د هندي سېنما نوموتي ممثل اکشي کومار چې په دې وروستیو کې یې ډېر په زړه پوري فلمونه خپلو مینهوالو ته وړاندې کړي، یو ځل بیا خپلو مینهوالو ته ښه زېری لري.
اکشي کومار په پام کې لري چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مېلادي کلونو په لړ کې خپلو مینهوالو ته نوي فلمونه وړاندې کړي چې د ځینو په اړه یې دلته لوستلای شئ.
د بالیووډ دا وتلی ستوری غواړي د روان مېلادي کال د سيپټمبر په شپږمه نېټه د راج مېهتا په لارښوونه او کرن جوهر په پروډیوسري د «ګوډ نیوز» په نوم نوی فلم بازار ته وړاندې کړي.
د «هاوسفل فور» په نوم هغه بل فلم دی چې د روان مېلادي کال په دېوالي کې به پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې کېږي او له ۱۰۰ کروړه زیاته بوديجه به پرې ولګول شي.
همدا راز، د سوریاوانشي په نوم د اکشي کومار فلم به د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۷مه، د لګزمي بم په نوم د هغه څلورم فلم به د ۲۰۲۰ کال د جون په پنځه، د بچن پانډې په نوم فلم د ۲۰۲۰ د کرسميس پر مهال او د پریتویراج چوهن بایوپیک په نوم هغه فلمونه دي چې په راتلونکي کې یې په پام کې نیولي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320