د ګوګل بل انقلاب

0 686

د نړۍ تر ټولو مشهور لټون ماشین ګوګل کمپنۍ پرته انټرنيټ یوازې محسوسېږي، ځکه دا کمپنۍ وخت ناوخت داسې اپليکېشنونه معرفي کوي چې د ژوند ډېرې ستونزمنې چارې ورسره اسانېږي.
اوس تازه دې کمپنۍ یو جادويي اپليکېشن معرفي کړی چې له انقلابه کم نه‌ دی، ځکه دا اپليکېشن د متن او انځور په برخه کې خورا ګټور ثابتېدای شي او ډېر سخت کارونه اسانوي.
که تاسې ته یو ملګری/ملګرې په انځوري بڼه یو متن در واستوي، مجبور یاست هغه متن بېرته ټایپ کړئ، څو په متن واوړي، خو د ګوګل د نوي اپليکېشن پر وړاندې کېدو سره اوس دا کیسه پخوانۍ ده.
ګوګل تازه د «ګوګل انځور» په نوم داسې اپليکېشن جوړ کړی چې په مرسته یې پر انځور لیکل شوی متن کاپي کوي او هر ځای چې وغواړئ په هماغه ځای کې یې پيسټ کولای شئ.
که تاسې غواړئ خپل ملګري/ملګرې ته پر انځوریز لیکل شوې منځپانګه د متن په بڼه واستوئ، کولای شئ، دا اپليکېشن انسټال کړئ او دې اپليکېشن د لينز له لارې متن لومړی انتخاب بیا کاپي او تر پيسټ کېدو وروسته واستوئ.
د دې اپليکېشن په مرسته هغه متن چې په نورو ژبو لیکل شوي وي، کولای شئ، په ګوګل انځور کې د خپلې خوښې ژبې ته هم وژباړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply