سپین‌غر ادبي بهیر ۲۶مه ناسته وکړه

0 589

-راپور: راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸، وږي، ۲۱مه

سپین‌غر ادبي بهیر ملگرو خپله (۲۶) مه اوونیزه ادبي ناسته وکړه. دغه غونډه پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، چې د دریځ چارې یې محمد همدرد سمبالولې او د جانان خدرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت پیل شوه.

د غونډې مشري محمد صدیق خوږياڼي کوله، چې د مېلمه څوکۍ ځوان شاعر او لیکوال دوست محمد دوست ته ځانګړې شوې وه.

د تېرې ناستې راپور راز خوږیاڼي ولوست. رحیم الله ارماني وویل زما خبرې نیمګړې را اخیستل شوې وې، وسیع الله ګوهرخېل بیا ګیله‌من وو چې ولې یې خبرې پۀ بل چا پورې تړل شوې وې، ده وویل راپور لیکونکی دې د هر چا خبرې د هغۀ لۀ نامۀ سره یو ځای راواخلي، نورو ټولو ګډونوالو راپور خوښ کړ.

پۀ پیل کې ددې بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي خبرې وکړې، هغۀ وویل زموږ موخه د ځوانو استعدادونو روزل او غوړول دي، چې ان شاء الله پۀ دې چاره کې تر ډېره بریالي هم یو، خوږیاڼي لۀ ټولو ملګرو هیله وکړه چې هره اوونۍ دې راشي او د بهیر پۀ غونډو کې دې ګډون وکړي، هغه وویل د بهیر دروازې د هر چا پر مخ خلاصې دي، هر څوک چې د شعر او ادب مینه‌وال وي کولای شي راشي او زموږ سره پۀ دې ادبي ناستو کې ګډون وکړي.

د کره‌کتنې برخه د جانان خدرخېل غزل ته ځانګړې شوې وه، چې پۀ هر یوه بیت یې ګډونوالو مشورې، سموونې، نیوکې او وړاندیزونه ورته وکړل. جانان خدرخېل هم له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې د ده پر غزل یې د سمون په موخه سالم نظرونه ورکړل.

وروسته ازاده مشاعره پیل شوه چې استاد شمشېر، رحیم الله ارماني، جان‌ولي ثاقب، بشیراحمد حقیار، علي‌حیدر توحیدیار، ادریس فقیر، سیداحمد احساس، محمدعارف خوږیاڼي، وسیع الله ګوهرخېل، تراب زهیر، محمود ځلاند، انعام الله وقار، عمران تسل، برکت اسیر، جانان خدرخېل، قنداغا سهار، دوست محمد دوست، حمیدالله خوږمن، راز خوږیاڼي، رحیم الدین رحیمي، امېد وصال، خوشال دراني، حضرت الله پرهر، احسان الله شمس، روح الله صمیم، حزب الله هدایت، بریال وزیروال، بهارعلي منیب، هارون نوراني، رفیع الله خادم، عارف الله نېکمل، شېربهادر طاهري، نسیم ارین او بلال افضلي پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې ګډونوالو له لوري هم ښه داد ورکړل شو.

لۀ مشاعرې وروسته دوست محمد دوست د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو، دوست وویل هره اوونۍ یو شاعر ملګری د دریځ سر ته راوغواړئ. دوه، درې شعرونه ترې واورئ، د هغۀ د ژوند او هنر پۀ اړه پوښتنې ترې وکړئ، لۀ یوې خوا بۀ مو د شاعر ملګري پۀ اړه معلومات زیات شي، لۀ بلې خوا بۀ د ځینو ګډونوالو د پوښتنې کولو جرئت هم زیات شي، دوست وویل هر شاعر پرېردئ چې خپلې د زړۀ خبرې پۀ شعر کې وکړي، د هېچا د زړۀ غږ مه زندۍ کوئ، لۀ ملګرو یې هیله وکړه چې خپل شعرونه پۀ هنري بڼه تر نورو ورسوي، تش الفاظ او شعار ترې جوړ نه کړي، دوست پۀ پای کې ژمنه وکړه چې یوه اوونۍ بۀ حتماً راځي او ادبي لېکچر بۀ ګډونوالو ته وړاندې کوي، هغۀ وویل ځینو مشرانو استادانو هم ژمنه راسره کړې ده چې راځي بۀ او پۀ بېلابېلو ادبي موضوعګانو بۀ لېکچرونه وړاندې کوي، دوست دا هم وویل چې زۀ کوښښ کوم د بهیر د ځینو ملګرو د کتابونو چاپ ته زمینه برابره کړم چې پۀ سر کې بۀ یې ادبي تذکره، د بهیر د ملګرو شعري غورچاڼ او د استاد شمشېر شعري ټولګه وي، چې ان شاءالله ژر بۀ دا کتابونه چاپ او د مینه‌والو تر ګوتو ورسېږي.

رحیم الله ارماني ژمنه وکړه، چې راتلونکې اوونۍ به خپل غزل کره‌کتنې ته وړاندې کوي.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د خوشال دراني پۀ دعایه پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply