غني د سولې لپاره خنډ که وسیله؟ / جلال شمس

0 647

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې هم پیل شوې، خو تراوسه دواړه خواوې کومې نتېجې ته نه دې رسېدلي، امریکا او طالب په لومړيو پړاوونو کې په دې خبرو هوکړه کړې وه چې امریکا به خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي او دغه خاوره به د امریکا په خلاف نه استعمالېږي، خو یو مهمه برخه چې هغه د افغانستان د راتلونکي «د هېواد د واک» په اړه ده تر اوسه پورې دواړه خواوې کومې نتېجې ته نه دې رسېدلي.

وسله‌وال طالبان په دې فکر له امریکا سره د سولې خبرو ته کېناستل چې ګواکې امریکا به دوی ته د افغانستان واک ورکړي، خو اوس طالب په دې پوه شوی دی چې امریکا دا صلاحیت نه لري. واک ته د رسېدلو یواېنۍ لار د افغان ولس په خوښه ده، که چېرته امریکا دا صلاحیت درلود؛ نو ډېر مخکې به یې دا کار کړی و.

اوس را ځم اصلي موضوع ته، له ډېر وخت راهیسې د ځينې سیاستوالو له لوري په ولسمشر محمد اشرف غني دا نیوکه کېږي چې غني د سولې لپاره خنډ جوړ شوی، خو زه بیا په دې فکر یم چې غني د سولې نه، بلکې د امریکا او طالبانو د شومو اهدافو تر منځ خنډ دی، ځکه که د ولسمشر غني مقاومت نه وای؛ نو امریکا به د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د واک پر سر له طالبانو سره ډېر مخکې معامله کړی وای، ځکه طالب مستقل نه دی او اوس هم د افغانستان د دوښمنانو له خوا ورته پلان ورکول کېږي.

دا چې غني د سولې لپاره خنډ که وسیله ده، لنډه یادونه کوم چې غني په تېره پنځه کلنه دوره کې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړي چې په لاندې ترې په لنډ ډول یادونه کوم

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه.
په ۲۰۱۸ کال د اختر درې ورځې له طالبانو سره اوربند.
د هېواد په دننه کې ټول سياسي اقشار د سولې مذاکراتو په اړه یو فکر کول.
د سيمې او نړۍ په سطحه د یوې اجماع را منځ ته کول چې ژوندۍ بېلګه يې د اسلامي هېوادونو د کانفرانس او اسلامي نړۍ د مشرانو له لوري په افغانستان کې جنګ ناروا بلل و.
د ښه نیت او سولې ته د طالبانو د هڅولو په موخه سلګونه طالب بندیان خوشې کول.
طالبان د جنګ له میدانه د سولې مېز ته کېنول.
له دغو هڅو مالومېږي چې غني د سولې لپاره خنډ نه، بلکې یوه وسیله ده.
د اسلامي امارات د مشر ملا عمر له مرګه وروسته، دا فکر کېده چې طالب اوس مهال یوه منظمه رهبري نه لري او په څو ډلو وېشل شوي دي همدا نظرونه و چې امریکا ته يې لوی سوال پيدا کړی و چې له طالب سره څنګه د سولې خبرې پیل کړي؟ خو کله چې ولسمشر غني په ۲۰۱۸ کال کوچني اختر کې له طالبانو سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ؛ نو دا ثابته شوه چې په طالبانو کې یوه داسې رهبري نه‌شته چې ټول طالبان یې اطاعت کوي. هماغه و چې امریکا د خلیلزاد په مشري له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې. یوه مهمه پوښتنه دا پیدا کېږي چې ولې طالب او امریکا تر اوسه په اته پړاوه خبرو کې کومې نتېجې ته نه دې رسېدلي؟

زما په فکر طالب قدرت غواړي، خو په دې پوهېږي چې د ټاکنو له لارې کله هم قدرت ته نه‌شې رسېدای، ځکه افغان ولس به کله هم دوی ته رایې ور نه کړي؛ نو له همدې وجې غواړي چې له امریکا سره د یوې توافقنامې له لارې قدرت تر لاسه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني کله هم د سولې پروسې مخالفت نه دی کړی، بلکې په دې پروسه کې ښکېل پاتې شوی دی، ځکه خو هر وار چې خلیلزاد له طالبانو سره خبرې کړې دي؛ نو د هغو خبرو لنډیز یې په ارګ کې له ولسمشر سره شریک کړی دی.

د ولسمشر وروستی دریځ هم د سولې له پروسې سره په ټکر کې نه دی. غني وایي، چې«ټاکنې د ولس حق دی چې ولس په خپله خوښه د هېواد سرنوشت ټاکي.» او بله مهمه خبره دا چې ټاکنې هم له سولې سره په ټکر کې نه دي. هغه ځکه چې که سوله کېږي بیا به هم افغان ولس د ټاکنو له لارې غني انتخابوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply