د جګړې انګيزه څنګه پيدا او پياوړی کيږي

زبير افغان

0 561

جنګ کول د انسان په فطرت کې نه شته، بلکې بهرني عوارض ځينې انسانان دې ته اړ کړي چې جګړې ته مخه کړي. دلیل يې دادی چې ټول انسانان جګړه مار نه دي، حتا په ځينو هیوادونو کې د جرمونو ګراف دومره کم دی چې بیخي د نشت حساب دی او یوه اروپايي هیواد د زندان دروازې له دې امله بندې کړې چې ورته اړتیا نه وه؛ که انسان فطري جنګیالی وای، نو بیا به ټولو انسانانو جنګونه کولای او د جګړې په سیمو کې داسې وګړي وي چې جنګ يې نه وي خوښ.

پاس عنوان نه په تاریخ کې د شویو جنګونو انګېزو راسپړلو ته ښودل شوی دی نه په مجموع کې د نورو هیوادونو د جنګونو په اړه بحث کوي؛ دلته یوازي او یوازي غواړم چې زموږ په هیواد کې چې اوس څه تېرېږي، د دې په اړه خپل نظریات ولیکم، د دې جنګ انګېزه څنګه پيدا شوه او نوره څه ډول پياوړې کېږي؟

له خلقیانو او بیا شورویانو سره د جنګ تر داستان به هم راتېر شم، رابه شم له ۲۰۰۱ کال څخه به د دې موضوع په اړه بحث را پيل کړم.

هغه مهال چې طالبان د ټول هیواد نیولو ته نژدې وو، د امریکا په مشرۍ مسلمانو او نامسلمانو هیوادونو د طالبانو په وړاندي یوه اتحاد کې سره را غونډ شول او د طالب رژيم د پای ته رسولو پریکړه يې وکړه. په نتیجه کې خارجي قووتونه راغلل او دلته يې نظام ته تغییر ور کړ.

له دې څخه د جنګ دوه سببه را پيدا شول؛ اول: د خارجیانو تیری او شتون، دویم: له قدرته د ایسته کړل شویو کسانو همداسې له واکه ګوښه ساتل چې هغوی يې د تر لاسه کولو لپاره حتما لاس په کار کېږي.

د طالبانو په لیکو کې عموما دا فکر دی چې خارجیان دلته راغلي دي او پر موږ مقاومت فرض دی، دا یو عمومي فکر دی. اما د طالبانو په لیکو کې هغه کسان چې واک يې لیدلی دی یا هم مشران دي اوس يې هم تجربه کوي، هغوی یوه بله انګېزه هم لري چې یا اوس واک کې ډېره برخه ور کړل شي یا که فرضا خارجیان ووزي وروسته به بیرته قدرت نیسو او واک به له موږ سره وي.

د طالب نظام تر سقوت وروسته د واک خلا د خارجیانو په مشرۍ داسې ډکه شوه چې زیاتره منفور کسان واک ته ورسېدل؛ هغه کسان چې پر ضد يې طالبانو پاڅون کړی وو، د امریکا په مرسته یوځل بیا واک ته ورسېدل او خپلې پخوانۍ عقدې يې سړولې. له ما سره د دې حالت ژوندي مثالونه شته چې د دوی عقديي چلند څنګه ګڼشمیر کسانو ته د مقاومت انګېزه شو او د طالبانو له لیکو سره یوځای شول؟

په لومړي سر کې د خارجیانو او اوس ورسره د ځینو خاصو افغان پوځي قطعو له لوري پر مسجد، واده، مدرسه، جنازه او نورو مقدسو یا ملکي تجمعاتو باندي ړندې بمبارۍ هم د دې سبب کېږي چې یو سوله ییز کس خپل د امن ژوند ایله کړي او له مخالفانو سره یوځای په جنګي روحیه او انګېزه خپل ژوند د جنګ او جګړې قرباني کړي. په یوه جغرافیه کې ټول وګړي جنګیالي نه وي، بناء کله چې دوه لوري جنګ کې سره ښکیلېږي، باید د بې طرفه کسانو د ژغورنې په خاطر هغه اصول مرعات کړي چې د هغوی د خوندیتوب سبب کېږي، اما دلته یو لوری هم هغو اصولو یا جنګي قوانینو ته پام نه کوي چې همدا سرټمبګي هم ځینو کسانو ته د جنګي انګېزې په ور کړه کې مهم نقش لري.

د خارجیانو له راتلو سره د ښځو د حقونو نارې هم ډېر اوچتې شوې، په دې اړه ځانګړې ادارې جوړې شوې، پروژې وایستل شوې او میلیونونه ډالر مصرف شول. اما دا هم جوته شوه چې د همدې ښځو د حقونو په نوم ځينو ښځو خورا لوی فساد وکړ، ځينو ښځو د هغوی حقونه تر پښو لاندي کړل، ځينو ښځو د هغوی حق ته په سپکه وکتل او د ښځې حیثیت ته يې په دې هم زیان ورساوه چې په ځينو ادارو کې اخلاقي فساد ته لار جوړه شوه او دا نن هم دا چیغې وهل کېږي چې اخلاقي فساد شته او دا بې بندو باره اخلاقي فساد به د ټولنې ایینده له لوی ګواښ سره مخ کړي. له دې هر څه سره هممهاله بیا په مطبوعاتو کې د خلکو پر واقعي ستونزو د پروګرام پر ځای زموږ له کلتور او شرعي ارزښتونو سره ټکر سریالونه خپرېږي دا خپله په خلکو کې د جنګ انګېزه پياوړې کوي، یو شمېر کسانو ته د تبلیغاتو موکه برابره وي او نور سرناخلاصه بیا د فحاشي د نوم په اورېدو دې ته تیارېږي چې راشي بازارونو کې ځانونه انفجار کړي او د وحشت یوه نمونه نړۍ ته وړاندي کړي.

دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې د ښځو حقونه تر پښو لاندي شوي دي، اما دا کلي او عمومي قاعده نه ده، دلته څو فیصده ښځې حقونه لري خو لویه سلنه ممکن په مختلفو ډولونو له مختلفو حقونو بې برخې شوې وي، چې هغه هم تر شا خپل عوامل لري او یوازي د شعار په ور کولو او د ځینو ډیسکو ښځو په راوستلو دا معضله نه حلېږي بلکې لا نور بعدونه اخلي چې د نورو مشکلاتو سبب کېږي او دا اوس فعلا همداسې سرچپه کیسه روانه هم ده. په ټلویزیون کې د ناسمو سریالونو خپرېدا او یا دانه مانه داسې کارکونکې يې چې د دې ځای له عنعناتو سره سم يې حجاب نه وي مرعات کړی، ځينې خلک دې ته ودرول چې لوڼې له تعلیمه بندې کړي او د جنګي لیکو پر کسانو يې هم خپل اغېز کړی دی.

د همدې ټلویزیون یوه بله برخه بیا د جنګي سریالونو په خپرولو بوخته ده چې دا بیا په خپل وار د توپک، بدمعاشۍ، خپل سري وژنو، قاچاقو، انسان تښتونې، غیر قانوني کړنو، له وسله والو ډلو سره اړیکو پيدا کولو او نورو ناخوالو ته لار جوړوي چې له بده مرغه ښه په درز کار ورته کېږي. دا هم د جنګ انګېزه پياوړې کوي چې د همدې هدف لپاره دلته خپرېږي.

په جنګونو کې د چا سات تېروي او څوک پکې مري، څوک پکې چاغ شول او نورو بیا د یوې ګولې ډوډۍ له پيدا کولو ناتوانه شول، د چا خپل کسان پکې مري او د بل لپاره بیا تجارت دی او له دې لارې د خپلې کورنۍ عاید برابروي. زموږ جنګ هم له دې قواعدو استثنا نه دی، د طالب او حکومت په دواړو اړخونو کې همدا معامله روانه ده. هلته هم د مشرانو له لوري يې جنګ د یوې ښې تجارتي وسیلې په توګه کارېږي او د هغوی کاروبارونه او معاملې د سیمې د هیوادونو په کچه روانې دي، او د حکومت لوری له هیچا پټ نه دی چې له هنده، تر پاکستانه، دوبۍ، اروپا او امریکا يې ملکیتونه ورسېدل، کار يې په لویه پيمانه شروع شو او مسکین کسان پکې داسې شول چې اوس میلیونران دي. بل لور ته عام عسکر، عام طالب او ولس درې واړه داسې دي چې د یوې ګولې مړۍ د پيدا کولو لپاره له هرې وسیلې استفاده کوي، داسې کسان په دې وطن کې شته چې مریضان يې کورته پراته وي، خو د دوا او درملو وس يې نه وي، بچیانو ته د تعلیم وسایل نه شي ور کولای، سمې جامې نه شي ور کولای او داسې نور د ژوند اړین توکي، دا هم یو سبب دی چې ځینو ته د جنګ د اوږدېدا انګېزه ورکوي او څومره چې زیات وخت نیسي دوی ورته خوشالېږي.

په ادارو کې د نااهله کسانو ګومارنې؛ اداري فساد، بداخلاقۍ، د خدماتو نه وړاندي کونې او د ملت و دولت ترمنځ د واټن پيدا کونې ته لار جوړه کړه چې د جنګي انګېزې په پيدا کولو او پياوړې کولو کې مهم نقش لري. نااهلانو نه یوازې دا کارونه وکړل، بلکې د قاچاقو په کار کې هم بوخت شول ځکه د سبا ډار دې ته اړ کړل، د ترهګر لاس يې هم د وژنې لپاره تر هره ځایه رااوږد کړ ځکه پیسې يې ور کولې، ګاونډیو ته يې جاسوسي هم پيل کړه ځکه ثروت يې ټولاوه، د مجرمانو خلاصونې، نه نیولو او رشوت اخیستنې ته يې هم اوږه رو کړه له دې امله چې لاس ته يې یوڅه ورتلل اوله دې ټولو سره د جنګ انګېزه نوره هم غزېده او جنګ ورسره شدت پیدا کاوه.

بې کارۍ یو بل فکتور دی چې د جنګ لیکو ته د جنګیالیو په ور ټیل وهلو کې خورا اغېزناک تمامېږي. دولت او جمع خارجي هیوادونو دلته زیربنايي کارونه ونه کړل، د بشر د حقونو نارې وهل کېدې، خو بشر له لوږې مړ کېده ډوډۍ نه ور کول کېده، په داسې حال کې چې د بشر اول حق سهي غذا ور کول دي! د میرمنو د حق خبرې تودې وې، خو دا نه ویل کېدل چې عوامل چیشي دي؟ کمزوری اقتصاد د زیاتره ناخوالو بنسټ دی، خو لس فیصده ښځو ته کار پيدا نه شو؟

کله چې څوک بې کاره وي، نو د تخریب سوچ يې ښه ژر ذهن کې ځای نیسي او د یوه مجرمانه کار کولو ته اړ کېږي، په تېره هغه ټولنه کې چې تیار د تخریب نور اسباب، وسایل، ملګري او فکر هم ورته چمتو وي، زموږ له دغسي حالت سره نړۍ والو په اصطلاح همکارانو قصدي او زموږ د دولت چارواکو تر یوه حده په غیر ارادي او هم ممکن په ارادي داسې کړي وي. فقر ممکن ځينې کسان د جرم خواته کش کړي، زموږ نیمايي ملت په فقر کې ژوند کوي، نو حتمي ده چې د جنګ انګېزه به هم تر بل هر وخت زیاته توليدېږي او هم به پياوړې کېږي.

جهل، یو بل هغه لامل دی چې د جنګ انګېزه هم ترې زېږي او هم يې په پياوړتیا کې نقش لري. هوښیار انسان کله هم له فکر پرته یو ګام نه اخلي، د خپل عمل نتیجه باندي فکر کوي، روش و طریقه کار ګوري، ځان او ټولنې ته ګټې يې سنجوي، د دنیا او اخرت محاسبه ورته کوي، اما جاهل دا یو کار هم نه کوي، تر هرڅه مخکې عمل کوي، وروسته که هر څه پيښ شول بیا هغه مهال ورسره تعامل ته ځان چمتو کوي. له دې امله جاهل بلل کېږي چې د خپل عمل په اړه حساب نه کوي، خپل ځان او جهان ته فکر نه کوي. له جاهل سره انصاف دادی چې له جهله د وتلو لار ورته وموندل شي، که یو قشر يې همداسې پاته شي، بل يې باید علم ته بوتلل شي، اما کله چې په لوی لاس هڅه کېږي د خلکو د سواد مخه ډب شي، نو تر شا ولاړ حقیقي/حقوقي اشخاص همدا هدف لري چې د خلکو په تیاره کې د ساتلو مهال زما کار اسانېږي او د رڼا مهال ګرانېږي، له دې امله په دې جنګ کې هر وخت د علم مرکزونه او اشخاص په نښه شوي دي د دې لپاره چې خلکو ته فکر ور کول د هغوی(جنګپالانو) د برق له تارونو سره لوبي کول دي چې نتیجه يې حتمي مرګ دی؛ نو ځکه علم او اهل يې وژل کېږي. جاهل ته یو تش له واقعیته لرې شعار ور کړه، یو نه تر لاسه کېدونکی هدف ورته په ګوته کړه، یوه تاریخي افسانه ورته جوړه کړه او دی ور مرش کړه چې ټولنه کې ګډوډي جوړه کړي، بس همدا یوه خبره د هغه د پارولو لپاره کافي ده. له موږ سره له بده مرغه همدا لوبه روانه ده.

پردۍ پالنه؛ زه نه پوهېږم لکه خلقت کې چې موږ ته د پردۍ پالنې یوه خاصه پرزه را اضافه کړل شوې وي موږ دا اوس هم دومره پردي پاله شوي یو. پردي افکار چې له ټولنې، تقاضا، زموږ له افکارو، مکان او عنعناتو سره سر ونه خوري ګډوډۍ ته لار جوړه وي او خشونتونه راپاروي. د ټولنې یوه برخه پردي افکار ساتي، د هغوی په خدمت کې وي، بله برخه يې حتمي د بل پردي افکار واردوي چې ټکر سره کوي او تاوان يې همدې ټولنې ته رسي، دواړه بیا له ټولنې سره په تصادم اخته وي چې بیا يې زیان ټولنې ته رسي. زموږ هغو کسانو چې بهرنۍ مقدسې یا نامقدسې ایډیالوژۍ راوړې دا غلطي يې وکړه چې د دې کلتور او ټولنې په رنګ يې ونه رنګولې، هممهاله ورسره تصادم پيل شو چې تر اوسه يې موږ په چرخ کې را ګېر یو او لا هم دا لړۍ روانه ده. ښه په تېزي لا هم چپي افکار د چپي له چوکاټ، نوم، طریقې، اصولو او د هغوی د اشخاصو له نومونو سره واردېږي او کار ورته کېږي، په مقابله کې يې ښې اړخي هم لاس تر زنې نه دي ناست، دلته چې د یوه ملي فکري تولید وړتیا پيدا نه شوه نو حتما دواړه خواوې د افکارو واردات پيلوي چې د بلې ټولنې تولید وي، هره ټولنه تولید د خپلې تقاضا لپاره کوي، کله چې د هغې ټولنې فکر زه راوړم په خپله ټولنه کې يې تطبیقوم، نو دلته مې تقاضا ته حساب او محاسبه نه ده کړې، له تقاضا پرته یو شی عرضه کول که په ټوله مانا زیان ونه لري نو نیمايي خو يې تاوان حتما کوي، زموږ د وارداتي افکارو چلند له ټولنې سره همداسې دی. زه دا ادعا هیڅکله نه کوم چې چپيان ټول غلط وايي، نه دا وایم چې مقابل لوری يې مکمل ناسم وايي یا هم سم وايي. اما زه وایم له هر یوه سره په شته ايډیالوژي کې دې وکتل شي چې زموږ د ټولنې لپاره چیشي په درد خوري؟ یو څه د ټولنې خپل، یو څه د یوه اړخ او نور د بل که سره میکس کړل شي او د دې ټولنې د تقاضا موافق یو شی ترې جوړ شي، اما له دې شرط سره چې نه هغه د بل هیواد نوم پر پروت وي، نه يې د تعمیل هغه روش وټاکل شي، نه دلته د زنده اباد لینین او زنده اباد اخوان، پاکستان، و خموني، سعودي، وهابي او داعشي چیغې پورته کړل شي؛ بلکې کاملا د دې ټولنې په رنګ رنګیدلی یو خوځښت وشي، زما په اند هم به بریالی وي او هم د ولس اعتماد ور خپل کړي. زموږ د هر تېر انقلاب خلاف ځکه د جنګ انګېزه پيدا او پیاوړې شوه چې دلته د ټولنې یوه برخه د پردۍ پالنې په مقابل کې حساسیت لري، یوه بله برخه د بلې پردۍ پالنې دعوه کوي، هغه فکر چې دلته حاکمیت پيدا کوي، حتما يې مقابل لوری په کمین کې ورته ناست وي او له هرې موکې څخه په ګټې اخیستنې يې د پرزولو هڅه کوي چې څو پلا مو همدا حالت او تجربه په خپل ژوند کې لیدلې ده. کله چې د ملت ترخپل منځ کشمکش پيل شي، بیا نو خارجي لاسونه هم را اوږده شي چې هره اسانه مسله بیا نور پيچلي بعدونه پيدا کړي او معضله تر حل د ناحل کېدو لور ته ډېره وړله کېږي. موږ دا اوس هم په دې حالت کې راګیر یو؛ ټولې خواوې پر وارداتي افکارو سره په شخړه دي او حتا د الفاظو او نومونو پر ټاکنه لا هم اختلاف دی او تر جنګونو يې خبرې رسېدلې دي.

له دې حالته د وتلو لپاره څو کارونه زما په اند اړین دي چې باید وشي:

۱/ ملي ګټو ته ژمن داسې ګوندونه جوړول چې د وطن اقشار ورباندي باور وکړي، خلک پکې ځان وویني اول له ښاره تر کلي، له یوه سمته تر بله، له یوه قومه تر بله د هیواد لویه برخه وګړي په څو لویو ګوندونو کې را ټول شي چې چارې د یوه کس پر ځای بسته کیمټې ته نقل شي او د ولس په اراده او غوښتنه تصمیم ونیول شي.

۲/ د ټولو هیوادوالو لپاره مشترک ټکي پيدا کول چې ګرده خلک ورباندي اتفاق نظر ولري، دا که طالب وي، یا حکومت، ولس وي که پخواني جهادیان، له خارجه راغلي افغانان وي که دلته ستر شوي تعیلم یافته روشنفکران.

۳/ د خارجیانو د وجود په اړه یوه داسې اجماع چې ټول اقشار پکې نظر ور کړي او هر موقف که ټاکل کېده هيڅوک هم داسې احساس نه کړي چې زموږ خبرو ته غوږ ونه نیول شو. د دوی د وجود په اړه باید هر څه واضح شي چې د مخالفت لپاره چا ته دلیل پاته نه شي.

۴/ ټول افغان طرفونه باید یو د بل په وړاندي له حوصلې او زغمه کار واخلي، هيڅ یو افغان دې د بل په وژنه او تکلیف نه خوشالېږي. افغانان باید یو د بل له ترټنې او دوښمنۍ لاس واخلي دلته هر انسان بل ته د قدر په سترګه وګوري او متقابل احترام ټول ومني.

۵/ دواړه ډلې له جنګه د ستړیا احساس کوي، اما عملا جنګ تشدیدوي، د ښه نیت لپاره دې له دواړو غاړو سره شته بندیان د یوه داسې میکانیزم له مخې خوشي کړل شي چې دواړه ډلې ورباندي اتفاق وکړي.

۶/ د بندیانو د خوشي کولو له سلسلې سره دې یوځای دواړه ډلې خپل جنګي عملیات کم کړي، یا دې په ځینو سیمو کې بیخي اوربند وکړي چې په دې ډول به باور را پيدا شي او سوکه سوکه به دا لړۍ پسې پراخه شي.

۷/ دواړه ډلې دې تر خپل منځ خبرې سره وکړي او هيڅ ډول خارجي لاسونه دې نه ورته را ایله کوي، ځکه د دوی له لاسه همدغه حال دی. که افغانان په خپل منځ کې سره جوړ شي نو د خارجیانو هر ډول شتون ته اړتیا نه پېښېږي او نن تر هر څه مخکې زموږ خپل منځي باور ته اړتیا ده.

۸/ دواړه غاړې دې له ټولو هغو اعمالو ځانونه وساتي چې د جنګ انګېزه ترې پيدا کېږي او دا کړنې چې حساسیتونه پاروي یوه یوه په نښه شي او خپل جنګیالي او ځواکونه دې امر کړي چې د دې ټکو په کلکه مرعات وکړي.

۹/ دواړه لوري دې یو د بل په وړاندي له تبلیغاتي جګړې سوکه سوکه لاس واخلي. ځکه تبلیغات یو د بل غوسه را پاروي چې د جنګ د اوږدېدا سبب کېږي.

۱۰/ دواړه ډلې باید له ځانو سره دا فرض کړي چې سوله او یو له بل سره تفاهم کې تېرېدل وي، په دې هم باید پوه شي چې د افغانانو تر خپل منځ جنګ کې هيڅ لوری که بل له میدان وباسي هم ګټونکی نه دی، ځکه خپل د وطن انسان يې وژلی دی، ژوبل کړی يې دی او له وطنه يې فرار ته مجبور کړی چې که سبا هغه وس پيدا کړي نو له دې بل سره به همداسې کوي؛ له دې امله باید هر طرف نرمښت وکړي، تر خپل موقف را تېر شي او د یوه امن هیواد لپاره چې وګړي يې نور ناحقه ونه وژل شي، سوله وکړي او د سولې لپاره پر ځان لازم تنزل فرض کړي او ځان ورته له هره وخته چمتو کړي.

۲۰۱۹/ نومبر/ ۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply