دغه (۱۰) کارونه له تاسو يو غمجن انسان جوړوي

0 1,137

۱- د نورو پر ځای په خپل ځان تمرکز وکړئ.

د ټولنيزو رسنيو له برکته مونږ ګورو چې نور څومره خوښ، نېکمرغه او بريالي دي. کله مونږ له ځانه هم زيات د نورو د ژوند له اورېدو او څارلو سره علاقه پيدا کوو، د نورو ژوند ته د ننوتلو ميلان زمونږ په ژوند تاثير کوي.

په برياليو کسانو د تمرکز پر ځای په خپلې نېکمرغۍ تمرکز وکړئ، تر څو تاسې هم خوښ او بريالي شئ.

۲- د فرصت په تمه کښېناستل
ډېر خلک دا خوښوي چې په ژوند کې د مناسب وخت لپاره خوبونه وويني او په تمه پاتې شي. خفه کوونکی واقعيت دا دی چې امکان لري هغه لحظه هيڅکله رانشي او يا په هغه اندازه پوره نه وي چې تا يې فکر کولو.

هماغې لحظې ته په تمه پاتې کېدل په حقيقت کې يو قسم ځنډول دي. که داسې کار وي چې تاسې يې بايد ترسره کړئ، مه يې ځنډوئ او صبر مه ورته کوئ. دا انتظار شايد ستاسو د بريا لپاره خنډ وګرځي او خفه مو کړي.

۳- له ژونده د خوند اخېستلو لپاره کار
کار د هر انسان په ژوند کې مهمه مسئله ده؛ تر څو چې کار نه وي، عايد نشته او حتی نه شئ کولی د يو وخت ډوډۍ حساب خلاص کړئ؛ نو په دې اساس له پيسو پرته نه شئ کولی د آرام رنګ ووينئ.

مګر کار ته زيات فکر کول ممکن مونږ خوشحاله او يا خفه کړي. ډېر کار کول تاسې خفه او ناخوښه کوي؛ نو د خپلې اړتيا په اندازه کار وکړئ، تر څو مو ژوند سخت نه شي. که داسې کار لرئ چې خوښېږي مو نه؛ نو په ياد ولرئ چې ژوند يو ځل دی، هڅه وکړئ تغير يې کړئ.

۴- غوصه او کرکه له خفګان سره مساوي ده.
په ژوند کې ځينې خلک شته چې مونږ ځوروي او کله چې څوک تاسې ته ضرر در رسوي؛ غوصه، کرکه او جديت ښکاره کوئ.

دا ډول احساسات هغه چاته ضرر نه رسوي چې تاسې يې خفه کړي يئ، بلکه همدا تاسو له داخله خفه کوي.
د يو خوشحاله ژوند لپاره ډېره مهمه ده چې د غوصې، کينې، نا آرامۍ او کرکې په څېر احساسات له ځانه لېرې کړئ.

۵- تشويش او وېره
تشويش يوه فکري مسئله ده، که چېرته يې د ځان لپاره تل تکرار کړئ؛ نو په تاسو کې د وېرې او زړه نازړه توب سبب کېږي. تل له ځان سره دا خبره تکرار کړئ چې تشويش هيڅ ستونزه نه حلوي.

هر کله که له وېرې او تشويش سره مخ شوئ؛ نو ژر تر ژره مو فکر بدل کړئ او پر ځای يې مثبتو او هيله مندو فکرونو ته ځای ورکړئ. هر څومره ډېر چې دا تمرين سرته ورسوئ، هماغومره به مو تشويشونه او وېره کمه شي او لږه موده وروسته به ځان خوشحاله او آرام احساس کړئ.

۶- په ستونزو کې ډوبېدل
د ژوند په اوږدو کې مونږ ټول له ستونزو سره لاس او ګرېوان يوو او په دې ځمکه کې هيڅ څه تیار راته جوړ نه دي. کله چې له ستونزو سره مخ کېږئ؛ نو تل هغوی ته په فکر کولو يې حلولی نه شئ.

په هغوی کې ډوبېدل مو له خوځښته پاتې او خفه کوي. له ستونزو سره د مخ کېدو په وخت ښه لاره دا ده چې د هغوی د حل په لارو پسې وګرځئ.

۷- لنډ مهالې خوشحالي
په ژوند کې دوه ډوله خوښۍ شتون لري: يو قسم لنډ مهالې دي چې د مخدره توکو، الکولو او داسې نورو په ذريعه لاسته راځې او د لږ وخت لپاره وي.

بل قسم يې اوږد مهالې يا دايمي دي، لکه د مثال په ډول: واده کول. د دې پر ځای چې په لنډ مهالې خوشحالۍ پسې وګرځئ؛ ښه دا ده چې دايمي او اوږد مهالې خوښۍ ولټوئ.

۸- د سلو کالو کار په يوه شېبه کې کول
شايد دا ښه فرصت ښکاره شي؛ خو په ياد ولرئ چې په يوه شېبه کې لوی تغير نه شو راوستلی.
که تاسو تل هڅه کوئ چې نړۍ ته په يوه ورځ کې تغير ورکړئ؛ نو په پای کې به په لويې ماتې او ناهيلۍ کې ډوب شئ.
ښه دا ده چې تغير بايد له برنامو سره او متفاوت اوسي؛ تر څو په پای کې يو لوی بدلون راوستلی شئ.

۹- د منفي خلکو ساتل
ملګری، د ژوند ملګری او يا بل هر څوک چې تاسې ته ضرر در رسوي؛ په تاسو کې د خود باورۍ د کمولو سبب کېږي او تاسو په يو غمجن انسان بدلوي.

هڅه وکړئ چې په خپلو کنايو يا سلوکو نورو ته ځور ورنکړئ؛ تر څو هغوی يې هم زده کړي او تاسې ته ضرر ونه رسوي؛ خو که بيا هم دې خلکو تاسو ځورولئ؛ نو ښه دا ده چې خپله لاره ترې جلا کړئ.

۱۰- له حده زيات په فزيکي او ظاهري شکل تمرکز

ډېره ښه ده چې تل منظم ظاهر ولرئ او ښه ښکاره شئ؛ مګر په ظاهر له حده زيات تمرکز کولی شي تاسو خفه کړي.
د اندېښنې کولو هيڅ دليل وجود نه لري او دا کار کولی شي؛ ستاسې پر خپل ځان باور راکم کړي.
حقيقي ښايست له باطنه راوځي؛ نه له هغه څه چې خلک يې ستاسو په هکله فکر کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply