د ژړا حيرانوونکي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

217

نږدې هر انسان د خپل ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له کبله اړ کېږي چې وژاړي. په یاد ولرئ، چې دا کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلکې یو طبیعي چاره ده. ژړا د خوښيو، خفګان او نورو عواملو پر وړاندي د انسان د بدن یو طبیعي غبرګون دی، چې ځینې ګټې هم لري. په دې لیکنه کې پر همدې ګټو خبرې شوي دي.

لومړی| سکون مومئ!

شاید تاسو ته عجیبه ښکاره شي؛ خو ژړا واقعا یو لوی نعمت دی. له ژړا وروسته چې انسان کوم سکون او آرامي مومي خورا قیمتي دي. روانپوهان آن په ځينو شرایطو کې خپلو ناروغانو ته د ژړا اجازه ورکوي او پرېږدي چې ناروغ یې آرامي حاصله کړي. آيا تاسو هم کله له ژړا وروسته سکون موندلای؟

دویم| دردونه مو آرامېږي!

یوې څېړنې ښودلې ده، چې د عاطفي اوښکو له څڅېدو سره سم په بدن کې اکسي توسین او اندورفین ترشح کېږي. دا دواړه مادې کولای شي بدن له عاطفي او جسمي دردونو خلاص کړي. که ژاړئ نو د دردونو دواړه ډولونه مو ختمېږي.

درېيم| فشار او سټریس له منځه وړي

سټریس او فشار له خطرناکو رواني اختلالاتو څخه ګڼل کېږي، چې کولای شي نورې رواني ستونزي هم وزېږوي. په داسې حال کې چې ځینې پوهان پر دې باور دي، چې ژړا د فشار په کنټرول کې ګټور ثابتېږي. د یادونې وړ ده، چې په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي.

څلورم| خوب مو راحت کېږي! 

په “۲۰۱۵ز” کال کې ترسره شوو څېړنو ثابته کړې ده، چې په ماشومانو کې ژړا د هغوی د ښه او آرام خوب سبب کېږي. البته دا لا نه ده ثابته شوې چې په لویانو کې هم دا خبره صدق کوي که نا؛ خو ځینو خلکو چې د شپې لخوا یې ژړلي وو، د ښه او آرام خوب درلودل تائيد کړي دي. ايا تاسو هم دا تجربه لرئ؟

پنځم| د تنفس لپاره ګټوره ده

په نوو زېږېدلو ماشومانو کې ژړا د هغوی د تنفس په ښه والي کې مرسته کوي. کله چې ماشوم د مور په رحم کې وي، اکسیجن د نامه له لارې ترلاسه کوي. خو وروسته له زېږون څخه ژړل له هغه سره مرسته کوي چې سږي یې فعال شي او د تنفس کولو نوې لاره زده کړي.

شپږم| د سترګو دید پیاوړی کوي

روغتياپالان پر دې باور دي، چې ژړا کولای شي د انسان د سترګو دید ښه او پیاوړی وساتي. البته دا کار د اوښکو له امله وي، ځکه چې اوښکې د انسان سترګې مرطوبې ساتي او دا د دید لپاره خورا ګټور بلل کېږي.

په یاد ولرئ!

دا ګټې هېڅکله په دې معنا نه دي، چې تاسو دې تل وژاړئ. له دې څخه موخه دا ده، چې کله ناکله ژړل ستاسو لپاره ډېرې ګټې لري. که کله ناهیلي یئ او یا هم له کومې بلې ستونزې سره مخ وئ او ژړل مو، نو مه خفه کېږئ. شاید ځينې ګټې یې هم در ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.