برېښنايي نېکر

0 988

د منډې وهلو پر مهال د هر یو پښې کمزوري پیدا کوي، خو په امریکا کې انجینیران داسې برېښنايي نېکر جوړ کړی د تګ، منډې وهلو او پر لوړه د ختلو پر مهال پښو ته قوت بښي.
په اوماها کې د نبراسکا پوهنتون انجینیر فلپ ميلکم او د هغه ملګري وايي، دا برېښنايي نېکر د عادي تګ پر مهال نهه سلنه او د منډې پر مهال څلور سلنه مرسته کوي.
که څه هم مخکې دا ډول نېکرونه جوړ شوي وو چې له منډه وهونکیو سره به یې مرسته کوله، خو دا لومړی ځل دی چې د نوې ټکنالوژي په مرسته جوړ شوی.
فلپ ميلکم وايي، دا ډول نېکرونه د سپورټ‌مینانو تر څنګ د اور وژنې له ډلې او عسکرو سره د جګړې پر مهال ښه مرستندویه ثابتېدلای شي.
دا نېکر پنځه کېلو ګرامه وزن لري او د منډې پر مهال له دواړو ورنونو او د ملا له تیر تړل کېږي چې د یوې ځانګړې پټۍ په مرسته د تګ پر مهال پښو ته توانايي ورکوي.
په دې روبوټیک نېکر کې یو سېنسر لګول شوی او اتومات په خپله مالومات تر لاسه کوي چې د دې نېکر اغوستونکی اوس منډه وهي او که عادي تګ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply