د امریکا او طالبانو هوکړه او د انديښنې وړ ټکي

0 623

صادق ترابزی/

دا ښه خبره ده چې امریکا افغانستان کې پوځي حضور ختموي او طالبان له جګړې لاس اخلي او سوله کوي، افغانان اتلس کاله کیږي د داسې یوې ورځې په ارمان دي، خو چې له طالبانو سره په هوکړه جګړه بس شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې دا شته چې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کوي او که اړتیا شوه جګړه به هم ورسره کوي، بیا د دې هوکړې یوې بلې برخه کې له دې برخې جلا راغلي چې له سولې وروسته به امریکا، افغان ځواکونه او طالبان له داعش سره ګډه جګړه کوي.

یانې دا چې له طالبانو سره د هوکړې وروسته به د داعش پروژه پياوړې کیږي او د طالبانو ځای به داعش ته پاتې کیږي، د طالبانو هغه وسله والې ډلې چې نه شي کولی له ټوپک پرته ژوند وکړي داعش ډلې سره ځینې ممکن او ځینې ډلې حتما یو ځای شي.

اوس چې د داعش فعالیت کم رنګه دی، یو لامل یې طالبان دي چې د دې ډلې د پراختیا مخه یې نیولې، خو که طالب وسله کيښوده، د دې ډلې پراختیا او فعالیت حتمي کیدلی شي.

هوکړه کې بله خبره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ده، د طالبانو لپاره اسلامي امارت لیکل شوی خو د افغان حکومت لپاره د دې پر ځای چې اسلامي جمهوري دولت ولیکلي، مقابل لوری یې ورته لیکلی دی، یانې چه؟

نهه میاشتې وړاندې چې د امریکا او طالبانو خبرې پيل کیدلې، داسې ژمنه امریکا کړې وه چې افغان حکومت به خبرو کې شریک وي او هوکړه به ورسره شریک کیږي، اوس چې هوکړه شوې، افغان حکومت سره شریکه شوې، خو ویل کیږي چې دا وروستۍ پریکړه ده او افغان حکومت پکې ملاحظات نه شي ورکولي.

خو حکومت خپل وړاندیزونه او اندیښنې له امریکا سره شریکې کړې، تېره شپه یې د ناټو غړو هېوادونو استازي ارګ ته ورغوښتي و او د دې هوکړې جزیات یې ورسره شریک کړي، په داسې حال کې چې له ولسمشر غوښتنه شوې وه چې دا به له چا سره نه شریکوي.

د طالبانو اتلس کلنه مبارزه
طالبانو نولس کاله وړاندې د یو اسامه لپاره خپله واکمني قربان کړه او حاضر نه و چې یو میلمه امریکا ته وسپاري، د یو اسامه په بدل کې یې سلګونه زره افغانان قرباني کړل او افغانستان یې کلونه شاته پريښود.
اوس دا ډله (طالبان) له همغې ډلې (القاعده) سره اړیکې پریکوي او د اړتیا په وخت کې جګړه هم ورسره کوي چې پر سر یې زیاتې قربانۍ افغانانو ورکړې.

طالبانو کلونه افغان حکومت سره جګړه وکړه، له افغان ځواکونو سره یې جګړه وکړله چې د امریکا مزدوران دي او د جګړې امکانات له امریکا اخلي، خو اوس یې له امریکا سره هوکړه کې منلې چې امکانات به د امریکا وي او هغه ډلې به له منځه وړي چې د امریکا او سیمې لپاره ګواښ وي، یانې چه؟

په هر صورت که د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته اوربند کیږي، بین الافغاني خبرې کیږي او د دې ټولو په پایله کې جګړه پای ته رسیږي، په هر قیمت د منلو ده، خو که د امریکا او طالبانو له ډيل وروسته بیا داعش ډلې ته امریکا امکانات برابروي او د خپلو ګټو لپاره یې افغانستان کې جنګوي، یا له طالبانو سره د سولې وروسته جګړه دوام پيدا کوي، نو دا سوله هیڅ مانا نه لري، ځکه دا سوله افغانان ارمان ته او سوکالۍ ته نه شي رسولی.

یوه اندیښنه همدا ده چې د طالبانو ځینې وسله والو ځان ته دومره کار کتلی چې یوه ورځ هم بې وسلې نه شي ګرځیدلی او وسله د خپل ځان ساتلو او پيسو پیدا کولو یواځینۍ وسیله بولي، نو ممکن زیات وسله وال د طالبانو بیرغ کیږدي او بل بیرغ پورته کړي.

ځکه دا ډلې وسلې لري، امکانات لري، د فعالیت ساحه لري، جنګیالي لري، یواځې د یو افغان دښمنه هېواد ملاتړ پیدا کوي او د دې لپاره ډير هېوادونه لیواله دي چې کار وکړي.

په پای کې وایم، هیله ده زما انديښنې بې ځایه وي او په دې روان وضعیت سره افغانستان ثبات ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply