ولسمشر غني اقتصادي او فکري خپلواکي هڅوي

0 1,029

محمد بشیر یوسفزوی-

ولسمشر غني سیاسيو اقتصادي او فکري خپلواکي سره تړلې بولي او په همدې خاطر د سیاسي خپلواکۍ د ساتنې او پالنې لپاره اقتصادي او فکري خپلواکۍ حتمي او ضروري بولي. هغه وایي چې که موږ غواړو په واقعي مانا خپلواک واوسو، نو باید په خپلو پښو ودرېږو، خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړو او نورو ته د ګدایي لاس ونه غځوو.

په همدې خاطر په تېرو پنځو کالو کې نوموړي د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بیساینې او د اقتصادي ستونزو د حل په موخه هر اړخیزې هڅې وکړې. د منځنۍ اسیا او د سیمې هیوادونو سره یې د اقتصادي همکاریو تړونونه وکړل. ترانزیټ او زیربنا ته یې پاملرنه زیاته کړه. کورني عوایدو او د عوایدو منابع یې زیاتې کړې. داخلي او بهرني تاجران او پآنګوال یې پانګونې ته وهڅول.

موږ ولیدل چې په ډېرو بین المللي کنفرانسونو او غونډو کې یې په افغانستان کې د کار او پانګونې شته فرصتونه او اسانتیاوې هغوی ته تشریح کړل. نوموړي دا ټولې هڅې یوازې او یوازې د دې لپاره وکړې چې له یوې خوا افغانان په خپلو پښو ودرېږي. له اوسني ستونزمن مالي حالت څخه راووځي. خپلې اړتیاوې په کوردننه پوره کړي.

د ولسمشر غني موخه او هڅه داده چې افغانان یوازې له شعاري او نمایشي نمانځنې او خپلواکۍ څخه اصلي خپلواکۍ څخه خبر کړي او دا ورته ووایي چې که اقتصادي خپلواکي ونه لري، نو نه به له ژونده خوند واخلي، نه به یې ژوند بې ستونزو وي او نه به هم نور ورته په هغسې عزت او درناوي قایل وي لکه چې ښایي.

په دې کې شک نشته چې د تېرو څلوېښتو کالو جګړو په افغانستان کې سیستمونه ویجاړ کړي او ورسره جوخت اقتصادي ماشین هم په ټپه ولاړ دی، مګر د دغه ماشین په حرکت راوستل ستونزمن دي، خو ناشوني نه دي او ښاغلي غني همدغه ستونزمن کار ته ملاتړلې او هغه ته یې څرخ ورکړی او غواړي چې په خپلو طرحو، برنامو او اقداماتو سره د اقتصادي ماشین دغه څرخ کرار کرار تېز کړي.

په افغانستان کې یې نه یوازې د پانګونې، بلکې سوداګرۍ زمینې هم زیاتې کړې دي، ځکه افغانستان دا مهال د کانونو، برېښنا، د اوبو د مهارولو، بندونو، کرنې او نورو برخو کې ډېر فرصتونه او زمینې لري او که خدای کول پر افغانستان دغه اوسنی تحمیل شوی جنګ ودرېده، نو هر څه به ورسره اسانه شي. ځکه له یوې خوا زموږ هیواد ګڼ منابع او فرصتونه لري او له بل لوري زموږ خلک هم زحمتکشه دي، هم کاریګر دي او هم په خپلواکۍ مئین دي، نو په دې خاطر دوی بل ته د لاس غځولو پرځای له کار کولو سره ډېره مینه لري او د دې لپاره یوازې او یوازې او سولې او سوله ییز محیط ته اړتیا لري، نو خدای دې په وطن سوله راولي، چې افغانان د سیاسي خپلواکۍ په څېر له اقتصادي او فکري خپلواکۍ څخه هم برخمن شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply