بختور به داسې بالښت لري

0 748

ځینو کسانو ته په ځوږ، روښانه ګروپ، موټر کې د سفر پر مهال او نورو بېلابېلو لاملونو له کبله ډېر اسانه خوب نه ور ځي، خو ځینې بیا داسې وي چې د ډېرې اندېښنې له کبله تر سهاره پورې په رڼو سترګو ستوري شماري.
خو دوی دې نور اندېښنه نه ‌کوي، ځکه ساینس‌پوهانو د دوی د اندېښنې ختمولو لپاره داسې روبوټیک بالښت جوړ کړی دی چې په غېږ کې یې ټینګ ونیسي په څو شېبو کې به ورته خوب ورشي.
په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دا روبوټیک بالښت موسیقي اوروي، سندرې درته غږوي، د زړه درزا اوري او د دې تر څنګ داسې طبیعي غږونه کوي چې په مرسته یې خوب درولي.
د سوم نوکس په نوم دا بالښت په نیدرلينډ کې د ډیلفټ پوهنتون زده‌کوونکیو جوړ کړی او اوس ‌مهال په بازار کې هم پیدا کېږي چې له نارامه خوب لرونکیو کسانو سره ښه مرسته کولای شي.
دا بالښت نه یوازې د انسان د زړه درزا کنټرولوي او خوب ورولي، بلکې کله چې یې خوب پوره شي، له خوبه یې هم پاڅوي چې خپلو کارونو ته ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply