ضمیر ساپی –
په قطر کې د بندو دروازو تر شاه د امریکا-طالبانو د سولې خبرې له شاوخوا لس میاشتو چنو وهلو وروسته ایله له نهم پړاو تېرې شوې او امریکايي لوری ډېره تمه لري چې دا پروسه په بل پړاو کې را لنډه کړي، څو بینالافغاني خبرو ته دروازه پرانيستل شي.
خو دویم پړاو تر ډېره له لومړي هغه له ژورو اختلافونو ډک او ننګوونکی ښکاري، ځکه اوس مهال په افغان جګړه کې ګڼ شمېر لوبغاړي ښکېل دي او هر یو د خړو اوبو په دې ډنډ کې په نړیواله، سیمهییزه او ملي کچه کب نیونه کوي، خو د امریکا متحده ایالات او وسلهوال طالبان د دوی تر منځ هغه مهم لوبغاړي دي چې یو یې په نړیواله کچه او بل یې په کورنۍ کچه د خپلو غوښتنو بشپړولو په لټه کې دي.
ښايي امریکايي او طالب استازي څو ورځې وروسته ظاهراً یوې هوکړې ته ورسېږي، خو عمده ستونزه د طالبانو او نورو لوبغاړیو لکه پاکستان، هندوستان، ایران، روسیې، چین، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان، ترکیې او په تېره د افغانانو په استازیتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ژور اختلافونه دي چې د بینالافغاني خبرو پړاو له ننګونو سره مخامخ کولای شي.
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ مېلادي کالونو په لړ کې د امریکا او طالبانو تر منځ جدي خبرې اترې روانې وې ان تر دې چې دواړه خواوې «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکېدو» په اړه هم سلا شوې وه، خو وسلهوالو طالبانو له کورنیو، سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړیو سره هوکړې ته نه رسېدل د دې لامل شول چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه نږدې دوه لسیزو ته وغځېږي.
د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالب استازیو تر منځ تر خبرو وروسته د وسلهوالو طالبانو ډېر تمرکز د افغان حکومت پر مذاکراتي ټیم دی، خو د دې تر څنګ په سیمه کې د افغان جګړې اصلي لوبغاړيو د اندېښنو غوټه نهده پرانېستل شوې.
په افغان جګړه کې هر سیمهییز او نړیوال هېواد خپلې ملي ګټې لټوي او افغانستان نورو زبرځواکونو ته په نړیواله کچه د قدرت مالومولو د وزلوبې ډګر په څېر ښکاري. امریکا، روسیه، چین، پاکستان او ایران خو بېخي هغه لوبغاړي دي چې د خپلو غیر دولتي لوبغاړیو په مرسته یو بل ته د خپل پیاوړي مټ د عضلاتو ښودلو تمثیل کوي چې دا هڅې نېغ په نېغه د سولې په روانې پروسې او بینالافغاني خبرو اغېزه کوي.
که له سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړیو را تېر شو، په افغان جګړه کې د دوی له ګټو سربېره طالبان په بینالافغاني مذاکراتو کې هڅه کوي چې په هېواد کې یو ځل بیا د «اسلامي امارت» را منځ ته کړي او دوی له پیله له امریکا سره په همدې فکر جګړه کوله چې باید په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي، خو غوڅ اکثریت افغانان له دې نظامه خورا ترخه تجربه لري او نه غواړي یو ځل بیا ۹۰یمې لسیزې او د جهالت تیارې دورې ته ستانه شي.
همدا راز افغان حکومت ته بیا «جمهوري نظام» سره کرښه ده او په دې نظام کې «ولسواکي» د ټولو اقوامو او مذاهبو لپاره یو تر ټولو غوره او ګټوره لار بولي، خو طالبان بیا ولسواکي له خپل نظام سره په ټکر کې بولي.
تر ډېره داسې برېښي چې د امریکا-طالب خبرو په پرتله په بینالافغاني خبرو اترو کې ژور اختلافونه او سترې ننګونې شته، ځکه دلته د قدرت وېش، سراسري اوربند اعلانول، د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام، د اساسي قانون تعدیلول، بشري حقونه، له افغان ځواکونو سره د طالب جنګیالیو یو ځای کېدل، د بندیانو ازادول، د ټاکنو تر سره کېدل، د بیان، رسنیو او مذهبي ازادي، عدالت، لږګیو او د ښځو پر بنسټیزو حقونو موافقې ته رسېدل هغه جدي مسایل دي چې ډېر زیات وخت به ونیسي او ان د دې امکان هم شته چې په ځینو برخو کې بینالافغاني خبرې له بن بست سره مخامخ کړي.
خو څومره چې د سولې خبرې شاته اچول کېږي او له عام خلکو پټې ساتل کېږي، په هماغه کچه د ولس تر څنګ جګړې هر ښکېل لوري ته د تلفاتو ګراف پورته کېږي او د دې تر څنګ په هېواد کې نورو ترهګرو ډلو په تېره داعش وسلهوالو ته د ټروریسټي فعالیتونو پراخه زمینه برابرېږي چې بیا به یې مهارول یوه بله غمیزه وي او برعکس هر څومره چې د سولې خبرې را ټولېږي په هماغه کچه تاوتریخوالی کمېږي او د افغان جګړې لوبغاړیو شوم لاسونه لنډېږي.
خو تر ټولو مهمه دا ده چې په بینالافغاني خبرو کې دواړه خواوې له قدرتطلبي، د شخصي او مغرضو ګاونډیو له فرمایشونو تېر شي او د یوه پر مختللي افغانستان په راتلونکې فکر وکړي چې کوم سېسټم او کومه ښه پرېکړه د راتلونکیو نسلونو لپاره ګټوره تمامېدای شي.
لکه څنګه چې د بینالافغاني خبرو بریا د ټول ولس او راتلونکي نسلونو بریا ده، په ځینو برخو کې باید جوړجاړی وشي، ځینې غوښتنې هېڅ مطرح نهشي، ځینې شرایط کېنښودل شي او په ټوله کې هغه غوښتنې چې د څو کسانو په موقتو شخصي ګټو ور ټولې وي، له پامه وغورځول شي او پر ځای یې په داسې پر ځان بسیا افغانستان فکر وشي په سیمه کې یوه پیاوړی نظام، پیاوړی ځواک او پیاوړی اقتصاد ولري او په رښتینې توګه ترې د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل مرکز جوړ شي، نه دا چې یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو خوندي پټنځای.
که دا ستر لومړیتوبونه په نظر کې و نهنیول شي او په لاس راغلي طلايي فرصت کې هم خپلې شخصي او د مغرضو کورنیو، سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړیو فرمایشونه ومنل شي، لکه د شوروي ځواکونو د وتلو په څېر به افغانستان یو ځل بیا په خونړیو کورنیو جګړو کې ښکېل شي، دا هېواد به یو ځل بیا لوټې لوټې شي، هېوادوال به بیا د ظالمو ګاونډیو ترحم ته مجبور شي او افغانان به له یو بل داسې ستر ناورین سره مخامخ شي چې یوه نیمه پېړۍ به له دې انسان خوړونکې بلا د خلاصون لاره پیدا نهکړي او په تاریخ کې به یې پړه یوازې او یوازې د هغه چا تر غاړې وي چې په دې خبرو کې یې سترو ارزښتونو، ملي او هېوادنۍ ګټو پر ځای د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړیو فرمایشونو ته لبیک ویلی وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320