ښځو ته ناقص العقله او ناقص الدینه ويل؟

0 1,189

-مفتي عبدالولي

ښځو ته په مطلق يا عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه ويل؟

ښځو ته په مطلق يا عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه ويل؟

نبي صلی الله علیه وسلم ښځو ته په خطاب کې وفرمايل:

مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الْحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ

ما د ثابت قدم او قاطع سړي عقل لره بوتلونکې له تاسو څخه زياتې تېزې نه دي ليدلي سره له دې چې تاسو يو څه د عقل او يو څه د دين کمی هم لرئ.

قُلْنَ : وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟

ښځو وويل: زموږ د دين او عقل کمی څه دی ای د الله رسوله؟

قَالَ : أَلَيْسَ شَهَادَةُ الْمَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ ؟ قُلْنَ : بَلَى ، قَالَ فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا ، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ ؟ قُلْنَ : بَلَى ، قَالَ : فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا.

ويې فرمايل: ايا د ښځې شهادت د سړي د شهادت نيمايي نه دی؟ ښځو وويل: ولې نه. ويې وفرمايل: دا يې د عقل څه کمی شو. او ایا داسې نه ده چې کله حايضه شي، نو نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ ښځو وويل: ولې نه همداسې ده. نو ويې فرمايل: دغه يې د دين کمی دی.
په شهادت او بالخصوص د مالي معاملاتو په شهادت کې د ښځې ګواهي د بلې ښځې له ګواهۍ سره مله قبوله ده او دا په قرآن کې هم راغلي دي، الله فرمايي:
(وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنْ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى) البقرة/282 .
او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي.

نو په حديث کې چې ښځو ته د عقل او دين د کمي نسبت شوی دی هغه يواځې په دغو دوه مواردو کې شوی دی، يعنې په مالي معاملاتو کې يې ګواهي په هغه صورت کې قبوله ده چې بله ورسره مله وي، او د دې وجه هم الله تعالی بيان کړې ده چې که له يوې نه خبره هېره شي، نو بله به يې ورته ورياده کړي، دا ځکه چې ښځې عموماً د بازار او پېر و پلور معاملاتو ته نه حاضرېږي او کوم معاملات چې يواځې د ښځو پورې اړه لري په هغو کې يوازې د يوې ښځې ګواهي يا شهادت هم قبول دی، لکه د رضاع، حمل، حيض، بکارت، ولادت او داسې نور.
او يوازې په همدې مسله کې د بلې ښځې ملګرتيا ورته ضرور ده ګنې په روايت، رؤیت، تدريس او نورو کارونو کې د یوې ښځې بيان کافي دی.
نو په حديث کې د عقل او دين د کموالي بيان خاص دی او د دغو دوو مواردو وضاحت په حدیث کې شوی دی، عموم په کې نشته، لهذا ښځو ته په مطلق ډول او عمومي شکل ناقص العقله او ناقص الدينه ويل او بیا يې دين ته او نبي صلی الله عليه وسلم ته منسوبول ناسم کار دی او ظلم دی.

په دغه حديث کې دا نه دي ويل شوي چې ښځه ډاکټره، اديبه، انجينره او ساينس پوهه نشي جوړېدای، يا د شهادت له موضوع څخه علاوه په نورو ځايونو کې دا نیمګړې ده. نه داسې څه په حديث کې نشته.

یوه بله خبره چې په حدیث کې بيان شوې ده هغه د ښځو ذکاوت او تېز والی دی، يعنې ښځې ډېرې تېزې او هوښيارې دي چې د يو قاطع او دانا سړي پوهه او عقل هم لرې کولای شي او پر خپله لاره يې راوستلای شي.

ځينې جاهلان له دغه حدیث څخه د ناسم فهم په وجه ښځو ته په عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه وايي او په حديث کې ذکر شوي قيدونه ورسره نه ذکر کوي. دغه کسان په حقيقت کې د دين دښمنان دي چې د دين د بدنامۍ سبب جوړ شوي دي. د دې خو داسې مثال دی چې يو څوک د قرآن مجيد ايت ولا تقربوا الصلاة ووايي او خاموش شي، ورپسې حصه و انتم سکاری ونه وايي او بيا استدلال وکړي چې الله فرمايي لمانځه ته مه نږدې کېږئ، ن و دغه کس زياتی وکړ، نو همدغه شان دغه خلک چې د حديث اوله حصه راواخلي او ورسره وضاحت نه راخلي او د قيد په شکل کې يې نه بيانوي، نو دوی زياتی کوي او همدارنګه ځينې نور غرضيان چې له دين سره او يا د نبي صلی الله عليه وسلم له مبارکو حديثونو سره دښمني لري؛ هغوی بيا دغه ډول خبرې د دين په نوم نشروي او خلکو ته وايي چې ګورئ د بخاري په حدیث کې ښځو ته داسې داسې ويل شوي دي، نو دغه خلک هم تزوير کوي، اوبه خړوي او کبان نیسي، يعنې خپل مفاد لټوي.
دواړه ډلې پر غلطه روانې دي.
هدانا و هداهم الله إلى الصراط المستقيم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply