ډېر ډالر چا ګټلي؟

0 752

د امریکا د فوربز په نوم یوې مجلې د هغه اداکارانو نوملړ خپور کړی دی چې سږ کال یې تر نورو ډېرې پیسې ګټلې دي.
په دې نوملړ کې د دې اداکارانو د سېنما عاید تر څنګ له اعلاناتو، شراکت او شخصي کاروباره د هغوی د ګټې په اړه مالومات خپاره شوي دي.
دې مجلې لیکلي، د سږ کال په لړ کې تر ټولو ډېرې ۵۶ ميلیونه امریکايي ډالره د هالیووډ سېنما وتلې ستورې سکارليټ جانسن ګټلي او نور یې شاته پرې ایښي دي، ځکه هغې د اوینجرز په نوم سیریال کې په زړه پورې اداکاري کړې ده.
د دې مجلې په دویم نمبر کې بله وتلې امریکايي اداکاره، ماډله او کامیډین صوفیه ورګارا د ۴۴٫۱ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړی دی.
د ریسي ودرسپون په نوم یوې بلې امریکايي اداکارې، پروډیوسرې او سوداګرې د ۳۵ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره د بډایه اداکارانو په درېیم نمبر کې راغلې ده.
اسټرالیايي ادارې د ۳۴ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره څلور او د جينیفر انسټن په نوم امریکايي اداکارې د ۲۸ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره پنځم مقام تر لاسه کړی دی.
همداسې کیلي کوکو، ایلزبت السن، مارګټ روبي، شارلیز تھرون او ایلن پومپیو په ترتیب سره ۲۵ ميلیونه، ۲۴ ميلیونه، ۲۳.۵ ميلیونه، ۲۳ ميلیونه او ۲۲ ميلیونه ډالره ګټلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply