هغه پاکستانۍ پېغله چې هندی زړه ورته پیوند شوی

151

په ۲۰۱۲ کال کې عایشه رشید اوه کلنه وه چې مور او پلار یې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو بد خبر تر لاسه کړ. د عایشې لپاره ساه اېستل، تګ او خبرې ستونزمنې وې.

هغې د زړه د عضلو ناروغي (cardiomyopathy) درلوده. په دې ناروغۍ کې زړه د دې توان نلري چې رګونو ته په کافي اندازه وینه ولېږدوي.

د هغې مور، صنوبر رشید هغه وخت وریادوي، او زیاتوي، “د هغې زړه ۲۵٪ له کاره لوېدلی و او حالت یې خراب شوی و.”

د عایشې ناروغي د دې لامل شوه چې کورنۍ یې هوډ وکړي، د پاکستان له پولو هاخوا د هند په لور له هیلو ډک سفر ته ملا وتړي.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې د هند تر وېش وروسته له یو بل سره دښمني پالي.

عایشې ته، چې اوس ۱۹ کلنه پېغله ده، په دې وروستیو کې په چنای (پخوانی مدراس) کې د نوي زړه د پيوند بریالي عملیات وشول. عایشه دا د یوې “اوږدې مبارزې” پایله بولي.

د رشید کورنۍ له بي بي سي سره په کراچۍ کې د دوی له کوره زرګونه کیلومتره لېرې د چنای په یوه روغتون کې خبرې کولې. د چنای د MGM په نامه روغتون د دوی لور ته نوی ژوند ورکړ.

د درملنې په لټه کې

د عایشې د ناروغۍ تر تشخیص وروسته، د هغې کورنۍ څو کاله په پاکستان کې د زړه درملنې متخصصین او پرمختللې درملنې لټولې.

د عایشې مور صنوبر رشید وايي: “پاکستاني ډاکټرانو ورته ویلي وو، د زړه سوری یې غټ شوی او جراحي ته اړتیا لري.” دوی موږ ته وویل، د مناسبې درملنې لپاره باید هند یا کاناډا ته لاړ شو.”

دوی تر پراخو څېړنو وروسته، وموندله، غوره ځای د هند په چنای ښار کې و، چې په هند کې د زړه د لېږد تر ټولو پرمختللی مرکز دی. چنای ښار، چې د تامیل ناډو ایالت مرکز دی، د بدن غړو د ورکړې فعال پروګرام لري.

د دوی لپاره دا ستونزمنه وه چې هند ته د سفر لپاره ویزه ترلاسه کړي او په لومړي ځل د دوی غوښتنلیک رد شو. د ویزو د ترلاسه کولو د سختو شرایطو له امله، د هند او پاکستان وګړي په سختۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ سفر کوي.

په ورته وخت کې د عایشې حالت ورځ تر بلې خرابېده.

روغتیا

د عکس سرچینه،DR K R BALAKRISHNAN

په ۲۰۱۹ کې، دویم ځل د بېړنۍ ویزې غوښتنلیک ومنل شو او دا کورنۍ په پای کې بریالۍ شوه، چې چنای ته خپل لومړی سفر وکړي او د زړه ناروغۍ ډاکټر بالاکرشنن وګوري. هغه په جي اېم جي روغتون کې متخصص ډاکټر و او په هند کې یو له غوره ډاکټرانو شمېرل کېده.

د زړه درېدل

کله چې عایشه او مور یې چنای ته ورسېدل، د عایشه‎ې حالت خراب شو. مېرمن رشید وايي، ” پر عایشې د زړه حمله راغله او د ژوند او مرګ په درشل کې وه.”

هغه وايي، د عایشې زړه یوازې ۱۰ سلنه کار کاوه.

ډاکټر بالاکرشنن وايي: “په لومړي ځل مې چې ولیده، زړه یې کار پرېښود او موږ اړ شو چې هغه بېرته ویښه کړو.”

بېړني طبي ټیم د عایشې زړه ته موقتي پمپ ورکړ او بیا د وینټریکولر وسیلې (د وینې جریان کې د مرستې لپاره الیکټرو میخانیکي وسیله) سره ونښلول شو.

عایشه وروسته کراچۍ ته ستنه شوه او د اوږدمهاله رغېدو په انتظار وه، خو د هغې ضعیف بدن له انتاناتو او ناروغیو سره د مقابلې توان نه درلود.

د وضعیت خرابېدل

روغتیا

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

ډاکټر بالاکرشنن، چې د عایشې له ډاکټرانو سره په تماس کې و، وايي: “په پاکستان کې د عایشې په زړه کې د نصب شوې الې د څارنې لپاره هېڅ وسیله نه وه. د دوو کلونو په موده کې، هغه له مختلفو مکروبونو سره مخ شوه او په دوامداره توګه په روغتون کې بستر وه. هغه د دې مودې نیمایي بې هوښه وه.”

د عایشې ډاکټرانو ویلي، د هغې د ژغورلو یوازینۍ لار، د نوي زړه پیوندول دي.

د هغې مور په وېرې او نهیلۍ هره ورځ د مرستې ترلاسه کولو په موخه د چنای روغتون ته زنګ واهه.

مېرمن رشيد وايي، “په پاکستان کې د زړه جراحي ترسره کېږي، خو د زړه د پیوند جراحي نه ترسره کېږي. موږ د دومره درانه او قیمتي عملیاتو مالي توان هم نه درلود.”

په هند کې د زړه د پیوند لګښت لپاره تر ۴۲ زره ډالرو ته اړتیا ده.

د عایشې مور په مسکا سره وايي: “ما د چنای روغتون ډاکټرانو ته زنګ وواهه او ورته ومې ویل موږ دومره پیسې نه لرو چې د زړه د لېږد عملیاتو لګښت پوره کړو. دوی یوازې وویل، هغه دلته راولئ، نور پاتې کارونه موږ ته پریږدئ.”

او بالاخره، د زړه بسپنه ورکوونکي موندلو لپاره تر لس میاشتو انتظار وروسته، د عایشې کورنۍ ښه خبر ترلاسه کړ. د ډیلي د یوه ۶۲ کلن بسپنه ورکوونکي زړه عایشه ته د لېږد لپاره چمتو شوی و.

دوی وايي دا زموږ د کورنۍ لپاره د خوښۍ او راحت یوه ځانګړې شیبه وه.

“تر ټولو په زړه پوری شېبه”

روغتیا

د عکس سرچینه،MGM HOSPITALS

د زړه پیوند جراحي کې د ناروغ زړه لېرې کول او د ناروغ په سینه کې د مرسته شوي زړه ځای په ځای کول شامل دي. دا چاره له څلورو څخه تر شپږو ساعتونو وخت نیسي. په دې موده کې ناروغ له مصنوعي زړه او تنفسي ماشین سره وصل وي، چې د زړه او سږو کار کوي او بدن ته اکسیجن رسوي.

په هند کې د غړو پیوند د اصولو له مخې، مرسته شوی غړی یوازې هغه وخت بهرنیانو ته ورکول کېدای شي چې په هند کې هېڅ ناروغ ورته اړتیا ونه لري.

ډاکټر بالاکرشنن وايي: “موږ بسپنه راکړل شوی زړه ومانه، که څه هم دا د عمر او اندازې له مخې مناسب نه و، خو دا د عایشې ژوند د ژغورلو لپاره یوازینۍ لار وه.”

د زړه پیوند د وخت په پام کې نیولو له مخې یو له خورا حساسو عملیاتو څخه دی.

د بسپنه ورکوونکي له بدن څخه تر دوه ساعته وروسته، د لېږدول شوي زړه د نه منلو خطر په اخیستونکي کې ډېرېږي.

د MGM روغتون یو مدیر ډاکټر سریش راو وايي، “روغتون ته د زړه په رسېدو کې شاوخوا پنځه ساعته وخت تېر شو او موږ ډاډه نه وو چې عملیات به بریالي وي.”

هغه وايي، موږ په پایله کې “تر ټولو په زړه پورې شېبې” ته ورسېدو او په لومړي ځل د عایشې د نوي زړه د ټکانونو شاهدان وو.

راتلونکې هیلې

اوس عایشه په MGM روغتون کې د بیا رغېدو په حال کې ده. هغه د خپلې مور تر څنګ ارامه ناسته ده په داسې حال کې چې له نورو ناروغیو د خوندیتوب لپاره یې ماسک اغوستی دی.

له ډېرو اندېښنو سره سره، د هغې بدن له نوي زړه سره عکس العمل نه دی ښوولی.

هغه، چې تر جراحي وروسته باید ډېرې خبرې ونه کړي، په نرمۍ سره وايي: “زه تر عملیاتو وروسته ښه احساس کوم.”

“اوس زه په اسانه تګ ګوم. لهه عملیاتو مخکې مې نشو کولای چې سمه ساه واخلم او یا حرکت وکړم، لکه څنګه چې اوس یم.”

دغه پېغله به په دوو میاشتو کې بېرته په کراچۍ کې خپل کور ته ستنه شي او وايي د خپل راتلونکي ژوند په اړه د خوښۍ احساس کوي.

هغه وايي: “زه غواړم زدکړې وکړم.” زه غواړم د جامو او فیشن ډیزاینره شم.” هغې د هند له حکومته مننه کړې چې د درملنې زمینه یې ورته برابره کړې.

عایشه وايي: “زه د پاکستان او هند تر منځ هېڅ توپیر نه وینم. هر څه ورته دي. ما داسې احساس نه کاوه چې زه په بل هېواد کې یم.”

روغتیا

د عکس سرچینه،AYESHA RASHID

د عایشې د زړه د پیوند جراحي مالي لګښت په هند کې د ایشوریا خیریه موسسې ورکړی دی. دا انسټیټیوټ یوې مور جوړ کړی چې خپله لور یې د زړه ناورغۍ له امله له لاسه ورکړې وه.

ډاکټر بالاکرشنن وايي، طبي ټیم د عایشې د ژغورلو او د زړه پیوند عملیاتو لپاره د چمتووالي پرمهال له مختلفو طبي، ټولنیزو او مالي ننګونو سره مخ و.

د هند په ټولنیزو شبکو کې تبصرې وشوې او پاکستاني وګړو ته د طبي خدمتونو چمتو کولو پر وړاندې اعتراضونه وشول.

ډاکټر بالاکرشنن وايي: “زموږ په هېوادونو کې د شته واقعیتونو منل اسانه کار نه دی. د هېوادونو تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې دي، خو موږ هغه څه کوو، چې سم دي.”

هغه زیاتوي، “کله چې ناروغ موږ ته راځي، موږ دا پروا نه ساتو چې له کوم ځایه راغلی، موږ د یوه انسان په سترګه ورته ګورو چې پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.