لومړی له کوچنۍ موخې پیل وکړئ

0 660

حمیدالله حمیدي-

کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته چندان الهام بښونکې نه وي او فکر وکړئ چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او هغه کسان چې بریالي دي، یوازې چانس یې ورسره مرسته کړې ده. په اصل کې هغوی د غرونو په شان ستونزې شاته پرېښې دي او توانېدلي چې بریا په غېږ کې ونیسي. تاسو هم کولی شی. لومړی یې له کوچنۍ موخې پیل کړئ، لومړی د ځان لپاره داسې موخې وټاکئ چې پر ځان پوره باور لری، چې کولای شی ورته رسېږی، څو په دې کار سره پر خپل ځان له لاسه ورکړی اعتماد او باور یو ځل بیا لاسته راوړی.

هو، همدا چاره درسره مرسته کولای شي چې پر خپل ځان او نفس باندې باور پیدا کړی. هر ځل چې دغو وړو مخو ته رسېږی، پر ځان مو باور زیاتېږي او له دې څخه د یوې څه ناڅه لویې موخې تکل کوی. په همدې ډول وړو کوښښونو سره کولای شی خپل بالقوه استعدادونه پر بالفعل تبدیل کړی او په پایله کې تر بریا غېږه چاپېره کړی.

په کلک هوډ درلودلو سره کولی شی موخې ته د رسېدو لپاره هغه کږې وږې لارې، د غرونو په شان لويې ستونزې تر شا پرېږدی او د توپانونو پر وړاندې خپل متین عزم له لاسه ورنه کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply