د امریکا او طالبانو متضادې خبرې / نوید احمد څرک

0 712

اوس چې د امریکا او طالبانو د اوږدو بحثونو په اړه ویل کیږي چې دوه موضوعاتو باندې هوکړې ته رسیدلي، له افغانستان دبهرنیو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه امریکا ته نه ګواښ هغه موضوعات دي چې نهه میاشتې پرې نهه پړاوه خبرې وشوي.

اوس چې ویل کیږي امریکا او طالب پلاوي د هوکړې د متن په ترتیب لګیا دي، په اړه یې ضد و نقیض راپورونه شته، طالبان وايي، له امریکا سره هوکړې ته رسیدلي چې هیڅ بهرنۍ سرتېری به افغانستان کې نه وي او تر څو چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تضمین بشپړ نه شي، هیڅ ډول سوله نه کوي.

له دې سره یو ځای د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز بیا ویلي چې هیڅ امکان نه لري چې امریکا له افغانستان ډاډه شوې نه وي او د سرتېرو د ویستلو پلان تطبیق کړی، پنټاګون پر طالبانو باور نه لري چې ګنې خپلو ژمنو باندې ټینګ پاتې شي.

له دې سره یو ځای د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي، تر هغې چې افغانستان کې د ترهګرو ګواښ وي، تر هغې چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوګه شي، تر هغې چې سوله نه وي راغلې، بهرنیو سرتېرو وتل له افغانستان څخه د ماتې په مانا ده.

له دې خبرو دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې له طالبانو سره د هوکړې وروسته به یې هم ۸۶۰۰ سرتېري پاتې شي، هغه څرګندونې چې له طالبانو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي.

د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز مسله په خپل ځای دی، د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي هوکړه هم په خپل ځای ده چې له مخې یې افغان ځواکونو سره مرستې کیږي او د روزنې او سلا مشورې برخه کې ورسره همکاري کیږي.

تراوسه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي څه نه دي ویلي چې له طالبانو سره هوکړه یې په کومو شرایطو ده، ایا په رښتیا بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، ایا رښتیا هم واک طالبانو ته سپارل کیږي.

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ضد و نقیض راپورونه ښيي چې لا هم د دواړو پلاوو ترمنځ هوکړه کې جنجالونه شته چې حل شوي نه دي او دا خبرې به لا پسې اوږدې کړي چې یوې داسې هوکړې ته ورسیږي چې هم امریکا او هم طالبانو ته اوړو پوزه وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته بیا د افغان حکومت نوبت دی چې د سولې اصلي اړخ دی، دواړه لوري به خبرې کوي چې څنګه کیدلی شي جګړه ختمه او افغانان سوله کې ژوند وکړي.

که څه هم بین الافغاني خبرو ته د طالبانو چمتووالي کې ښکاري چې د پآکستان ګټې به رامخ ته کوي، خو افغان حکومت پوره چمتووالی نیولی چې اوسنی نظام به دوام کوي او داسې سوله به کوي چې افغانانو ته له جګړې په لوړ قیمت تمام نه شي.

د افغان حکومت هڅه به دا وي چې د سولې پروسې په هوکړې سره باید جګړه ختمه شي او هغه سوله چې جګړه نه ختموي په هیڅ بیه نه ارزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply