د ولسمشر غني هڅونې او پاملرنې زموږ سرتېري ځلولي

0 756

مطیع الله سحر-

پنځه کاله وړاندې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې مجهز نه و، بلکې لا هم د خلکو په زړونو کې د اوس هومره محبوب نه و، ځکه چې هغه مهال د دوی په لیکو کې د پراخ فساد د موجودیت له امله هم په خپله امنیتي او دفاعي ځواکونه مایوسه او نهیلي وو او هم یې د دوی سرښندنې، هڅې او رول کم رنګه کړی و، مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، نو د اصلاحاتو بهیر یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو او په ځانګړي ډول له ملي دفاع وزارت څخه پیل کړ.

د اصلاحاتو د همدغه بهیر په پایله کې امنیتي او دفاعي ځواکونه کرار کرار وځلېدل. د دوی مجاربوي وړتیاوې ولس ته تر پخوا زیاتې ښکاره شوې او دوی دا ومنله چې که د هیواد دغه صادق بچیان نه وي، نو د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې به خدای مکړه افغانستان له کومي تېر کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ته د زړه له کومې کار وکړ او  د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو زړونه یې لاس ته راوړل. اومنیتي او دفاعي ځواکونو په واقعیت سره ډېرې ستونزې درلودې، له دوی څخه ملاتړ نه کېده ، دوی ته به د دښمن پر وړاندې د جګړې داسې غلط پلان جوړ شو چې په نتيجه چې به دوی زیاته مرګ ژوبله درلوده او بل د دوی کار زیات او معاشونه کم ول. دا ټولې هغه ستونزې وې چې دوی به یې زیات ځورول او نیهلي کول.  

دا هر څه بیا ښاغلي غني بدل کړل ښاغلي له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ليدنې وکړې او هغوی ته یې مخامخ وويل چې هره ستونزه لرئ نن یې ماته مخامخ ويلي شئ. ځکه چې اوس پخوانی وخت ندی تاسو باید له هیواد او ملت څخه ساتنه وکړی هر څه ته چې اړتیاوې لرئ هغه ټولې راته واضح ووايي چې سبا د دښمن پر وړاندې خدای مکړه له ماتې سره مخامخ شئ. همدا یې وخت دې چې خپلې ستونزې ووايئ او دهغې لپاره یوه مناسبه د حل لاره پیدا کړو.

ښاغلي غني په هر ولایتي سفر کې د وسله وال پوځ منسوبین جلا جلا پوښتلي او هغوی یې دېته هڅولي دي چې خپلې ستونزې له کومې وېرې پرته ورسره شریکې کړي. له دوی سره یې وعده وکړه چې ستاسو ټولې ستونزې بل حل شي او کله څنګه یې چې ورسره وعده کړې وه همغه شان یې د دوی ستونزې هم حل کړې، د دوی معاشونه یې ورته لوړ کړي شايد په دې نيږدې کې یې نور هم ورته لوړ کړي، د دښمن پر وړاندې به چې کوم د جنګ پلان غلط پلان جوړېده دا ستونزه یې ورته له میځه یووړه او بل یې دوی په داسې وسلو باندې سمبال کړ چې دښمن یې هېڅکله هم پر وړاندې مقابله نشي کولی او ډېر ژر او په اسانۍ سره یې له مينځه وړلی شي. دا مهال زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر غني د همدغې هڅونې او پاملرنې له برکته عالي مورال، روحیه او مسلکي پوهه لري.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply