرې علم لري، نه د ځمکې په تاریکیو کي یوه دا نه سته او نه لوند یا وچ مګر په مبین کتاب(لیکلي) دي.

الله د یوه شي تر وجود مخکي پر هغه علم لري، د هر کار لپاره يې اندازه کړې ده او د دې اندازې لپاره يې خپل مقرارت ټاکلي دي، الله یو چا ته هر څه د هغه د هڅو او بریالیو پلانونو په مټ ور کوي چي همدا يې تقدیر دی. د تاریخ په کتابونو کي راغلي چي عمر فاروق رض شام ته روان وو چي د وبا خبر ورته راغی. هغه تر مشورې وروسته پریکړه وکړه چي شام ته به نه ځي او بیرته به ګرزي. یو چا پوښتنه ترې وکړه چي ته د الله له قضا تښتې؟ ده ورته وویل: موږ د الله له تقدیره د الله تقدیر ته تښتو. هدف يې دا وو چي د الهي مقراراتو له مخې که هر څوک د مرض په ځای کي پاته سي نو هغوی ته میکروب سرایت کوي او ناروغ به سي او که څوک له دې ځایه ځان وساتي نو خوندي به سي، دواړه د الله اصول دي، نو موږ يې له یوه اصله بل ته پنا وړو.(۱)

د قدر، تقدیر او قضا په اړه هم ځيني بحثونه سوي دي چي ایا دا درې الفاظ توپير سره لري کنه؟ څوک منفي نظر لري او څوک مثبت، اما زه دلته دې لفظي شخړو ته نه ځم. په دې مسله کي هدف باید روښانه سي چي خلګ يې له ستونزو سره مخ کړي او ډېر لوی ابهام پکي پروت دی.

زما په اند قدر و قضا له انساني اختیار سره تضاد نه لري. انسان په خپلو هڅو کي تل ازاد دی، مګر د هغه پر کړنو باندي راتلونکې نتیجې قدر او قضا ده چي انسان يې مخه نه سي ډب کولای. لکه چي وړاندي يې ما مثالونه بیان کړل. یو څوک د خپل تجارت لپاره ښه محاسبه کوي، هر څه په یوه نرخ اخلي او په لوړ يې پلوري، د هرې ورځې تغییر ته يې متوجې وي او پر خپل مال پام کوي، نو حتمي خبره ده چي ګټه به يې تر لاسه کړي، بل هم عیني تجارت کوي مګر د لومړي په شان يې چارو ته لازمه پاملرنه نه کوي، پایله به يې یوازي خساره وي. دا د هغه پر عمل مرتبه نتیجه ده چي په کتاب الله کي ورته تقدیر ویل سوي دي. دا نتیجې دلته د شته اصولو په مټ رامنځته کېږي او هيڅ چاره ترې نه سته. دلته یوه پوښتنه بله هم پيدا کېږي چي ایا الله د خپلو ټاکلو اصولو پابند دی او که يې مخالفت کوي؟

زه چي څومره په شرعي نصوصو کي مالومات لرم نو په دې اند یم چي الله د خپلو اصولو پابند دی. الله تعالی له خپلو ټاکلو اصولو مخالفت نه کوي اما د دې دا مطلب نه دی چي الله يې وس نه لري، بلکي وس يې لري اما هغه هم الهي اصول دي، اصل د وعدې یا ژمنې په شان دی چي هغه له خپلو وعدو نه پر شا کېږي.(فاطر: ۴۳)

الله تعالی څو واره یادونه کړې چي پخوانو قومونو ته د بد اعمالو سزا ور کول د هغه سنت دي او دا سنت هغه هيڅکله نه بدلوي، له دې په ډاګه مالومېږي چي د قران په اصطلاح کي تقدیر همدغه شی دی چي الله بل ځای په سنت ترې یادونه کړې ده. سنت پر ټاکلو اصولو باندي ولاړې تګلارې ته ویل کېږي چي الله تعالی يې د دې نظام د برحاله ساتلو لپاره کار ترې اخلي.

زما په اند خو د تقدیر او قضا او د اختیاز و ازادي ترمنځ منافات وجود نه لري او د جبر و اختیار په اړه ټول هغه مالومات چي ما تر لاسه کړي ول همدغه دي. یاني انسان په خپلو ټولو کړنو کي واک لري او د هغه پر عمل مرتبه نتیجه د هغه د عمل پایله ده چي د الهي مقراراتو له مخې حتما راتلونکې ده.

۲۰۱۸/ ۱۰/ ۳۰

۱)تاریخ طبرى، ج 4، ص 57، طبع دارالمعارف، شرح حوادث سال 17 هجرت؛ و شرح نهج البلاغه حدیدى، ج 8، ص 300.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply