غني دا وار ولې د ډېرو انتخاب نه‌ دی؟

0 693

عبدالوافي نایبزی-

په افغانستان غوندې نسبي پرمخ‌تلونکي هېواد کې چې کابو نيم وطن له مافیا څخه خړوبېږي، سیسټم ته عیارول څه وړه خبره نه‌ ده، د ولسمشر غني څخه په تېر ټاکنیز بهیر کې هم دا تمه وه، چې دا به د حکومتدارۍ چارې سیسټم ته برابروي!

د یو لاس شاته تړل [د غني په وینا]، نا امني، کورنۍ امنیتي او اقتصادي مافیا، ګاونډیان او طالبان، هغه څه وو، چې دا يې خپلو پلانونو تطبیق ته پرې‌نه‌ښود او په لویه کچه ویلی شو، چې په نا امنۍ کې يې دومره بوخت وساته، چې د اقتصادي پلانونو ای، بي او سي طرحو هم کار ونه‌ کړ، خبره 180 درجې راتاوه شوه او د حکومت ټول فوکس په امنیت شو.

اوس:
داسې نه‌ ده، چې زه او ز ما په څېر زرګونه ځوانان د ولسمشر په غږ او څېره ميین یو، دا خو داسې ماډل هم نه‌ دی، چې موږ به ووایو، چې لباس، بوټونه او لاسي ساعت يې موږ ته بېخي ماډل دي، او تقلید به يې وکړو خو په لویه کچه خبره د وطن ده، د وطن د ګټو ده، خبره د ملي او دیني ارزښتونو ده.

زما په څېر نور ډېر ځوانان به ترې ډېرې ګيلې لري. موږ نه غوښتل، چې مافیا دې په دې حد کې پاتې شي، موږ نه غوښتل چې ځينې پخواني جنګسالاران دې لا پسې پياوړي شي، مو نه غوښتل، چې تحصيلي بهیر دې لا پسې دا سرسري وګڼل شي، موږ نه غوښتل، چې ځينې بې‌احساسه خارج‌مېشتي افغانان دې زموږ سرنوشت‌ټاکونکي واوسي، موږ نه غوښتل، چې مفسد چارواکي دې د زندانونو پر ځای د ده په تخرګ کې ځای ونيسي.

موږ ډېر څه نه‌غوښتل، او اوس يې هم نه‌غواړو، خو چاره څه ده؟

دا هغه څه دي، چې ډېر ځوانان او وطنوال ترې ناامېده دي، بل اړخ دا هم کېدای شي، چې د مافیا نسبي ځپل هم اسانه خبره نه‌ده، ډېری ځوانان همدې مافیايي بانډونو پورې تړلي دي، پر دوی اقتصادي سرچینې وچول، د غني د ملاتړ د پرېکون په مانا وو.

خو،
مقابل لوری، تکړه، وتلی او مطرح نوماند څوک دی؟ آیا زموږ دا پورته «غوښتنې» د هغه په وجود کې لاس‌ته راتلی شي؟ آیا د هغه ټیم حتا له موږ سره «افغانیت» کلمه هم زغملای شي؟

خبره ټولو ته مالومه ده، غني به يې دا وار هم وړي، له ده سره د «فکر» تر څنگ «بخت» هم ملگری دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply